No-IMG

حکمتيار: امريکا د بل جنگ پيلولو هڅه كوي

وروڼو خوېندو!

زه پر ټولو مجاهدينو او اسلامپالو افغانانو غږ كوم چي د دې خطرناكي بين المللي توطئې په وړاندي كلك ودرېږي او د يوه بل جهاد لپاره ملا وتړي، دنيا ته وښيي چي افغانانو مخكني حالت ته ستنېدل په هيڅ توگه نه مني، نه بهرني ځواكونه او اشغال مني او نه د اشغالگرانو ذليل او وطن پلوري ناولې څېرې؛ له استقلال، خپلواكي او آزادي په هره بيع دفاع كوي. افغانان دي مطمئن وي چي ناټو داسي څه نشي كولى چي په شلو كلونو كي ئې نه وي كړي، د اشغال په دوران كي ئې خپل ټول زور او ځواك آزمويلى او له سپېره برخليك سره مخامخ شوي؛ اوس يوازي يو بديل لري او هغه دا چي د افغانانو ارادې ته درناوى وكړي

وروڼو خوېندو!

سپينه ماڼۍ او پنتاگون؛ د ماتي ملامتي يو د بل پر غاړه اچوي، شرخوښي جنرالان او سناتوران ئې؛ د بل جنگ پيلولو هڅه كوي، وايي: له پنجشير سره مرسته وكړئ او په رسميت ئې وپېژنئ!! أمريكا بايد افغانستان ته بېرته ستنه شي، همغسي چي عراق او سوريې ته بېرته ستنه شوه!!

تحريمونه او تهديدونه فقر او قيمتي پر أفغان ولس تحميلول د افغانستان د بانكي پانگو كنگلول، د ملل متحد جنرل اسمبلې كلنۍ ناستي ته د اسحاقزي وينا ته اجازه او دې ته ورته شرارتونه د همدې لپاره دي له مظلومو افغانانو د خپلي ماتي غچ واخلي.

وروڼو خوېندو!

ټول مؤمن او مجاهد افغانان د امارت إسلامي رئيس الوزراء؛ ملا محمد حسن آخوند؛ د دې موقف ستاينه كوي چي په خپل فرمان كي ئې ويلي: هيڅوك حق نه لري د چا كور او دفتر ته د وسائطو او وسائلو د پلټني په بهانه ننوځي؛ ټولو جنگياليو ته ئې امر كړى چي خپلو نظامي مركزونو ته ولاړ شي. افغانان هيله من دي چي د مرموز او هدفي قتلونو د مخنيوي په اړه هم جدي، قاطع او فوري اقدامات وشي او نه يوازي د خپلسريو مخنيوي وشي بلكي قاتلان ئې د شريعت مطابق مجازات او قصاص شي. په ننگرهار كي د دې قتلونو لړۍ ډېره وحشتناكه بڼه غوره كړې.

د اسىلامي شريعت حكم او لارښوونه دا ده چي د إسلامي حكومت او إسلامي نظام مخالف فرد او ټولي خلاف هغه مهال وسله كارول جائز دي چي: له لمانځه او زكات انكار وكړي او په وسله وال بغاوت لاس پوري كړي؛ قرآن په همدې ارتباط فرمايلي:

فَإِن تَابُواْ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَوُاْ ٱلزَّكَوٰةَ فَخَلُّواْ سَبِيلَهُمۡۚ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٞ . لتوبه: 15 

نو كه ئې توبه وكړہ، لمونځ ئې قائم كړ او زكات ئې وركړ، نو لاره ئې خوشې كړئ، بيشكه چي خداى بخښونكى مهربان دئ.

رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّ رَسُولَ الله- صلى الله عليه وسلم- قَالَ « أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّى دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلاَّ بِحَقِّ الإِسْلاَمِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ*  متفق عليه

له ابن عمر روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: په دې گمارل شوى يم چي له خلكو سره تر هغه وجنگېږم چي په دې گواهي وركړي چي له الله پرته بل معبود نشته او دا چي محمد د الله رسول دئ او لمونځ وكړي او زكات وركړي، نو كله چي دا وكړي خپلي ويني او مال ئې له ما خوندي كړل؛ مگر د اسلامي حق په وجه (كه بل څوك ووژني يا د چا مال تلف كړي) او (نوره محاسبه او) حساب ئې له الله سره دئ.

2- د إسلامي حكومت په خلاف وسله وال بغاوت او پاڅون وكړي. دا باغي يوازي د جنگ په ميدان او مخامخ جگړي كي وژل كېدى شي؛ نه ئې اسير وژل كېدى شي، نه ئې تښتېدونكى تعقيب كېدى شي، نه ئې كور ته څوك د ننوتلو حق لري او نه ئې وسله او نور مايملك او شتمني غنيمت گڼل كېدى او مصادره كېدى شي

اسلام هغه دين دئ چي هر څه ته څرگند او واضح قانون لري، هر څه د قانون په محدوده كي تنظيموي، د خپل سريو مخه نيسي، په اسلام كي مجازات حدود لري او پلي كوونكي ئې مشخص دي، هيڅوك حق نه لري د محكمې له حكم پرته څوك مجازات كړي او داسي سزا وركړي چي په شريعت كي نشته؛ د ټوپك په ميل او كونداغ او سوټيو د چا وهل، په خوله كي څپلۍ او بوټ وركول، مخ ئې ورتورول، په خره ئې سپرول او د خلگو منځ كي ئې گرځول؛ په اسلام كي نشته. اسلام د گناهونو او جناياتو لپاره مشخصي سزاگاني ټاكلې، نه ئې څوك د زياتولو حق لري او نه د كمولو.

دا چي څوك د تورن كور ته ننوځي، يا ئې هملته وهي او وژني او يا ئې له كور راباسي او د پيكا او كلشنكوف په ضربه ډزو ئې وژني او يا ئې له ځان سره بيايي او سبا ئې مړى د سړك خوا ته غورځوي؛ هيڅ صادق او خداى پال مجاهد او اسلام ته ژمن انسان دا كار نه كوي؛ دا د دين دښمنو كمونستانو او بې دينو سيكولرانو ميراث او د كچه تكفيري انقلابيونو مسلك او مذهب دئ

وروڼو خوېندو!

رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ په خپلي وروستۍ خطبې او وروستي حج؛ حجة الوداع كي؛ څو مهمي لارښووني درلودې: د جاهليت د دور ټول قتلونه او انتقام ئې هدر كړل، يعني نور نو د هغو قتلونو انتقام او بدله اخيستل حرام دي چي تر دې وړاندي شوي.

سود ئې تحريم كړ؛ تر نورو وړاندي ئې د خپل تره؛ عباس رضي الله عنه؛ سود هدر او لغو كړ.

 د مېرمنو په اړه ئې مسلمانانو ته وفرمايل: مېرمني مو ستاسو په لاس كي الهي امانات دي، د دوى په اړه له الله تعالى ووېرېږئ، لكه چي ستاسو پر دوى حقونه دي همداسي د دوى پر تاسو حقونه دي، حقونه ئې أداء كړئ، كه د لمانځه لپاره جومات ته تللې مخه ئې مه نيسئ.

الحمد لله چي اوس اشغال پاى ته رسېدلى، د سيكولرانو، ملحدينو، كمونستانو او منافقينو مزدور او مفسد تپل شوى حكومت نسكور شوى، په ټول هېواد كي د جنگ اور مړ شوى او افغانانو ته دا موقع په لاس ورغلې چي د پرديو له حضور، فشار او گواښ پرته د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په رڼا كي د خپلي خوښي نظام او حكومت جوړ كړي او خپل معتمد او اهل واكمن غوره كړي.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟