No-IMG

د اسلامی سیاسي نظام بنسټونه

زلمی زابلي

 

درود په پاک پیغمبر حضرت محمد (ص)

یاالله ج: ته مو دخپل پاک نبی حضرت محمد (ص) په روی نور افغانانو ته دا توان ورکړی چه خپل وطن په ګډه سره خپله اباد کړی، د شرق اوغرب د ظلم او مداخلی څخه مونور خلاص کړی

 امین 

د اسلامی سیاسی نظام بنسټونه :، 

تعریف:   یولړقواعد او مقررات دي، چې دشریعت له اړخه درعیت، حکومت او زمامدارۍ اړوندی کړنې ، ُتنظیموی

چه د خلکو او ټولنی د  دنیا او آخرت د  فلاح  او کامیابۍ ضمانت کوی

دًکابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی ، د اسلامی نظام په اړوند ، یو اثر چاپ کړی چه د  ( نظام سیاسی اسلام ) په نوم دی ، په نوموړی اثر کی یی داسلام دسیاسي نظام فکري بنسټونه ، په لاندې ډول ذکر کړي دي:

اول: د الله ( ج) حاکمیت یعنی داسلامی شریعت حاکمیت په یو اسلامی دولت کې.

دوهم : په هیواد کی د اسلامی شریعت سرتاسری کول :

دریم : اسلامی او تجربی علوموته احترام او پاملرنه کول

څلووم:   تقوی او تخصص ته لمړیتوب ورکول ، همدارنګه د هر راز  تعصب څخه نفرت درلودل

پنځم:  اخلاص درلودل ،

یعنی په ټولنه کی د شریعت په حاکم کولو کی واقعی اخلاص ښودل .

شپږم : قدرت ته رسیدل یو مسولیت گڼل نه فضیلت ، ځکه په اسلامی شریعت کی هغه څوک چه یو مقام پخپله وغواړی ،  نه ورکول کیږی ، ځکه چه قدرت ته ‌د فضیلت په سترگه کتل ځنی تعبیریږی  ( حدیث شریف )

اووم  : عدالت او برابري، په ټولوچاوو کې داعتدال او منځلاری حد  اختیارول ، او همدارنګه قضاوت په عدالت تر سره کول

اتمٌ : آزادي، یعنی  دهر ډول شرک څخه دعقیدې آزادي.

همدا راز دینی ستر عالم  ( استاد سیاف) په خپل یو اثر ( دین او دولت ) کی د اسلامی نظام بنسټونه په لاندی ډول راوړی دی :

لومړی : د شریعت د حاکمیت اصل

( یعنی د خدای (ج)د دین غوره والی د یوه قانون په حیث)

دوهم : د عدل او مساوات اصل

دریم : د اطاعت اصل 

څلووم: د ازادي اصل

پنځم: د شورا اصل :

د پوهندوی مولوی محمد شریف رحمانی په لیکلی  اثر (ا سلامي سیا ست پوهنه)کې چې د مولانا ګوهر رحمن د ( ا سلامي سیا ست )

د کتاب څخه رانقل شوي دي،د ا سلامي حکومت قانوني بنسټونه په لاندې ډول تشریح شوي دي :

لومړی اصل : د الله (ج) حاکمیت

دوهم اصل : شورا

دریم  اصل : عدالت

څلورم اصل: اطاعت

پنځم اصل : د دولت د رئیس  ټاکنه

شپږم اصل:    مسولیت ، دهری دندی په اجراکولو کی باید خپله دنده د یو مسولیت په توگه فرض کړی ، په تر سره کولو کی یی په ټول توان او صداقت تلاش وکړی 

اووم اصل : د چارواکو سره  محاسبه

اتم اصل : د ملي شتمنیو استقلالیت، او د بیت المال څخه غلطه گټه نه اخستل

نهم اصل : د بشری حقوقو ساتنه

لسم اصل :    ټولنیز تکافل یا دټولنی لپاره دخدماتوپه عرضه کولو ،  د ټولنیز عدالت په نظر کی نیولو سره ، د خلکو مشکلاتو ته  د حل لاره پیدا کول

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟