No-IMG

حکمتيار: ټول افغانان د خطرناكي بين المللي توطئې په وړاندي كلك ودرېږي

متن خطبه مشر معزز (جمعه 9 ميزان 1400)

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مَن يَرۡتَدَّ مِنكُمۡ عَن دِينِهِۦ فَسَوۡفَ يَأۡتِـي ٱللّٰهُ بِقَوۡمٖ يُحِبُّهُمۡ وَيُحِبُّونَهُۥٓ أَذِلَّةٍ عَلَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى ٱلۡكَٰفِرِينَ يُجَٰهِدُونَ فِي سَبِيلِ ٱللّٰهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوۡمَةَ لَآئِمٖ ۚ ذَٰلِكَ فَضۡلُ ٱللّٰهِ يُؤۡتِيهِ مَن يَشَآءُ ۚ وَٱللّٰهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ . المائده: 54   صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

اې مؤمنانو! كه له تاسو څوك له خپل دين په شا شو نو الله به ډېر ژر داسي وگړي راپيدا كړي چي دوى پر ده گران وي او دى پر دوى گران وي، پر مؤمنانو تواضع كوونكي او پر كافرانو ځان برگڼونكي، د الله په لار كي به جهاد كوي او د هيڅ ملامتوونكي له ملامتولو به نه وېرېږي، دا د الله فضل دئ، هغه چا ته ئې ورپه برخه كوي چي دى ئې غواړي او الله پوه د وسعت خاوند دئ.

په دې مباركو آيت كي مؤمنانو ته دا ډاډ وركړى شوى چي د منافقينو په بېلېدو او له كافرانو سره د دوى په ملگرتيا مه غمجن كېږئ، كه څوك مسلمانان كمزوري وگڼي، د دوى له ملگرتيا لاس واخلي، مرتد شي، كافران ورته ځواكمن معلوم شي، هغوى ته د ذلت سر ټيټ كړي، نو الله تعالى به د دوى په عوض كي داسي مؤمنان راپيدا كړي چي دا صفات به لري:

•             پر الله تعالى به گران وي.

•             دوى به له الله تعالى سره مينه لري.

•             تر مؤمنانو به ځان لوړ نه گڼي، هغوى ته به د حقارت په سترگه نه گوري، كمزوري او ضعيف به ئې نه شمېري، هر يو به تر ځان لوړ او تر ځان زيات د عزت خاوند بولي.

•             تر كافرانو به ځان لوړ گڼي، د هغوى په وړاندي به سر نه ټيټوي، هغوى ته به د عزت او درناوي په سترگه نه گوري.

•             د الله تعالى په لار كي به جهاد كوي.

•             د هيچا له ملامتولو به وېره نه لري، نه به د چا د تبليغاتو پروا كوي او نه ئې د سپكو سپورو خبرو.

•             دا د الله تعالى فضل دئ، هغه چا ته ئې ورپه برخه كوي چي الله تعالى ئې د دې وړ ومومي.

•             الله تعالى د پراخ فضل خاوند دئ او پوهېږي چي څوك د ده د فضل وړ او مستحق دئ.

وروڼو خوېندو!

امريكا  غوښتل وتل ئې له أفغانستان پتمن وي او حيثيت ئې خوندي پاته شي؛ د دې لپاره د واشنگتن منصوبه دا وه چي د دوحې په مذاكراتو كي پر يوه موقت حكومت توافق وشي، قدرت په سوله ايزه توگه دې حكومت ته انتقال شي، اردو، امنيتي ځواكونه، د استخباراتي ادارو پرسونل، ملكي إدارات او مأمورين ئې پر خپل حالت پاته شي، پنتاگون او سي آى اې پر دې ټينگار كولو چي په انتقالي مرحله كي د أمريكا 2500 سرتېري په افغانستان كي پاته وي. خو كله چي دا وروستۍ غوښتنه ونه منل شوه نو د افغانستان په گاونډيو هېوادو كي ئې د داسي اډو جوړولو هڅي پيل كړې چي له هغه ځاى د فضاء له لاري په افغانستان كي خپل نظامي حضور تضمين كړي او لږ تر لږه د ډرون جهازونو په كارولو سره هره شېبه د عملياتو ترسره كولو مجال او امكان په واك كي ولري. پاكستان ته ئې ترجيخ وركوله او انتظار ئې دا وو چي پاكستان به حتماً له دې سره توافق وكړي؛ خو پاكستان دې ته چمتو نه شو؛ بيا ئې له ازبكستان سره د داسي اډي ترلاسه كولو په ارتباط خبري وكړې؛ أوزبكستان موافق وو خو مسكو نه غوښتل دا كار وشي؛ نو ځكه تاشكند خپله موافقه وځنډوله. پېښي يوه په بلي پسي په سريع توگه داسي رامنځته شوې چي نه يوازي د امريكايي ځواكونو پتمن وتل تضمين نه شو بلكي پايله ئې شرمېدلې ماته، تش لاس او ټيټي سترگي وتل وو؛ نظام نسكور شو او ټول هغه ځواكونه او ادارې وشړېدې چي أمريكا شل كلونه پرې پانگوني كړې وې.

په آخري شېبو كي د پلازمېني وضعيت داسي شو چي أمريكا د پاته ځواكونو او د سفارت پرسونل د خوندي ايستلو لپاره؛ دې ته ځان اړ وگڼي چي پنځه زره نوي ځواكونه كابل ته راولېږي؛ په هوائي ميدان كي ئې مستقر كړي او هره ورځ د لسگونو الوتنو په مټ د دې پرسونل تر څنگ په لسگونو زره هغه كرايي جنگيالي او استخباراتي پرسونل هم له افغانستان وباسي چي په تېرو شلو كلونو كي ئې روزلي او په لومړۍ كرښي كي ئې جنگولي وو.

دا افغانان دوى د انساني وجوهاتو او پر دوى د زړه سوي له مخي نه دي انتقال كړي؛ بلكي د بيا جنگولو لپاره ئې انتقال كړي.

 حتماً اطلاع لرئ چي په ناټو كي شامل هېوادونه؛ د أمريكا په شمول؛ غواړي د خپلي شرمېدلې ماتي غچ له افغانانو واخلي او يوه بله جگړه پر مظلومو افغانانو تحميل كړي؛ د دې لپاره ئې شمالي ټلواله يو ځل بيا د كرايي جنگاليو په توگه استخدام كړي، په تاجكستان كي ئې راغونډوي، هلته ئې د روزني كمپونه ورته جوړ كړي، دې ته ئې هڅولي چي موازي حكومت اعلان كړي؛ په داخل كي كومه سيمه ونيسي، فضائي امنيت ئې تأمين كړي، د مخكني حكومت لوړ پوړي چارواكي، د پارلمان غړي، د اردو افسران، خاص ځواكونه، د صفر 1-2 قطعاتو په څېر تروريستي ټولگي، د ملي امنيت پرسونل، او ټول هغه جنگالي چي ناټو په تېرو شلو كلونو كي روزلي او د ملت په خلاف ئې جنگولي، په همدې خوندي او مستقلي سيمي كي راغونډ كړي؛ په بې پېلوټه ډرون جهازونو سره ئې حفاظت وكړي، ورو ورو ئې لمن پراخه كړي يا د طالبانو حكومت نسكور كړي، يا افغانستان تجزيه كړي او يا داسي ائتلافي حكومت په كابل باندي تحميل كړي چي دوى ئې غواړي او په هغه كي د دوى جاسوسانو ته غوښينه برخه سپارل شوې وي.

د امريكايي ډرون جهازونو له لوري د افغانستان د فضائي حريم مسلسل نقض، بدمعاشي، گواښونه او تهديدونه ښيي چي دوى بد عزائم لري، نه پرېږدي په افغانستان كي ثبات او امنيت تأمين شي

وروڼو خوېندو!

زه پر ټولو مجاهدينو او اسلامپالو افغانانو غږ كوم چي د دې خطرناكي بين المللي توطئې په وړاندي كلك ودرېږي او د يوه بل جهاد لپاره ملا وتړي، دنيا ته وښيي چي افغانانو مخكني حالت ته ستنېدل په هيڅ توگه نه مني، نه بهرني ځواكونه او اشغال مني او نه د اشغالگرانو ذليل او وطن پلوري ناولې څېرې؛ له استقلال، خپلواكي او آزادي په هره بيع دفاع كوي. افغانان دي مطمئن وي چي ناټو داسي څه نشي كولى چي په شلو كلونو كي ئې نه وي كړي، د اشغال په دوران كي ئې خپل ټول زور او ځواك آزمويلى او له سپېره برخليك سره مخامخ شوي؛ اوس يوازي يو بديل لري او هغه دا چي د افغانانو ارادې ته درناوى وكړي

وروڼو خوېندو!

سپينه ماڼۍ او پنتاگون؛ د ماتي ملامتي يو د بل پر غاړه اچوي، شرخوښي جنرالان او سناتوران ئې؛ د بل جنگ پيلولو هڅه كوي، وايي: له پنجشير سره مرسته وكړئ او په رسميت ئې وپېژنئ!! أمريكا بايد افغانستان ته بېرته ستنه شي، همغسي چي عراق او سوريې ته بېرته ستنه شوه!!

تحريمونه او تهديدونه فقر او قيمتي پر أفغان ولس تحميلول د افغانستان د بانكي پانگو كنگلول، د ملل متحد جنرل اسمبلې كلنۍ ناستي ته د اسحاقزي وينا ته اجازه او دې ته ورته شرارتونه د همدې لپاره دي له مظلومو افغانانو د خپلي ماتي غچ واخلي.

أساسي قانون

نوي حكومت دې ته ضرورت درلود چي د حكومت، اداراتو او چارواكو وظائف او صلاحيتونه او د فرد او ټولني حقوق او  تولنيز وجائب تثبيت او مشخص كړي. څو بديلونه ئې په مخكي درلودل: 1- نوى أساسي قانون تصويب او وړاندي كړي. 2- له مخكنيو أساسي قوانينو يو ترې غوره كړي. 3- يوه مختصره لائحه چي ټول ضروري او عاجل مسائل ئې احتواء كړي وي؛ تهيه او وړاندي كړي. دا ئې كولى شو چي د دې لائحې په تهيه كولو كي ئې له مخكنيو أساسي قوانينو او په دې اړه وړاندي شوو طرحو استفاده كړې وى.

په دې دريو بديلونو كي غوره او عملي ئې دا درېيم بديل دئ، دا ځكه چي نوى قانون كافي وخت ته ضرورت لري او دا كار فقط يوه داسي لويه جرگه كولى شي چي د ټول أفغان ولس واقعي ممثل او غړي ئې د ملت منتخب استازې وي. همدا راز مخكني أساسي قوانين ډېري شرعي او حقوقي ستونزي لري؛ په دغو قوانينو كي داسي مواد، صلاحيتونه او اصطلاحات مومو چي د اسلام له څرگندو اساساتو سره په بشپړه توگه مغايرت او تعارض لري. د مثال په توگه: د شاهي نظام د أساسي قانون دا  برخي:

په لومړۍ ماده كي راغلي: ... ملي حاكميت په افغانستان كي ملت پوري تعلق لري.

همدا مطلب په شپږمه ماده كي داسي توضيح شوى: په افغانستان كي پاچا د ملي حاكميت ښكارندوى (ممثل) دئ.

خو قرآن په قاطع او صريح الفاظو او په مكرره توگه فرمايي چي حكم، حاكميت او احكام صادرول الله تعالى ته مختص دي، او الله تعالى په دې كي هيڅ شريك نه لري. لكه چي فرمايي:

إِنِ ٱلۡحُكۡمُ إِلَّا لِلهِ أَمَرَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُ ۚ.... يوسف: 40

حُكم او حاكميت يوازي د الله حق دئ.

أَفَغَيۡرَ ٱللهِ أَبۡتَغِي حَكَمٗا وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ إِلَيۡكُمُ ٱلۡكِتَٰبَ مُفَصَّلٗا ۚ.... الانعام: 114

آيا له الله پرته بل حكم ولټوم؛ په داسي حال كي چي هغه تاسو ته مفصل كتاب درلېږلى.

يعني الله تعالى يوازينى حَكم دئ، د ده حكم ته به تابع وې؛ له ده پرته به د بل په وړاندي د عبادت او اطاعت سر نه ټيټوې او د ده رالېږلى مفصل كتاب يوازينى قانون دئ؛ بل قانون به نه منې.

پنځلسمه ماده وايي: پادشاه نه پوښتېدونى (غيرمسئول) دى او لمانځنه ئې واجب ده!!

په داسي حال كي چي د قرآن له نظره يوازي الله تعالى غير مسئول دئ، له الله تعالى پرته بل غيرمسئول نشته؛ د پيغمبرانو په شمول ټول انسانان مسئول دي او د قيامت په ورځ به ټول پوښتل كېږي.

په 16 ماده كي راغلي: د افغانستان پاچايي... د اعليحضرت محمد نادرشاه شهيد په كورنۍ كي له يو نه بل ته پاتى كيږې!

 خو د قرآن لارښوونه دا ده چي زعامت نه يوازي موروثي نه دئ بلكي زعيم د ولس وكيل دئ؛ مسلمانان ئې په خپله غوره كوي، الله تعالى پر دې مأمور كړي چي دا امانت به اهل شخص ته سپاري؛ او پيغمبر عليه السلام فرمايي: څوك چي د افضل او اعلم بكتاب الله په شتون كي مفضول او تر هغه ټيټ شخص؛ د قومي تعصب يا خپلوي او رفاقت له مخي؛  د زعيم او امير په توگه غوره كړ؛ هغه له خداى، پيغمبر او امت سره خيانت كړى.

دا هم بايد په پام كي ولرو چي قرآن د مسلمانانو د زعيم لپاره د خليفه او أولى الامر (چارواكى) نوم غوره كړى او د ملك نوم ئې الله تعالى ته مختص كړى؛ د قيامت په ورځ به الله تعالى وفرمايي:

... لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ) غافر: 16

نن پاچايي د چا ده؟ د يوازيني غالب الله ده.

فَتَعَٰلَى ٱللّٰهُ ٱلۡمَلِكُ ٱلۡحَقُّ ۗ... طه: 114

نو هغه الله لوړ دئ چي حقيقي ملك دئ.

قرآن دا د غير إسلامي ټولنو خصلت گڼي چي زعيم ځان د ملك (سلطان او پاچا) په نامه يادوي. قرآن د فرعون په اړه فرمايي:

وَنَادَى فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي أَفَلا تُبْصِرُونَ. الزخرف 51

او فرعون په خپل قوم كي په جگ ږغ وويل: اې زما قومه! آيا د مصر پاچايي زما نه ده؛ او دا ويالې چي زما تر واك لاندي بهېږي؛ مگر نه گورئ؟ د مصر د جاهليت د دور زعماء د ملك په نامه يادوي او فرمايي

وَقَالَ ٱلۡمَلِكُ إِنِّيٓ أَرَىٰ سَبۡعَ بَقَرَٰتٖ سِمَانٖ يَأۡكُلُهُنَّ سَبۡعٌ عِجَافٞ وَسَبۡعَ سُنۢبُلَٰتٍ خُضۡرٖ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٖ ۖ... يوسف: 43

او د ملوكو په اړه د سبإ د ملكې وينا رااخلي او په پاى كي ئې تأييدوي او فرمايي:

قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ. النمل 34

په حقيقت كي ملك يو ظالم واكمن دئ چي د زور له لاري او په غير شرعي طريق مسلط شوى او ځان د ولس مالك الرقاب او د هېواد د ټولو شتمنيو مالك گڼي او سلطنت په خپلي كورنۍ كي محدودوي.

په 18 ماده كي داسي راغلي: د پاچا د استعفاء يا مړيني په وخت كي باچائى د هغه مشر ځوى ته پاتى كيږي.

21 ماده وايي:

كله چي باچا مړ سي او د هغه په ځاى ناست لا د خپل عمر شل كاله پوره كړى نه وى نو تر څو پوري چه دغه عمر ته رسېږي ملكه د باچائى چارو نيابت په غاړه اخلي!

يعني په دې أساسي قانون كي د پاچا مېرمن كولى شي تر هغه د پاچايي پر تخت كښېني چي زوى ئې له ماشومتوب بلوغ ته رسي!

په دې قانون كي گڼ شمېر نور بندونه او اصطلاحات داسي دي چي له شرعي، عقلي او حقوقي پلوه ستونزي لري، ادبي أسلوب ئې هم كافي ستونزي او ركاكتونه لري.

 وروڼو خوېندو!

ټول مؤمن او مجاهد افغانان د امارت إسلامي رئيس الوزراء؛ ملا محمد حسن آخوند؛ د دې موقف ستاينه كوي چي په خپل فرمان كي ئې ويلي: هيڅوك حق نه لري د چا كور او دفتر ته د وسائطو او وسائلو د پلټني په بهانه ننوځي؛ ټولو جنگياليو ته ئې امر كړى چي خپلو نظامي مركزونو ته ولاړ شي. افغانان هيله من دي چي د مرموز او هدفي قتلونو د مخنيوي په اړه هم جدي، قاطع او فوري اقدامات وشي او نه يوازي د خپلسريو مخنيوي وشي بلكي قاتلان ئې د شريعت مطابق مجازات او قصاص شي. په ننگرهار كي د دې قتلونو لړۍ ډېره وحشتناكه بڼه غوره كړې.

د اسىلامي شريعت حكم او لارښوونه دا ده چي د إسلامي حكومت او إسلامي نظام مخالف فرد او ټولي خلاف هغه مهال وسله كارول جائز دي چي: له لمانځه او زكات انكار وكړي او په وسله وال بغاوت لاس پوري كړي؛ قرآن په همدې ارتباط فرمايلي:

فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُاْ ٱلزَّكَوٰةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ . لتوبه: 15 

نو كه ئې توبه وكړہ، لمونځ ئې قائم كړ او زكات ئې وركړ، نو لاره ئې خوشې كړئ، بيشكه چي خداى بخښونكى مهربان دئ.

رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ الله- صلى الله عليه وسلم- قَالَ « أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّى دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلاَّ بِحَقِّ الإِسْلاَمِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ*  متفق عليه

له ابن عمر روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: په دې گمارل شوى يم چي له خلكو سره تر هغه وجنگېږم چي په دې گواهي وركړي چي له الله پرته بل معبود نشته او دا چي محمد د الله رسول دئ او لمونځ وكړي او زكات وركړي، نو كله چي دا وكړي خپلي ويني او مال ئې له ما خوندي كړل؛ مگر د اسلامي حق په وجه (كه بل څوك ووژني يا د چا مال تلف كړي) او (نوره محاسبه او) حساب ئې له الله سره دئ.

2- د إسلامي حكومت په خلاف وسله وال بغاوت او پاڅون وكړي. دا باغي يوازي د جنگ په ميدان او مخامخ جگړي كي وژل كېدى شي؛ نه ئې اسير وژل كېدى شي، نه ئې تښتېدونكى تعقيب كېدى شي، نه ئې كور ته څوك د ننوتلو حق لري او نه ئې وسله او نور مايملك او شتمني غنيمت گڼل كېدى او مصادره كېدى شي

اسلام هغه دين دئ چي هر څه ته څرگند او واضح قانون لري، هر څه د قانون په محدوده كي تنظيموي، د خپل سريو مخه نيسي، په اسلام كي مجازات حدود لري او پلي كوونكي ئې مشخص دي، هيڅوك حق نه لري د محكمې له حكم پرته څوك مجازات كړي او داسي سزا وركړي چي په شريعت كي نشته؛ د ټوپك په ميل او كونداغ او سوټيو د چا وهل، په خوله كي څپلۍ او بوټ وركول، مخ ئې ورتورول، په خره ئې سپرول او د خلگو منځ كي ئې گرځول؛ په اسلام كي نشته. اسلام د گناهونو او جناياتو لپاره مشخصي سزاگاني ټاكلې، نه ئې څوك د زياتولو حق لري او نه د كمولو.

دا چي څوك د تورن كور ته ننوځي، يا ئې هملته وهي او وژني او يا ئې له كور راباسي او د پيكا او كلشنكوف په ضربه ډزو ئې وژني او يا ئې له ځان سره بيايي او سبا ئې مړى د سړك خوا ته غورځوي؛ هيڅ صادق او خداى پال مجاهد او اسلام ته ژمن انسان دا كار نه كوي؛ دا د دين دښمنو كمونستانو او بې دينو سيكولرانو ميراث او د كچه تكفيري انقلابيونو مسلك او مذهب دئ

وروڼو خوېندو!

رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ په خپلي وروستۍ خطبې او وروستي حج؛ حجة الوداع كي؛ څو مهمي لارښووني درلودې: د جاهليت د دور ټول قتلونه او انتقام ئې هدر كړل، يعني نور نو د هغو قتلونو انتقام او بدله اخيستل حرام دي چي تر دې وړاندي شوي.

سود ئې تحريم كړ؛ تر نورو وړاندي ئې د خپل تره؛ عباس رضي الله عنه؛ سود هدر او لغو كړ.

 د مېرمنو په اړه ئې مسلمانانو ته وفرمايل: مېرمني مو ستاسو په لاس كي الهي امانات دي، د دوى په اړه له الله تعالى ووېرېږئ، لكه چي ستاسو پر دوى حقونه دي همداسي د دوى پر تاسو حقونه دي، حقونه ئې أداء كړئ، كه د لمانځه لپاره جومات ته تللې مخه ئې مه نيسئ.

الحمد لله چي اوس اشغال پاى ته رسېدلى، د سيكولرانو، ملحدينو، كمونستانو او منافقينو مزدور او مفسد تپل شوى حكومت نسكور شوى، په ټول هېواد كي د جنگ اور مړ شوى او افغانانو ته دا موقع په لاس ورغلې چي د پرديو له حضور، فشار او گواښ پرته د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په رڼا كي د خپلي خوښي نظام او حكومت جوړ كړي او خپل معتمد او اهل واكمن غوره كړي.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟