No-IMG

غريبو خلکو سره په نرخ کې جنجال مه کوئ

طارق نايک

 

کابل ته تلى وم يو چېرته مې کار و وراره مې هم راسره و ، يو ځاى کې يو وړوکى هلک و مالګه کې يې جوار پخول ، زما ډېر خوښيږي چې جوار يا مالګه يا انګار باندې پاخه شي ، ورته ودريدم مال په څو دي جوار ؟ واى واړه په پينځه افغانۍ او غټ په لس .

مال خه زه اخوانه راځم ډېر جوار اخلم درنه

 کور ته يې وړم .واى نه ته نه راځې ، مال راځم.

لاس يې را اوږد کړ واى ته راکه قول .

ورته په خندا شوم لاس مې ورکړو مال حتما راځم .

لنډه دا چې راغلم ورته ، مال ټول درسره څو جوار پاتي ؟

واى دوويشت دانې دي غټ او واړه

مال ټول پاخه کړه

واى خه د شلو درنه پيسې اخلم او دوه ورکې

اضافه درکوم ، واړه مې پينځه افغانۍ کې

درته حساب کړل .

مال دا پيسې بيا څه کوې ؟

واى مور ته مې ورکوم .

مال پلار او مشر ورور دې شته ؟

واى پلار مې کور کې دى کار نه شي کوى ناروغ دى او مشر ورور مې ملي اردو کې و بم کې والوتو مړ شو  بيا مې ماما دا ريړه راته  واخيسته اوس همدا زه کور چلوم .

مال مکتب سره دې شوق شته ؟

واى هو پس له وخته زه او وړې خويندې مې مکتب ته ځو .

جوار يې راکړل پينځه سوه افغانۍ مې ورکړې مال حتما د يو نيم سل روپو ميوه کور ته ويسه او درس کې کوشش کوه چې الله درنه لوى سړى جوړ کړي

ملګرو دا مې ولاکه ريا لپاره ليکلي وي

مال که وسه مو کيږي دغسې غريبو خلکو نه

حتما يو شى اخلئ په نرخ کې ورسره جنجال مه کوئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟