No-IMG

په اخلاقی معلمانو کښي دمحمد رسول الله صلی الله علیه وسلم امتیاز!

انما بعثت معلما الحدیث

د مځکي پر مخ په کوم یو ځاې کې چې د ښو اخلاقو کومه وړانګه او پلوشه شته، هغه یوازی د نبوت د کوم یو مطلع څخه راوزی اوبس.

په نړۍ کښي داخلاقو داسی لوې لوې معلمان پېدا شول د هغوئ داخلاقو عملي مکتبونو ته د نړۍ لویو لویو قامونو دادب ګونډې ماتي کړې او په د غو مکتبونو کې یې له همدغو معلمانو څخه د آدابو او اخلاقو هغه سبقونه زده کړل چې ترننه پر هغو مکاتبو زرګونه کلونه تیرشول مګر د هغو درسونه نن هم د خلګو ټکې په ټکي یاد دي  او حقیقت همدا دی چې که نن هم چیرته د ښو اخلاقو کومه نمونه لیدل کیږی نو هغه د نبوی تعلیم دتیری صفحه یوه پاڼه ده؛

مګر یو تنقیدی نظر به موږ ته راوښودلی شي چې دې اخلاقي استادانو خپلو  منځو کې څه نسبت درلود؟

  او د دوئ  د اخلاقي تعلیمي نصاب ترتیب په کومو اصولو ولاړ دی؟

او د هغوئ معلمانو د جملې څخه د عالَم د پوهنتون د ټولو وروستي معلم صلی الله علیه وسلم ته څه امتیاز ورکړل شوې!!؟

د محمد رسو ل الله صلی الله علیه وسلم  څخه وړاندی د انساني نوعي د اخلاقي معلمانو دوې ډلي وې، یوه هغه چې هغې د خپل تعلیم بنسټ یې پر  اخروی بنسټ بناء کړی و،  لکه عام انبیاء علیهم السلام او دځینو مذهبونو بانیان،

بله هغه ډله وه چې هغئ خپله ودانۍ د خپل فلسفې،  عقل حکمت او دانایی تر عنوان لاندی درولی وه.

موږ په دې دواړو ډلو کې د لومړیو څخه دا نبیاؤ او د دین د مصلحینو  او ددوهمي ډلې څخه په حکماوو تعبیر کوو .

ددې دواړو ډلو درسي نصاب اصول او طریقې جلا وې

د پېغمبرانو علیهم السلام د تعلیمونو مآخذ الهي حکم و

او برته له دې الهي فرمان اودحکم څخه د هغوئ د تعلیم بل بنیاد او بنسټ نشته،  نه د هغوئ په تعلیمونو کې د علت او معلول کومه سلسله شته او نه د اخلاقو د باریکو نکتو د کومي غوټي خلاصونه او نه ددې احکامو او تعلیمونو د اخلاقي مصلحتونو او عقلي حکمتونو په جزیاتو سره کومه تصریح او تشریح شته.

د دوهمي( حکماؤ) ډلي په تعلیمونو کې د علت او معلول تحقیق، دنفسیاتي خواصو بحث،  د غرض او غایې تعین د عملی قواو نوی کول.......،  مګر دبحث او نظر څخه پرته یې د اصلاح او عمل درجه مطلق صفر ده.

اما

محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دواړه ورکړل شوي.

د رسول الله صلی الله علیه و سلم په تعلیم کې الهي حکم او عقلي پرتلنه، الهي فرمان او د اخلاقي نکتو سپړنه، رباني امر او د فطرت حکم کتاب او حکمت دواړه یو دبل سره ګډ دي.

خلاصه:

هر کله چې د رسالت د ښمنان  یوازی په کاذبه ژبه او قاصر دماغ غواړي د انسانیت د ستر اخلاقي معلم تعلیم ته تاوان ورسوی،  نو د هغوئ د خولې تش اواز د کوم یوزړه پر لوحه کوم نقش نشي جوړولی بلکه د هوا د موجونو سره ګډیږی او فناء کیږی.

او هر کله چې انبیاء علیه السلام څه چې تعلیم ورکوی عملي کوي یې هم نو له دې امله دهغوئ د تعلیم او صحبت فیضان  د خوشبویه خوږو وږمو غوندي په هواکي تتیږي او د خپلو متعلمینو په زړونو کې د اخلاقو تلپاتي ګلونه زرغونوي.

او په پای کې دي د عظیمو اخلاقو  خاوند ستر معلم صلی الله علیه وسلم پر ټولو  پیروانو معلمانو د الله تعالی رحمت وی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک