No-IMG

په افغانستان کی د طبابت لنډ تاریخ

زلمی زابلي

 

8000 کاله مخکی په مصر کی دانسان د سر د هډوکی یو قسمت په دایروی شکل دجراحی عمل په واسطه لیری کیده،

 او د مریض شخص دسر د ماغزه خونریزی یی متوقف کوله چه د وخت دفرعون همدغه ددماغ خونریزی یی هم د جراحی عملیات په واسطه تداوی کړی وه 

چه په طبابت کی تر اوسه دا عمل په یو مترقی او عصری شکل رواج لری

چه د سر د ماغزو‌د خونریزۍ او یا د تومور د لیری کولو د تداوی لپاره استعمالیږی

چه د tripanization عملیه ورته ویل کیږی

په مصر کی په هغه زمانه کی د مثانی ډبره هم عملیات کیدله

تر 3000 کاله مخکی ، په هندوستان او یونان کی طبابت وده کړی وه

د 477 -460 ق م کلونو کی ، په یونان کی د هیپوکرات په نوم یو پوه طبیب پیدا سوو چه د زخمونو په تداوی کی یی د میکروبونو د مداخلی مخه نیوله ، هغه داسی چه په زخم باندی به یی جوش غوړی تویول  تر څو هم یی خونریزی ودریږی او د میکروبونو څخه په امان پاته سی  ،

دزخم د اطراف څخه به یی ویښتان هم لیری کول

هیپوکرات دخپل طبی پوهی په واسطه مشهورسوو چه تر اوسه پوری دنړی په هر گوټ کی چه یو داکټر د طب پوهنځی څخه فارغ سی ، د هیپوکرات قسم ورکول کیږی

یعنی هغه کلمات چه هیپوکرات به دوه نیم زره کاله مخکی په یو نوی ډاکتر تکرارول اوس هغه تعهد د طبابت شغل په شروع کی باید هر ډاکتر تکرار کړی چه ځینی مهم ټکی یی په لاندی ډول دی:

( د مریض راز به ساتم

مریض به دخپلی کورنی یو غړی فکر کوم

دمریض په تداوی کی به دهیڅ راز کوشش څخه دریغ نه کوم

د مریض د عزت او غیرت احترام به کوم او راز به یی ساتم

په هرکور کی چه د تداوی لپاره پښه ایږدم داسی فکر کوم چه د خپلی کورنی تداوی کوم..... او نور)

دزردشتی مذهب په کتاب ( اوستا)  کی د داکتر اومریض په هکله راغلی دی چه :

داکتر باید دمریض ټولو پوښتنو ته په حوصله غوږونیسی، دمریض سره ډیر صمیمی وی، دمریض راز وساتی مریض باید مطمین سی چه داکتر یی تداوی کوی)

‌اوستا دطبابت داخلاقو په هکله نوری خبری هم کړی دی، زردشتی مذهب په اریایانو کی رواج درلود چه وروسته بیا ایران ته انتقال سوو

کله چه په ( 330 قبل میلاد) کی مقدونی سکندر وروسته له څلورکاله جگړو افغانستان اشغال کړ ، یو مستقل باختری یونانی سلطنت یی تاسیس کړ ، سکندرمقدونی د ځان سره طبیبان هم راوستل چه د هغه وخت دافغانستان په مختلیفو سیمو کی یی میشت کړل

چه د یونانی طبیب او یونانی طبابت اصطلاح دهمدغه وخته په افغانستان کی رواج پیداکړ

دبله اړخه په دی وخت کی دهندوستان د ( موریا) دولت د نفوذ په سبب ، په افغانستان کی د (حکیم جی ) په نوم طبیبان دهندوستان څخه رانقل سوه چه په طبابت مشغول وو

د کوشانیانو په وخت کی د یونانی طبابت او حکیم جی د طبیبانو مشترک او مخلوط شکل طبابت چه د ( چره که ) په نوم مشهور و، جریان درلود چه ښه نتیجه یی هم درلوده

د اسلام د مقدس دین دنفوذ تر وخته یعنی د طاهریانو ، صفاریانو او سامانیانو په دوره کی و ، چه د اسلامی طبیبانو لخوا طبابت وده وکړه، 

چه مشهور افغان طبیب او جراح ابن سینا بلخی په بخارا کی ژوند کاوه چه طبابت ته یی عصری بڼه وکړه

ابن سینا بلخی یو کتاب (د طب قانون) ولیکه چه د 700 اووه سوه قلمه دوا د جوړولو او ترکیب په هکله لیکل سوی دی نوموړی کتاب تر شپږ پیړی پوری په اروپا کی په پوهنتونونو کی تدریس کیده

دوهم مشهور کتاب یی د الشفا په نوم تالیف کړ ٍچه د نوی طبابت اساس یی کښیښود

د امیر شیر علی خان په دوره کی د لمړی ځل لپاره دنورو ابتکاراتو په څنگ کی ، دشیرپور په سیمه کی یو روغتون هم جوړ سوچه  د انگلیس ددوهم جنگ په جریان کی دانگلیسی داکترانو لخوا د انگلیس د زخمیانو تداوی پکښی کیده چه وروسته د شیر پور ښارگوټی د انگلیس دماتی سره انګریزانو مکمل ویجاړ کړ 

د شیر پور ښارگوټی د شل زره کارگرانو او زر نفره بنایانو په واسطه د څو کالو په اوږدو کی جوړیده چه متاسفانه د انګلیسانو لخوا تخریب سوو چه نوموړی شفاخانه هم ورسره له منځه ولاړه 

د شیرپور د روغتون لپاره انگلیسانو د ځینو مریضانو د انتقال لپاره یو اوښ او دوه نفره مسولین آماده درلودل چه مریضان به یی پیښور  ته انتقالول

داوښ په ملا باندی یو لوی صندوق ایښودل سوی و چه مریض به یی پکښی انتقالوی ، د صندوق په دواړو خواو د سره صلیب نښان هم موجود و چه د آمبولانس علامه وه

وروسته د امیر عبدالرحمن خان په دوره کی یو انگلیسی داکتر کابل ته د امیر عبدالرحمن د نقرس مرض د تداوی لپاره راغوښتل سوی و ، چه نوموړی انګلیسی داکتر په کابل کی دابن سینا د روغتون بنسټ کښیښود

د امیر حبیب الله خان په دوره کی دوه تنه هندی انگلیس داکتران د پاچا دکورنی دتداوی لپاره په کابل کی موجود و چه د هندوستان څخه راغوښتل سوی وو

د امیر امان الله خان په وخت کی یو تن ترکیی داکتر چه (رفقی بیگ ) نومیده هم کابل ته راغلی و

خو غازی امان الله خان په 1302 ش کال د حکومت په تشکیل کی د (مدیریت مستقل طبیه ) په نوم اداره تاسیس کړه چه لس بستریزه صحیی مرکز و ولی توسعه یی ونکړه یوازی یی په دری ولایتونو کی محدود فعالیت درلود

وروسته په 1311 ش کال د محمدنادرخان په دوره کی ، د ترکیی داکتر رفقی بیگ او دوه نفره انگلیسی هندی داکترانو په مرسته د علی اباد روغتون اود طب پوهنځی افتتاح سوه چه د 500 بستره ظرفیت یی په نظر کی نیول سوی وو

یو کال وروسته د رفقی بیگ په کومک د علی اباد روغتون د توبرکلوز قسمت افتتاح سو

چه د رفقی بیګ ددی خدمت په بدل کی ، حکومت د اوسنی کابل طب پوهنتون مخامخ په عام سړک ، یو یادګاری مناراعمار کړ چه د رفقی بیګ نوم ورباندی هک سوی دی 

په هغه وخت کی د طب پوهنځی د محصیلینو تدریس د حبیبی لیسی په تعمیر کی جریان درلود،  چه 9 نفره محصیلین یی په لمړی سر کی درلودل ، وروسته یی محصیلین د دارالامان ماڼی ته د لیلیی لپاره انتقال کړه چه یوازی د جمعی په ورځ به رخصت وو

استادان یی همدغه دوه هندی او یو ترکیی داکتران وو

تر څو پوری چه په 1324 ش کی د روغتیا وزارت افتتاح سوو او په ولایتونو کی د روغتیا امریتونه تاسیس سول

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟