No-IMG

ستړې اروا، د مېرمنو په اړه له پنده ډکه کیسه

    د کمزوري او ډنګر اس د رېړۍ شاتنې سېټ کې یې خپله ناروغه مېرمن څملوله، چې د علاج لپاره یې یوه لېرې ښار ته یوسي، بوډا بزګر مخکې کېناست او په دې اوږده لاره یې له ځانه سره بونږیدا پیل کړه، ظاهراً داسې لکه له ځان سره چې غږیږي، خو په عین وخت کې یې مېرمنې ته هم خبرې وراورولې، لکه د هغې ناروغې کې چې هغې ته تسلې ورکوي.

    دې بوډۍ مېرمنې له ده سره څلوېښت کاله تېر کړي و، دا څلوېښت کاله په یوه سر د کور له کارونو سره هغې له ده سره د پټیو او کروندې په کارونو کې هم پوره مرسته کړې وه، په دې توګه د هغې ژوند له سختیو او ستومانیو ډک روان و، اوس چې هغه ناروغې له پښو وغورځوله ده احساس کړه چې دی ټول ژوند له هغې سره سخت پاتې شوی، مینه خو پریږده هغې ته یې چرته خوږه خبره هم له خولې نه ده ایستلې. اوس نو باید نرم او له مینې ډک چلند ورسره غوره او خوږې خبرې ورسره وکړي.

     نو هغې ته یې په تاسف او معتذرانه توګه داسې خبرې پیل کړې: د ژوند سختیو او بدمرغیو له مینې او عواطفو محروم کړي وو، ما ستا سره ظلمونه کړي دی، زه ستا سره په تېرو څلوېښتو کلونو کې بې رحمه او ناترسه پاتې شوی یم،  نه مې چرته خوږې خبرې درسره کړې دی، نه مې موسکا او د مینې د پیغام نغوتې درته کړې دي، بوډا بزګر ټوله لاره همدا له پښېمانۍ او اعتذار ډکې خبرې کولې، څو د خپلې ناروغې مېرمنې پټو او ښکاره ټپونو ته پټۍ ولګوي. په دې ترڅ کې یې هغې ته ډېرې غوړې وعدې هم ورکړې چې راتلونکي وخت کې به دومره مینه او ښه ورکړي چې د تېرو څلوېښتو کلونو ستونزې او سختۍ به یې هېرې شي. او پاتې عمر به یې له خوښیو ډک شي.

    کله چې ښار ته ورسیدل په بیړه له سېټه راکوز شو، څو د لومړي ځل لپاره پخپله غېږ کې له شاتني سېټه خپله مېرمن راښکته کړي او ډاکټر ته یې ورسوي، خو هغه سوړ بدن پرته وه، د ژوند لوبه یې بایللې وه! هغه لاره کې مړه شوې وه او دا ستړې اروا له دې بې رحمه نړۍ نه په ناروغه او ستومانه حالت کې کوچیدلې وه،  ان د خپل خاوند خوږې او له مینې ډکې خبرې یې هم نه وې اوریدلې! د انتونې چېخوف له کیسو نه ده.

زموږ_ټولنه کې ځینې داسې شته چې د دې بوډا بزګر په څېر د عمر اخیر کې پخپله سختې او د مینې په کاختې پښېمانه شي... کمه استثا د سم چلند هم لرو او ځینې داسې هم شته چې د مېرمنې د مرګ په دریمه شپېته/اویا کلنۍ کې ږېره چټه یا توره کړي او د بلې په لټه کې شي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟