No-IMG

واجب

قال الله تبارک وتعالی:وَالْبُدْنَ جَعَلْنَاهَا لَكُمْ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَافَّ فَإِذَا وَجَبَتْ جُنُوبُهَا فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ كَذَلِكَ سَخَّرْنَاهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.(الحج:۳۶)

ژباړه:او د(قربانۍ) اوښان مو تاسو ته دشعائرالله په ضمن کي ټاکلي،په همدې کي ستاسو لپاره ښیګڼه ده، نو په داسي حال کي دالله نوم پرې یاد کړئ(حلال ئې کړئ) چي ولاړ وي، نو کله ئې چي ډه ډي پرزمکې ولګیږي، بیاهم خپله ترې وخورئ او هم ئې پرقانع او طمع کوونکي وخورئ همداسي مو تاسو ته مسخر کړي چي شکر وکړئ.

 قرآنکریم کې د واجب کلمه پرته له دې یو ځای څخه په نورو آیتونو کې نه دی ذکر شوی،(وَجَبَتْ جُنُوبُهَا ) یعني کله حلال کړی شو او ډه ډي په زمکه ولګېدي بیا ئې غوښي خورئ.

 دواجبو معنی

د ژبې ،لغت او سقافت په اصطلاحاتو کې واجب په متعددو معانیو،  استعمال شوی، لکه : د دائم ،لازم ، سزا وار ، وړ ، لا ئق او دسقوط په معنى .

واجبو تعریف

داُصول فقه علماوو په اصطلاح واجب په ځانګړې توګه شرعي حکم ته ویلی شي چې عبارت له هغه عمل څخه ،چې په دلیل ظني(شکمن دلیل) سرثابت وي،دلیل شته خو په دلیل کې شبهه او تعبیر وي، یا په خبر واحد سره ئې ثبوت بیان شوی وي، لکه داختر لمونځ، دماسختن وتر او...

دواجبو حکم

عمل په واجبو ثواب، نه کول ئې ګناه،تارک ئې ګمراه او فاسق ، مګر منکرئې کافر نه دی.

 په واجبوعمل لکه دفرضو دی ولي عقیده پرې دفرضو نه شي کیدی.

دامام ابو حنیفه(رحمه الله) په نږد دفرض او واجبو ترمنځ په عمل کې هیڅ فرق نشته یواځي په عقیدوي لحاظ دومره دی چې د فرضو منکر کافر دی او د واجبو منکر کافر نه شي بللی.

یا په بل عبارت: واجب، کوم چې ثبوت ئې قطعي وي خو دلالت ئې ضني وي،بیلګه: هغه ایتونه چې تاویل پکې کیدی شي دیته ئې واجب ویلي .

په لمانځه کې د فرضو په پرېښودوکه هغه سهوي وي یا قصدي  لمونځ فاسدیږي خو دواجبو په پرېښودو لمونځ نه فاسديږي، بلکه دسهوې سجده واجبيږي.

دفرض او واجبو ترمنځ توپیر

دفرض او واجبو تر منځ توپیر یواځي د امام ابو حنیفه (رحمه الله) په قول دی.

دواجبو درجه له فرضو ښکته او له سنتو قوي ده.

دامام ابو حنیفه(رحمه الله) قول : فرض هغه عمل دی چې په قطعي دلیل ثابت وي لکه قرأت د قرآنکریم چې په لمانځه کې په دې دلیل قطعي ثابت دی:قال لله تبارک وتعالی: فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ.(المزمل:۲۰)

ژباړه: نو اوس دقرآن هومره مقدار تلاوت کړئ چي درته اسانه وي.

په لمانځه کې چې څنګه قیام ،رکوع سجده او ... فرض دی همداسي قرأت لوستل هم فرض دی.

واجب هغه عمل دی چې ثابت وي په دلیل ضني لکه مشخص کول دقرأت فاتحه په لمانځه کې.

عن عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِت (رضي الله عنه) عن النبي (صلی الله علیه وسلم) قال:لا صَلاةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ.(متفق علیه)

ژباړه :له حضرت عُباده بن صامت(رضی الله عنه) نه روایت دی چې وفرمایل حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم): لپاره دهغه چاچي د فاتحې سورت په خپل لمانځه کې ونه لولي دهغه لمونځ لمونځ نه دی.

د علم اکثر صاحبان د فرض او واجبو تر منځ په توپیر او فرق قائيل نه دي.

امام شافعي، امام مالك او امام أحمد حنبل (رحمه الله عليهم) په شمول دیو شمیر زیاتو ایمه کراموپه نزد دفرض او واجبوترمینځ  په معنی او لفظ کې توپیر نشته، یو په بل ئې اطلاقوي.

خو همدا بزرګان په لمونځ او حج کې د رکن او واجبو ترمنځ په فرق قائيل دي دبیلګې په توګه: په لمونځ کې که رکن په سهوي یا قصدي توګه پاتي شي لمونځ فاسد بولي، که په لمانځه کې واجب پاتي شو دسهوې سجده لازموي.

 همدا راز په حج کې د رکن په پاتي کیدو که هغه قصدي وي یاسهوي حج فاسد ګڼي خود واجبو په پاتي کیدوحج نه فاسدیږي بلکه دم لازم ګڼي  .

دزیاترو بزرګانو وینا ده چې فرض او واجب دوه مترادفې کلیمې په یوه معنی دي،بلکه دځینو په قول فرض، واجب، رکن او شرط دا ټولې مترادفې کلیمي یوه معنی ایفاده کوي.

ځینې دفرض او واجبو تر منځ دومره فرق قایل دي لکه لمونځ فرض دی خو په هغه بنده هغه وخت واجبیږي چې مکلف وګرځي.

حج فرض دی خو په هغه چا واجبیږي چې شرایط دحج کول ورته برابرشي.

روژه فرض دی خو په هغه چا چې دشرایطو وړوي.

ددې ټولو بیلګو نه داسي معلومیږي چې فرض حکم دی او واجب په فرضو عمل کول

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟