No-IMG

د افغانستان د سولې ملي بهیر مشرتابه او غړو د حزب اسلامي له امير سره وکتل

د افغانستان د سولې ملي بهیر مشرتابه او غړو د حزب اسلامي له امير ښاغلي حکمتیار سره وکتل او د هېواد په روانو سیاسي حالاتو ئې ورسره خبرې وکړې.

په پېل کې د ياد بهير رئیس ښاغلي عبدالفريد سیلاني خبرې وکړې او ددې بهير د موخو او فعالیتونو په ئې د حزب اسلامي مشر ته معلومات ورکړل.

ښاغلي سیلاني وويل: حزب اسلامي د لومړي ځل لپاره له افغان حکومت سره د سولې بريالۍ معاهده لاسليک کړې نو پکار ده چې ددې ګوند مشر پدې برخه کي مخکښ رول ولوبوي او نورې وسله والې ډلې هم دېته تشویق کړي چې د حزب اسلامي په څېر د سولې له بهير سره يو ځای شي.

په دې لیدنه کي د حزب اسلامي امير هغوی ته له ښه راغلاست وروسته وويل: د سولې تأمين او د جګړې د پای ته رسېدو يواځنۍ لار داده چي بهرني ځوکونه له افغانستان ووځي او افغانان پرېښودل شي چي خپل برخليک پخپله و ټاکي. په هېواد کي د بهرنيو ځواکونو شتون د جنګ اصلي عامل دی او تر څو چي بهرني ځواکونه په افغانستان کي شتون ولري سوله نشي راتللی.

ښاغلي حکمتیار زياته کړه: موږ په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې د تأمين په موخه د بهرنيانو له وساطت پرته د کابل له حکومت سره مخامخ د بین الافغاني مذاکراتو لار غوره کړه او په دې پوهېدو چې دا حکومت زموږ د حريف او رقیب په لاس کي دی خو موږ سوله د هېواد او ولس په خير ګڼلې او د سولې له بهير سره يو ځای شوي یو. نن هم موږ بین الافغاني مذاکراتو ته ضرورت لرو. طالبانو ته مو مشوره داده چي که د کابل حکومت سره خبرو ته نه چمتو کيږي، نو د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له لارې دې بحران ته د حل لار ولټوي او له هغو ګوندونو سره دې مخامخ خبرې پېل کړي کوم چې پدې موده کي ورسره جنګېدلي دي.

د حزب اسلامي مشر وويل: طالبانو او سیاسی ګوندونو ته چی په خپلو منځونو کي جنګېدلي زموږ وړاندیز دادی چي راځئ ټول لوري په یو ملي میثاق توافق وکړو او هغه دا چې مخکنۍ خونړۍ ترخې تجربې بیا نه تکراروو او ټول دا ومنو چي واک ته درسېدو يواځنۍ لار شفاف او عادلانه انتخابات دي.

ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه: د سولې په اړه زموږ وړاندیزونه دادي چي لومړی باید د افغانانو ترمنځ مذاکرات پیل شي، مذاکرات په بشپړه توګه افغاني وي، په یو دايمي اوربند توافق وشي، تعهد وکړو چي اقتدار ته در سېدو لپاره پخوانۍ تجربې نه تکراروو، د اقتدار لپاره د یو افغان وينه تویول به حرام ګڼو او انتخابات د يو اصل په توګه منو. همدارنګه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه هم باید موږ افغانان پخپلو کي تصميم ونیسو او دلته د هغوی د پاتې کېدو بهانه او پلمه ختمه کړو.

د حزب اسلامي امیر دا هم وويل چي اوسنی حکومت د جنګ عامل دی او د بهرنیو ځواکونو پر پاتې کېدو باید ټينګار ونکړي، همدارنګه ملت باید د هغه چا ملاتړ ونکړي چې په جګړه ټینګار کوي او د جګړې دوام غواړي.

د حزب اسلامي مشر په پای کي وویل: موږ ستاسو د بهير د اهدافو او آرمانونو قدرداني کوو، سوله د ټول افغان ولس غوښتنه ده، که ځوانان ملا وتړي په قضایاوو کي فعال حضور ولري نو په تظاهراتو باندې هم دا وضعیت بدلولی شي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟