No-IMG

زموږ د بې مروته او سپكو رقيبانو يو او دائمي خصلت - حکمتیار

زموږ د بې مروته او سپكو رقيبانو يو او دائمي خصلت دا دئ  چي بې انتهاء دروغجن دي، تل ئې زموږ په خلاف دروغ ويلي،  يو او وروستى مثال ئې دا دئ چي د دولت ساز ټيم اړوند يوې مجازي  پاڼي ليكلي چي گواكي ما ويلي: افغانۍ مه ساتئ، په عوض كي  ئې ډالر، ريال او كلداري وساتئ!! پرته له دې چي ووايي : دا خبره ئې كله كړې او چا ته ئې كړې،!!

نه د غږ او وينا ثبوت وړاندي كوي او نه د ليكني او اعلاميې ثبوت!!

دا دروغجن تبليغات هغه سپك او د پرديو مزدوران كوي چي هم  ئې په ټولي نړۍ كي د افغانانو او افغانستان حيثيت له منځه يووړ   او هم ئې د افغانيو ارزښت دومره ټيټ كړ چي نن او مخصوصاً د بهرنيو ځواكونو د احتمالي وتلو انگازو ئې اعتبار ته دومره صدمه رسولې چي نه څوك قرض په افغانيو وركوي، نه كور په كرايه او نه په بانگونو كي افغانۍ ساتي .

حکمتیار

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک