No-IMG

تاريخي ياداښتونه؛ کابل، بالاحصار، ۱۸۷۰ع سردار ولي پښتون زوی

د کابل بالاحصار [لوړه کلا] په پنځمه مېلادي پېړۍ د تاريخي روايتونو له مخه د [هون] په نوم د يوه بودايي واکمن له لوري د جنګي اهدافو لپاره جوړه سوه تر څو هغه او کورنۍ يې د غليم له يرغل خوندي وي.

کله چي  تېمور_شاه د افغانستان پلازمېنه، له کندهار کابل ته راولېږدوله. د کابل په بالاحصار کي مېشت سو او د امير عبدالرحمن خان تر وخته افغان واکمنانو له همدې ځایه د هېواد چاري مديريت کولې.

ياد بالاحصار د بودایزم مذهبي ذوق پر بنسټ رغول سوی بریښي چي د څنګلورو نښو له مخي کولای سو د هغه بودایي معبد ګمان پر وکړو  چي د هیپتالي پاچاهانو د لړۍ د یوه پاچا هون/شالوده له لوري رغول سوی دئ.

شپاړسمي پيړۍ په پای کي يو ازبک سردار بالاحصار شپږ مياشتي کلابند او سخت جنگ وسو چي پکښي ئې دېوالونو او دروازو ته سخت زيان ورسېد. کله چي اکبر باچا لاهور د مغلو پلازمېنه کړه نو په ۱۵۸۵ع کي يې کابل نيغ په نيغه پخپل کنټرول کي واخست، د هغه راهيسي په بالاحصار کي به تل د مغلو گورنر ميشت وو.

د احمد شاه بابا په وخت کي بالاحصار د ايراني پوځ په لاس کي وو. د کابل نيولو وروسته بابا بالاحصار کي تم سو، کله چي يې زوی تېمورشاه په ۱۷۷۳ع کي پلازمېنه د کندهار څخه کابل ته يوړه او په راتلونکو شلو کالو کي يې په بالاحصار بيلا-بيلي ودانۍ جوړي کړې چي تر ټولو مهمه يې د بالاحصار دننه ستره ماڼۍ ده.

د زمان شاه ټول وروڼه چي په کابل کي وو، دلته بنديان ساتل کېدل.

د ثور له کودتا او د شوروي لښکرو سره د جګړې او وروسته د ډاکټر نجيب الله دولت لخوا د جنرال تڼي د کودتا د ټکلو په نيت بالاحصار بمبار او د کورنيو جګړو په دوره کي مجاهدينو لا پسي وران کړ.

د ښه مرغه تېر کال د هند سفارت او د اغاخان پراختیايي شبکې ترمنځ لاسلیک سوه چي کار ئې روان دئ.

دې انځور کي روان کسانو د هند څخه د ډاګ يو صندق راوړی دئ.

Cabul" (Kabul) engraved by J.Stephenson after a picture by J.Ramage, published in Gallery of Geography, about 1870. Steel engraved antique print with recent hand colouring. Size 19 x 14 cms including title, plus good margins. Ref I0884

بالاحصار کابل یادگار فراموش شده کابل شاهان قلعه متروک و یادگار بزرگی از تاریخ کشور

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟