No-IMG

حکمتيار: هغه ادارې وشړېدې چي أمريكا شل كلونه پرې پانگوني كړې وې

وروڼو خوېندو!

امريكا  غوښتل وتل ئې له أفغانستان پتمن وي او حيثيت ئې خوندي پاته شي؛ د دې لپاره د واشنگتن منصوبه دا وه چي د دوحې په مذاكراتو كي پر يوه موقت حكومت توافق وشي، قدرت په سوله ايزه توگه دې حكومت ته انتقال شي، اردو، امنيتي ځواكونه، د استخباراتي ادارو پرسونل، ملكي إدارات او مأمورين ئې پر خپل حالت پاته شي، پنتاگون او سي آى اې پر دې ټينگار كولو چي په انتقالي مرحله كي د أمريكا 2500 سرتېري په افغانستان كي پاته وي. خو كله چي دا وروستۍ غوښتنه ونه منل شوه نو د افغانستان په گاونډيو هېوادو كي ئې د داسي اډو جوړولو هڅي پيل كړې چي له هغه ځاى د فضاء له لاري په افغانستان كي خپل نظامي حضور تضمين كړي او لږ تر لږه د ډرون جهازونو په كارولو سره هره شېبه د عملياتو ترسره كولو مجال او امكان په واك كي ولري. پاكستان ته ئې ترجيخ وركوله او انتظار ئې دا وو چي پاكستان به حتماً له دې سره توافق وكړي؛ خو پاكستان دې ته چمتو نه شو؛ بيا ئې له ازبكستان سره د داسي اډي ترلاسه كولو په ارتباط خبري وكړې؛ أوزبكستان موافق وو خو مسكو نه غوښتل دا كار وشي؛ نو ځكه تاشكند خپله موافقه وځنډوله. پېښي يوه په بلي پسي په سريع توگه داسي رامنځته شوې چي نه يوازي د امريكايي ځواكونو پتمن وتل تضمين نه شو بلكي پايله ئې شرمېدلې ماته، تش لاس او ټيټي سترگي وتل وو؛ نظام نسكور شو او ټول هغه ځواكونه او ادارې وشړېدې چي أمريكا شل كلونه پرې پانگوني كړې وې.

په آخري شېبو كي د پلازمېني وضعيت داسي شو چي أمريكا د پاته ځواكونو او د سفارت پرسونل د خوندي ايستلو لپاره؛ دې ته ځان اړ وگڼي چي پنځه زره نوي ځواكونه كابل ته راولېږي؛ په هوائي ميدان كي ئې مستقر كړي او هره ورځ د لسگونو الوتنو په مټ د دې پرسونل تر څنگ په لسگونو زره هغه كرايي جنگيالي او استخباراتي پرسونل هم له افغانستان وباسي چي په تېرو شلو كلونو كي ئې روزلي او په لومړۍ كرښي كي ئې جنگولي وو.

دا افغانان دوى د انساني وجوهاتو او پر دوى د زړه سوي له مخي نه دي انتقال كړي؛ بلكي د بيا جنگولو لپاره ئې انتقال كړي.

 حتماً اطلاع لرئ چي په ناټو كي شامل هېوادونه؛ د أمريكا په شمول؛ غواړي د خپلي شرمېدلې ماتي غچ له افغانانو واخلي او يوه بله جگړه پر مظلومو افغانانو تحميل كړي؛ د دې لپاره ئې شمالي ټلواله يو ځل بيا د كرايي جنگاليو په توگه استخدام كړي، په تاجكستان كي ئې راغونډوي، هلته ئې د روزني كمپونه ورته جوړ كړي، دې ته ئې هڅولي چي موازي حكومت اعلان كړي؛ په داخل كي كومه سيمه ونيسي، فضائي امنيت ئې تأمين كړي، د مخكني حكومت لوړ پوړي چارواكي، د پارلمان غړي، د اردو افسران، خاص ځواكونه، د صفر 1-2 قطعاتو په څېر تروريستي ټولگي، د ملي امنيت پرسونل، او ټول هغه جنگالي چي ناټو په تېرو شلو كلونو كي روزلي او د ملت په خلاف ئې جنگولي، په همدې خوندي او مستقلي سيمي كي راغونډ كړي؛ په بې پېلوټه ډرون جهازونو سره ئې حفاظت وكړي، ورو ورو ئې لمن پراخه كړي يا د طالبانو حكومت نسكور كړي، يا افغانستان تجزيه كړي او يا داسي ائتلافي حكومت په كابل باندي تحميل كړي چي دوى ئې غواړي او په هغه كي د دوى جاسوسانو ته غوښينه برخه سپارل شوې وي.

د امريكايي ډرون جهازونو له لوري د افغانستان د فضائي حريم مسلسل نقض، بدمعاشي، گواښونه او تهديدونه ښيي چي دوى بد عزائم لري، نه پرېږدي په افغانستان كي ثبات او امنيت تأمين شي

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟