No-IMG

حکمتيار: اسلام هغه دين دي چي هر څه ته څرگند او واضح قانون لري

أساسي قانون

نوي حكومت دې ته ضرورت درلود چي د حكومت، اداراتو او چارواكو وظائف او صلاحيتونه او د فرد او ټولني حقوق او  تولنيز وجائب تثبيت او مشخص كړي. څو بديلونه ئې په مخكي درلودل: 1- نوى أساسي قانون تصويب او وړاندي كړي. 2- له مخكنيو أساسي قوانينو يو ترې غوره كړي. 3- يوه مختصره لائحه چي ټول ضروري او عاجل مسائل ئې احتواء كړي وي؛ تهيه او وړاندي كړي. دا ئې كولى شو چي د دې لائحې په تهيه كولو كي ئې له مخكنيو أساسي قوانينو او په دې اړه وړاندي شوو طرحو استفاده كړې وى.

په دې دريو بديلونو كي غوره او عملي ئې دا درېيم بديل دئ، دا ځكه چي نوى قانون كافي وخت ته ضرورت لري او دا كار فقط يوه داسي لويه جرگه كولى شي چي د ټول أفغان ولس واقعي ممثل او غړي ئې د ملت منتخب استازې وي. همدا راز مخكني أساسي قوانين ډېري شرعي او حقوقي ستونزي لري؛ په دغو قوانينو كي داسي مواد، صلاحيتونه او اصطلاحات مومو چي د اسلام له څرگندو اساساتو سره په بشپړه توگه مغايرت او تعارض لري. د مثال په توگه: د شاهي نظام د أساسي قانون دا  برخي:

په لومړۍ ماده كي راغلي: ... ملي حاكميت په افغانستان كي ملت پوري تعلق لري.

همدا مطلب په شپږمه ماده كي داسي توضيح شوى: په افغانستان كي پاچا د ملي حاكميت ښكارندوى (ممثل) دئ.

خو قرآن په قاطع او صريح الفاظو او په مكرره توگه فرمايي چي حكم، حاكميت او احكام صادرول الله تعالى ته مختص دي، او الله تعالى په دې كي هيڅ شريك نه لري. لكه چي فرمايي:

إِنِ ٱلۡحُكۡمُ إِلَّا لِلهِ أَمَرَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُ ۚ.... يوسف: 40

حُكم او حاكميت يوازي د الله حق دئ.

أَفَغَيۡرَ ٱللهِ أَبۡتَغِي حَكَمٗا وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ إِلَيۡكُمُ ٱلۡكِتَٰبَ مُفَصَّلٗا ۚ.... الانعام: 114

آيا له الله پرته بل حكم ولټوم؛ په داسي حال كي چي هغه تاسو ته مفصل كتاب درلېږلى.

يعني الله تعالى يوازينى حَكم دئ، د ده حكم ته به تابع وې؛ له ده پرته به د بل په وړاندي د عبادت او اطاعت سر نه ټيټوې او د ده رالېږلى مفصل كتاب يوازينى قانون دئ؛ بل قانون به نه منې.

پنځلسمه ماده وايي: پادشاه نه پوښتېدونى (غيرمسئول) دى او لمانځنه ئې واجب ده!!

په داسي حال كي چي د قرآن له نظره يوازي الله تعالى غير مسئول دئ، له الله تعالى پرته بل غيرمسئول نشته؛ د پيغمبرانو په شمول ټول انسانان مسئول دي او د قيامت په ورځ به ټول پوښتل كېږي.

په 16 ماده كي راغلي: د افغانستان پاچايي... د اعليحضرت محمد نادرشاه شهيد په كورنۍ كي له يو نه بل ته پاتى كيږې!

 خو د قرآن لارښوونه دا ده چي زعامت نه يوازي موروثي نه دئ بلكي زعيم د ولس وكيل دئ؛ مسلمانان ئې په خپله غوره كوي، الله تعالى پر دې مأمور كړي چي دا امانت به اهل شخص ته سپاري؛ او پيغمبر عليه السلام فرمايي: څوك چي د افضل او اعلم بكتاب الله په شتون كي مفضول او تر هغه ټيټ شخص؛ د قومي تعصب يا خپلوي او رفاقت له مخي؛  د زعيم او امير په توگه غوره كړ؛ هغه له خداى، پيغمبر او امت سره خيانت كړى.

دا هم بايد په پام كي ولرو چي قرآن د مسلمانانو د زعيم لپاره د خليفه او أولى الامر (چارواكى) نوم غوره كړى او د ملك نوم ئې الله تعالى ته مختص كړى؛ د قيامت په ورځ به الله تعالى وفرمايي:

... لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ) غافر: 16

نن پاچايي د چا ده؟ د يوازيني غالب الله ده.

فَتَعَٰلَى ٱللّٰهُ ٱلۡمَلِكُ ٱلۡحَقُّ ۗ... طه: 114

نو هغه الله لوړ دئ چي حقيقي ملك دئ.

قرآن دا د غير إسلامي ټولنو خصلت گڼي چي زعيم ځان د ملك (سلطان او پاچا) په نامه يادوي. قرآن د فرعون په اړه فرمايي:

وَنَادَى فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي أَفَلا تُبْصِرُونَ. الزخرف 51

او فرعون په خپل قوم كي په جگ ږغ وويل: اې زما قومه! آيا د مصر پاچايي زما نه ده؛ او دا ويالې چي زما تر واك لاندي بهېږي؛ مگر نه گورئ؟ د مصر د جاهليت د دور زعماء د ملك په نامه يادوي او فرمايي

وَقَالَ ٱلۡمَلِكُ إِنِّيٓ أَرَىٰ سَبۡعَ بَقَرَٰتٖ سِمَانٖ يَأۡكُلُهُنَّ سَبۡعٌ عِجَافٞ وَسَبۡعَ سُنۢبُلَٰتٍ خُضۡرٖ وَأُخَرَ يَابِسَٰتٖ ۖ... يوسف: 43

او د ملوكو په اړه د سبإ د ملكې وينا رااخلي او په پاى كي ئې تأييدوي او فرمايي:

قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ. النمل 34

په حقيقت كي ملك يو ظالم واكمن دئ چي د زور له لاري او په غير شرعي طريق مسلط شوى او ځان د ولس مالك الرقاب او د هېواد د ټولو شتمنيو مالك گڼي او سلطنت په خپلي كورنۍ كي محدودوي.

په 18 ماده كي داسي راغلي: د پاچا د استعفاء يا مړيني په وخت كي باچائى د هغه مشر ځوى ته پاتى كيږي.

21 ماده وايي:

كله چي باچا مړ سي او د هغه په ځاى ناست لا د خپل عمر شل كاله پوره كړى نه وى نو تر څو پوري چه دغه عمر ته رسېږي ملكه د باچائى چارو نيابت په غاړه اخلي!

يعني په دې أساسي قانون كي د پاچا مېرمن كولى شي تر هغه د پاچايي پر تخت كښېني چي زوى ئې له ماشومتوب بلوغ ته رسي!

په دې قانون كي گڼ شمېر نور بندونه او اصطلاحات داسي دي چي له شرعي، عقلي او حقوقي پلوه ستونزي لري، ادبي أسلوب ئې هم كافي ستونزي او ركاكتونه لري.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟