No-IMG

د مات وزرو خېل کي

هغه شپه مي هېره نه ده

آ سړه، تیاره، اوږده

ټول په ژور خوب وو ویده

هره خوا چوپه چوپتیا

هدېره شانته فضاء

د ژوندو دې هدېره کي

نه خوځښت شو چا لیدلی

نه ٸې ځوږ شو اوریدلی

د مات څلي په سر ناست کونګ

وازو سترګو سره وېښ وو

خو ساکت او یخ وهلی

سپینکۍ فاختي وې غلې

برګ کارغان له شور لوېدلي

وزر مات د عقابانو

له لوړ الوت لوېدلي

سیلۍ یخي د سړې شپې

که هیبت د دې تیارې شپې

د ویدو د خوځولو په خاطر چا

د پرتو د هڅولو په عرض چا

نه پوهېږم چا را وېښ کړم؟

نه پوهېږم څنګه ویښ شوم؟

د ویدو د ویښولو

د پرتو د هڅولو

د کاروان د خوځولو

په دې هیله او خاطر مي

خپل وزرونه وڅنډل کلک

په وار وار مي په اوچت غږ

په هر چا او په هر لوري

دا نارې کړلې اوچتي:

که په منډه را ويښ نه شو خوبولو!

که خوځښت ته تیار نه شو یخ وهلو!

ټول وزرونه کرخت کېږي

لندې پښي مو کنګل کېږي

ننګین مرګ راته کمین کي

سور صیاد راته مرصاد کي

           بارﺉ ربه!

زما دا هیلي دي شیرازه

زما خوبونه دې رښتیا کړل

زما وزرونه دې پیاوړي

زما غرونه دې رسا کړل

چي په چا کي څه شیمه وه

په کوم زړه کي د الوت چي تلوسه وه

په وزر کي ٸې چي توان د الوتو وو

چي ٸې عزم له تیارو نه د وتو وو

زما په غږ شو رابیداره

خپل وزر به ٸې څنډلو

د الوت لپاره څک او نا قراره

د تیاره سباوون هغه شور او ځوږ

د الوت لپاره هغه تیاری

د یوه بل د هڅولو هغه هڅي

هله هله له هر لوري په جګ غږ

نه شور ځوږ د دې سحر د هېرېدو دﺉ

نه داستان د دې سفر د هېرېدو دﺉ

زه اوچت شومه له زمکي

د سرلوړو خېل په ما پسي

ځنډ نه پرته ټول اوچت شوو په هوا کي

هر یو پوه چي اوږد سفر لرو په مخکي

جګو غرو نه اوښتل لرو په مخکي

خړي ورځي مو په لار کي

د رڼا په لوري تګ دﺉ له تور تم نه

د خپلواک او ډاډه ژوند او تودې هیلي

ګران سفر دﺉ له ټاټوبي د ماتم نه

ما ویل له دغو تورو غرونو آخوا

آ د سره ماښام د ځالي،

جګي څوکي د مغرور غره

سر کوو بل لور ته اوړو

د سفر باران هک پک شو

لکه څوک چي خپل وزر کي

نه د لوړ پرواز زور ګوري

نه سینه کي د اوږده سفر شور ګوري

خو نه کوز شول نه په شا شول

نه له خېل ځني جلا شول

دنګ دنګ غرونه ټول زموږ تر نظر لاندي

لوړي څوکي ټولي زموږ تر وزر لاندي

ټولو غرونو نه تېر شوي

مزل پای ته نږدې شوی

سرمنزل راته له لري ځان ښودلو

زړونه شوق نه دربېدلو

رڼې اوښکي د ښادۍ مو

په لیمو کي رغړېدلې

ناڅاپي له یوې ګوښي نه

یوه بوډا، ضعیف، طماع

په پریوتي غږ نارې کړې

د سفر ستړو ملګرو!

نور وزر نه شو وهلی

نور مزل نه شو کولی

په یوې ساه خو اوږده مزل نه شو وهلی

مګر نه ګورﺉ چي لاندي په دې خوړ کي

د مرغانو سېل کوز شوی

که له رنګه تور تور برېښي

خو زموږ له خېله برېښي

اندېښنې ٸې راپیدا کړي

دې بلني د ستړیا او کوزېدا

له ضعیف زړه خوټېدلې دې وینا

مخ مي واړاوو ملګرو ته چي پام کړﺉ

د سفر صبور ملګرو اوچت ګام کړﺉ

نه دا ځای د کوزېدو دﺉ

نه دا خېل د ملګرتیا

نور نو یو وزر وهل دي تر هدفه

نور نو یوه ساه اخیستل دي تر تم ځایه

د ضعیف په رقابت کي

د طماع متابعت کي

یو په بل پسي داسي کوز شول

چي ٸې نه کتل زما خوا ته،

نه ٸې غوږ وو زما وینا ته

نه ٸې پام وو د دې ډلي دود دستور ته

چي له خپل امام نه مخکي کوزېدل ٸې

حرام کړي دي هر چا ته

له نا چاري ورځي زه هم

هلته کوز شوم

پرېشانۍ او اندېښني کي

د سپېره ډاګ یوې ګوښې کي

کله زړه راته ویل چي دا خپل پرېږده

له درنې کرکي نفرت سره اعلان کړه

بې زاري د نیمي لاري له یارانو

یا پرواز کړه د الله په لور یوازي

یا په لټه د بل خېل شه

د ملګرو مصممو وفادارو

زه لا نه وم فارغ شوی له دې فکره

چي ناڅاپه ډزې وشوې

له ښي لوري، له کیڼ لوري

له شماله، له جنوبه

له ختېزه، له لوېدیزه

له هغو لوریو هم چي

پناه ځای به مو ګڼلو

ځیني پرېوتل په زمکه

ځینو وخوړل سرونه

د چا ماتي دواړه پښې شوې

د چا مات شولو وزرونه

ځیني والوتل پښې ماتي، وزر مات

سرو مرمیو ٸې بڼکي سوزولې،

د دښمن ناڅاپه ډزو وېرولي

زه هم والوتم ناچاره

د مات زړو، مات وزرو په دې خېل کي

دا دﺉ ګورﺉ د هدف په لوري درومو

په دې هیلي چي دا خېل به بیا جوړېږي

د وفا صفا یاران به بیا غونډېږي

تش ځایونه به ډکېږي

دا کاروان به روانېږي

هغه ټول به ٸې په لیکو کي ودرېږي

چي پیاوړي ٸې وزرونه

او له شوق او میني ډک ٸې تاوده زړونه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟