No-IMG

تاجکستان د بلې جګړې او فتنې محور ګرزي!

هغه مهال چې شامحمود هوتک د میرویس نیکه له تاریخي سپارښتنې سره سم، د واحد افغانستان د احیاء او عزت لښکر د اصفحان په لور مارش کړل، د اصفحان له نیولو سره زموږ لومړۍ د اوبو جګړه د توران له پان ترک نسل تورکانو سره رامنځته شوه.

له دې تاریخي ټکر وروسته کله چې ابدال بابا د معاصر او لوی افغانستان د خوندیتابه دوکتورین ټاکل، نو عثماني دربار ته یې د هغوی د هغه بی ځایه اندېښنو د ځوابولو په موخه یو اوږد ډیپلوماټیک لیک چې له افغان خاورې به د عثماني خلافت مشروعیت او راج له ګواښ سره نه مخ کیږی ولیکل. ځکه د عثمان لمسیانو ویره لرله، چې افغانان د امت د خلافت بشپړ مذهبي، سیاسي، نظامي او د جغرافیوی عمق له دریځ څخه داسي صلاحیتونه او اهلیتونه لری، چې کولای شي په یوه هوښیارانه حرکت سره له مرکزي او سویلي اسیا نیولی، بیا تر خلیج او برعظمګې پورې د عثمانیانو بشپړ سلطنت ورنیم کړې.

د افغانستان د راج له پای، د استخباراتي انډوخرونو او استعماري یرغلونو له پیل سره، تازه افغانان په نیمه پیړۍ کې دننه د دویم یرغل او اشغال د پای او ختم په دریځ ولاړ دی. مګر بیا هم موږ د یاد تاریخی تسلسل په دوام، نږدی ۳ پیړۍ وروسته هم آرام، سکون او خپل اختیار ته نه پرېښودل کیږو، بلکې د امریکایي اشغال مالومو او نامالومو عناصرو ترڅنک د ګران افغانستان د بیا ماتیدو او شړیدو رسواه او بربنډې هڅې کیږی.

د بېلګي په توګه د اګسټ په ۳۱مه د امریکا له تېښتي او د غنی له فرار سره سم د پنجشیر اتنیکي او سیتمي ناسور د مقاومت په عنوان جوړیږی، دوی افغانستان ګواښې او کولاب ته د تښتیدلی بدنام تنظیمي قومندان مسعود زوی له کولابه د کابل د ماتولو پیغامونه مخابره کړل، همدارنګه امریکا خپل سیورې داعش له مجازي او مصنوعی نړۍ څخه د جنایت میدان ته راوستل، د دوی په نوم یې له مخکې تنظیم شوی او اعلان شوی چاودنه د کابل هوایی ډګر دننه وکړه، داسې چې هم یې د داعش په نوم افغانان قتل عام کړل او هم یې د داعشي عناصرو په پلمه په کابل او ننګرهار کې ۱۷ افغان ښځی او ماشومان نور هم د مرګ میلمانه کړل.

دا تراژیدیک سریال هغه مهال لا ویرجن، کرغیړن او اندیښمنونکی شو، کله چې امریکایانو د سیمې او ګاونډ له هیوادونو وغوښتل چې د طالب د مخالفینو په نوم د افغانستان دښمنانو ته د کډوالو په عنوان غیږه خلاصه کړه.

تاجکستان او ازبکستان په دې کتار کې له هغه ډلي هېوادونو وو چې د اتنیکي، قومي، ژبنیزو او په لویه کې د استخباراتي ـ سیاسي موخو پر بنسټ یې زرګوونه افغانان ومنل، داسي چې اوس په تاجکستان کې د کره مالوماتو له مخی نږدی دوه سوه زره یا دوه لکه افغانان دیره دې.

ماته له پیل څخه د دیکتاتور او سیکولار تاجک واکمن د سل زره افغانانو منلو اعلان د شک او تردید وړ وو، مګر اوس چې د تاجک واکمن له غلطو نیتونو او شومو آرادو خبریږو، نو شک مو په یقین بدلیږی.

 

په تاجکستان کې څه روان دې؟.

 

په پنجشیر کې د احمد مسعود او نظار شوراه په نوم لنډغرو له طغیان وروسته، تاجکستان لومړی هېواد او دیکتاتور او سیکولار تاجک واکمن امامعلي رحمان لومړنی بهرنی چارواکی وو چې د پنجشیر له باغیانو یې ملاتړ اعلان کړل، دوی ته یې د هواه له لارې وسلي، پیسي او امکانات ولیږل او د پنجشیر د کلابندۍ په مهال تاجک ډیجټلې سپوږمکیو د پنجشیر یاغیانو ته انټرنیټي خدمتونه ورسول.

همدارنګه د پنجشیرې یاغیانو له ماتی او د پنجشیر له فتحي وروسته تاجک هوایې ځواک صالح او احمد مسعود د یوشمیر نورو جمعیتې قومندانانو سره تاجکستان ته ولیږدول.

تاجک دیکتاتور په دې هم بسنه ونه کړه بلکی د شانګهای د مشرانو په ناسته کې یې دې شریر او منزوی اقلیت ته په جارر لابی وکړله او په افغانستان کې یې د ټولګډونه حکومت غږ جګ کړل، ترڅو د امریکایی اشغال دا مضره حشرات دهغه په وجود کې د بقاه او شرارت چانس ترلاسه کړی. داسی چې پخپله وروستی دریځ کې یې تاجک توکم د افغانستان ۴۶ سلنه وګړی یاد کړل.

د تاجکستان دا شرارت د ترک شهنشاه اردوګان او پنجابی واکمن عمران خان له لوری هم بدرګه شول، ځکه اردوګان په مرکزی اسیا کې د خپل پان ترکیستی سیاست پر بنسټ هڅه کوی ترڅو اقلیت ترک نژاده لږکۍ ( ترکمنان ـ ازبکان ) د ګیلم جم دوستم په محور راټول او د قدرت او ثروت په یوه متقابله جزیره یې بدل کړی.

دې چارې د طالب مشرانو په ځانګړې ډول د ریس الوزراه د لومړی مرستیال ملا برادر اخوند غبرګون راوپاراوو او د متقابل غبرګون ګواښ یې کړی.

مګر ایا کیسه ټوله همدومره وه که یا د کاسې لاندې نیمه کاسه هم شته؟

زما د مالوماتو له مخی کیسه داځل د کولاب تر جزیرې رامحدوده نه دی، بلکي د ۱۹۹۶ او ۹۸ کلونو د تحولاتو پر خلاف تاجک پلازمېنه دوشنبه همداوس اوس د هندی، ترکیې، ایرانې، روسې او ګڼو لویدیځو هیوادونو د استخباراتی فعالیتونو، هڅو او مغرضو تحرکاتو په دویم تنظیمی اسلام اباد بدله شوی.

په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د احمد مسعود او صالح د همغږیو او لابی پایګاه دی، له تاجکستان څخه تر ازبکستان او ترکیی هره ورځ د فراری تنظیمي شر او فساد د عواملو تګ راتګونه روان دی، ناستی او د همغږی مجلسونه یی ډیر شوی او افغانستان ته څېرمه تاجک ښارونو سربیره اوس د تاجکستان پلازمېنه د افغانانو د ډېرښت او ګڼي ګوڼي له کبله لکه د افغان جهاد په مهال د پیښور بڼه خپله کړې.

تیره اونۍ معصوم ستانکزی د فرارې او پراډې غنی په استازیتوب ترکیی ته تللی وو، هلته یې له دوستم، محقق او صلاح الدین ربانی سره د یوه داسی سیاسي ـ نظامي اپوزیشن په سر خبرې کړې چې ډاکتر غنی به یې مشری کوی، دوی هڅه کوی چې له انقرې تر دوشنبې او له ابوظبۍ تر نوی ډهلی د فرارې او منزوی قومي، لساني او مذهبي ټېکدارانو یو ګډوله ایتلاف رامنځته کړي.

مګر په یوه بله هڅه کې بیا د مسعود د زوی په ادرس ډله چې د خپل پلار د چالاکۍ خلاف په جارر د افغانستان د فیډرالي کولو ارمانونه لری د صالح، بسم الله محمدی، یونس قانونی، صلاح الدین ربانی او یو درجن نورو قومندانانو په شمول چې سیاف هم ورسره نږدې اړیکه لری، د فرارې غنی د محور څخه جدا عملا د تاجک او ترک چارواکو سره په افغانستان کې د د قومي، صمتي او ژبنیزو جګړو پر رامنځته کولو کار کوی.

دې مضره حشراتو د روانې میاشتي په ۴ نېټه له تاجک واکمن امام علي رحمان سره هم لیدلي وو، همدارنګه له دوو مخکښو امریکایې سناتورانو لیندسي ګراهام او مایک واټز سره په ټیلفونی خبرو کې هغوی د دوی د شر او فتني له ماموریت څخه ستاینه کړی.

ددې ټولو سربېره ګڼ شواهد، قراین او دلایل داپه ډاګه کوی چې د احمد مسعود ډلی، هغه افغانان د تاجکستان په همکاری دافغانستانه پولي ته څېرمه سیمو کې پوځی کیمپونو کې نظامی زدکړو ته رابللی چې تازه تښتیدلی او شمیر یی ګڼ ښودل شوی.

ددې ترڅنګ امریکا په افغانستان د سیاسی او اقتصادی فشار ترڅنګ داځل له روسیې په تاجکستان یا قزاقستان کې د اډو غوښتنه او په دا وروستیو کې د امریکایی ډرون الوتکو له اړخه د افغان هوایی حریم نقض زموږ دا اندېښنه چې تاجکستان به د نوی افغانستان له پاره یو جدی ګواښ وی، په یقین بدلوی.

 

څو وړاندیزونه:

د تاجک خاورې څخه ددې نا اعلان شوی سیمیزی او نړیوالی فتني ددفعی او خنثا کولو په موخه زموږ نوی نسل، ملت او د افغانانو د هیلو او آرادو د استازی حکومت لاندی څو مسوولیتونه دې چې باید ورته پام وشي.

۱. د حکومت سیاسی مشران، امنیتی او استخباراتی ادارې باید د هېواد په شمال کې په هغو نقطو کې چې د تیر تحریک په مهال او بیا تر نن پورې شرخیزی او یاغی دي، تر جدی نظامی او نرم استخباراتی او تبلغاتی پوښښ لاندی ونیسی، دوی باید پدغه سیمو کې زیات پوښښ ولری، د حکمت څخه ډک حکومت وکړی، حساسیتونه کم کړی او له نظامی او استخباراتی ادارو بغیر پدغه سیمو کې د محلی قدرت او حکومت هستی یادو ولسونو ته وسپاری.

۲. سیاسی مشران او د تصمیم خلګ باید په بهرنی سیاست کې د ګډو ګټو او ستراتیژیکو همکاریو نوی باب پرانیز او له دې لارې هڅه وکړی چې د افغانستان د رسمیت بهیر چټک، د مثبت ډیالوک فضاه پراخه او د سیمیزو او نړیوالو دسیسو امکانات چې د یوه نظامی اپوزیشن ملاتړ دی راکم او ختم کړای شی.

۳. ددې ترڅنګ حکومت او مشران دې د حکومتواله چارې غښتلی کړی، خدمات دې چټک او منظم کړی، ولس ته د ورکړی عدل او آمن ترڅنګ دې د منظمو، منځ لارو او میکانیزم محوره حکومتواله او ټولنیز نظم تر رامنځته کولو دې بشپړ نظام تر جزیی بحثونو نه محدودی او پدې برخه کې د یوه سیاسی ګذار تر درشله دې احتیاط او تدبیر وشي.

۴. ولس او په ځانګړې ډول ځوان کهول او دینی عالمان باید خپل رسالت درک کړی، په هرکچه دې له موجوده بدلون ملاتړ ته راودانګی، د فتنو په وړاندی دې ډال شي، ولس ته دې روحیه ورکړی، د شر او فتنی غږونه دې اصلاح یا منزوی کړی، د بدلون، خوځون او خپل اختیاری پدغه تاریخی بهیر کې دې خپل رول را پیاوړی، ژوندی او متحریک کړی او ولس ته د طالب له لوری د بی ساری، امن، عدل او نظم د ورکړی روایت دی شي.

په پای کې د طالب په بی سارې سرښندنو او ځان تیرېدنو دا ګټل شوی ازادۍ، خپلواکۍ، عزت او سرلوړی باید وپالل شوی، تر ثمره ورسول شي او په ننګه او لار کې یې باید بی ریاه جدجهد وشي.

یاربه توفیق

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟