حکمتيار: انشاءالله د شهيدانو، مجاهدينو او غازيانو آرمانونه به ترسره كېږي
متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 16 ميزان 1400)
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
وَلۡتَكُن مِّنكُمۡ أُمَّةٞ يَدۡعُونَ إِلَى ٱلۡخَيۡرِ وَيَأۡمُرُونَ بِٱلۡمَعۡرُوفِ وَيَنۡهَوۡنَ عَنِ ٱلۡمُنكَرِ ۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ آل عمران: ١٠٤ صدق الله العظيم
الله تعالى فرمايي:
او له تاسو دي داسي يوه ډله (جوړه شوې) وي چي د خير په لوري بلنه وركوي، په معروف امر كوي او له منكر مخنيوى كوي او همدا دوى بريالي دي.
تر دې آيت وړاندي ويل شوي: دين ستاسو د يووالي ضامن دئ او له دين د انحراف په نتيجه كي له بدو پايلو، شديد اختلاف او له داخلي جگړو سره مخامخ كېږئ داسي چي وطن به درته د اور كنده شي، همدې ته په پام سره په دې مبارك آيت كي مؤمناتو ويل شوي: په كار ده چي تاسو ټول په گډه داسي يوه ډله شئ چي كار ئې د خير په لوري بلنه، په معروف او غوره كارونو گمارنه او له كركجنو او منكرو كارونو مخنيوى وي، فلاح او بريا به د دغسي ډلي او امت په برخه كېږي.
دې ته مو پام وي چي دلته د امر بالمعرف او نهي عن المنكر صيغې كارول شوې، نه د انتقاد او اعتراض صيغې، دا يوازي انتقاد او اعتراض نه دئ، عملاً د ناراوو مخنيوى او حق ته اړ كول افاده كوي، دا له مجرد انتقاد او اعتراض ډېر فرق لري، ظالم او مفسد به له لاس نيسئ، د ظلم او فساد مخنيوى به كوئ او د حقپالونكو مرسته او ملگرتيا به كوئ.
په دې مبارك آيت كي مؤمنانو ته لارښوونه شوې چي يوازي يوازي او په انفرادي توگه به هم د ښېگنو لوري ته بلنه وركوي، په معروف به گمارنه او له منكر به مخنيوى كوي او په گډه او د يوه امت په توگه به هم دا كار كوي. د دوى فلاح او بريا په همدې كي مضمر ده.
همدا راز او په همدې ارتباط فرمايي: چا چي دا كار ونه كړ؛ د الله تعالى په لعنت به اخته كېږي؛ عملي او تاريخي مثال ئې بني إسرائيل دي چي قرآن د هغوى په اړه فرمايي:
لُعِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۢ بَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُۥدَ وَعِيسَى ٱبۡنِ مَرۡيَمَ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَواْ وَّكَانُواْ يَعۡتَدُونَ ٧٨ كَانُواْ لَا يَتَنَاهَوۡنَ عَن مُّنكَرٖ فَعَلُوهُ ۚ لَبِئۡسَ مَا كَانُواْ يَفۡعَلُونَ. المائده: 78- ٧٩
د بني اسرائيلو هغه كسان د داؤد او عيسى د مريمي زوى په ژبه لعنت كړى شول چي كافران شوي وو، دا د دې لپاره چي نافرماني ئې كوله او تېرى به ئې كاوو.
دا دوى ول چي يوه به بل له هغو كرغېړنو عملونو نه منع كول چي دوى به پرې اخته وو، څومره بد دئ هغه چي دوى به كاوو.
د دې مباركو آيتونو د لارښوونو خلاصه دا ده:
بني اسرائيل د خپلو پيغمبرانو عليهم السلام په ژبه لعنت كړى شوي، د دې لعنت سببونه دوه دي: عصيان او اعتداء، په دوى كي لومړى د عصيان او د دين له حدودو د سرغړاوي او بيا د بل په حقوقو د تجاوز او تېري بيماري خوره شوې، دغي بيمارۍ هغه ځاى ته ورسول چي د پيغمبرانو او حق پالو داعيانو د مخالفت حتى وژلو لپاره ملا وتړي او د الله له آيتونو انكار وكړي.
پر دوى باندي د الهي عذابونو د نازلېدو يوه ستره وجه دا وه چي يوه به بل له گناه نه منع كاوو، د دوى علماوو او مذهبي مشرانو د امر بالمعروف او نهي عن المنكر الهي دندي ته شا كړه، خلك به ئې په گناهونو كي اخته ليدل خو د دوى مخنيوى به ئې نه كاوو، دا يو نه بدلېدونكى الهي سنت دئ چي عام عذابونه هغه وخت نازلوي چي په ټولني كي د امر بالمعروف او نهي عن المنكر لړۍ په بشپړه توگه متوقف شي، داسي څوك په ټولني كي نه وي پاته چي د الله تعالى لوري ته بلنه وركوي، خلك ښېگڼو ته رابلي او له بدو عملونو ئې لاس اخيستو ته هڅوي.
وروڼو خوېندو!
پرون د ميزان پنځلسمه او هغه ورځ وه چي شل كاله وړاندي أمريكا او بريتانيا پر افغانستان باندي خپل گډ هوائي بريدونه پيل كړل؛ دا د تېر شل كلن خونړي جنگ پيل وو، او پاى ئې يوه نيمه مياشت وړاندي د أمريكا د آخري سرتېري وتل وو. په داسي حال كي چي أمريكا او په ناټو كي شامل هېوادونه له شرمېدلې ماتي وروسته زموږ له هېواد تش لاس ووتل.
زه 73 كاله وړاندي د همدې ميزان مياشت كي پيدا شوى يم؛ په تېري اونۍ كي 73 كلن شوم. له ماشومتوب مي دا دعاء او هيله وه چي الله تعالى د شوروي او أمريكا زوال راباندي وگوري او په زوال كي ئې ماته د ونډي درلودو سعادت راپه برخه كړي؛ د دعاگانو منونكي رب زما د ماشومتوب ستره دعاء قبوله كړه، فقط يوه برخه ئې پاته ده چي د شوروي په څېر د أمريكا زوال هم راباندي وگوري.
وروڼو خوېندو!
د افغانستان نوى حكومت له څو ستونزو او گواښونو سره مخامخ دئ:
1- د أمريكا او اروپا د گډو شرارتونو له كبله هيڅ هېواد دې ته چمتو نشو چي نوى حكومت په رسميت وپېژني. حتى د قطر په څېر هېواد چي طمع كېده تر نورو وړاندي ئې په رسميت وپېژني؛ خو هغه له نورو هېوادو غواړي د كابل نوي حكومت په رسميت پېژندو كي عجله ونه كړي!!
2- ټولو دا شرط وضع كړى چي دا حكومت بايد ټول اغېزمن سياسي او قومي لوري احتواء كړي او د دوى په اصطلاح ټول شمول وي. څرگنده ده چي له ټول شمول حكومت د دوى غرض په بن كي د جوړ شوي حكومت په څېر داسي حكومت دئ چي په هغه كي هغه ډلي په زړه پوري برخه ترلاسه كړي چي د افغانستان په جگړي كي ښكيل هېوادو پوري تړلې دي. داسي حكومت نه افغان ولس ته د منلو وړ دئ او نه طالبانو ته. په اصل كي دا غيرعملي غوښتنه د يوه بل جنگ پيلولو لپاره يوه پلمه او بهانه ده.
3- د امريكايي ډرون جهازونو له لوري د افغانستان د فضائي حريم مسلسل نقض، د اروپايي اتحاديې له لوري دا اعلان چي په أفغانستان كي به د تروريزم خلاف بريدونو ته حتماً دوام وركوي كه څه هم له لري واټن وي. د متحده ايالاتو د دفاع وزير دا وينا چي افغانستان مو ترڅار لاندي دئ، په گاونډ كي ئې د اډو ترلاسه كولو هڅه كوو؛ د افغانستان او تاجكستان گډي پولي ته نږدې د روسيې، أوزبكستان او تاجكستان گډ نظامي مانور او د روسي ځواكونو د تحركاتو ناڅاپي زياتوالى، په تاجكستان كي د پرځېدلي حكومت د نظاميانو او سياستوالو راغونډېدا، د دوى له لوري د ملي مقاومت په نامه د جنگي جبهې پرانيستنه، د افغانستان دننه د ځينو غلچكيو عملياتو مسئوليت منل، په اروپا او أمريكا كي د دغي جبهې په حمايت كي پراخ تبليغات، له أمريكا او اروپايي هېوادو دا مطالبه چي د كولاب نوى مقاومت په رسميت وپېژني او مرسته ئې وكړي... دا او دې ته ورته نور تحركات ښيي چي د افغانستان په جنگ كي مات شوي مغرور ځواكونه او هېوادونه غواړي د خپلي ماتي او سپكاوي غچ له افغانانو واخلي. د دوى بدمعاشي، گواښونه او تهديدونه ښيي چي بد عزائم لري، نه پرېږدي په افغانستان كي ثبات او امنيت تأمين شي د بل دنگ تحميلولو بده أراده لري.
4- د داعش او مقاومت د يو ځاى كولو او په گډه د نوي حكومت په خلاف د جنگولو هڅي رواني دي، د مقاومت ځينو پلويانو دا تبليغات هم پيل كړي چي لازمه ده دا دواړه ډلي يو بل ته لاس وركړي؛ ځكه چي دواړه خراسان غواړي، دواړه له طالبانو د غچ اخيستو په لټه كي دي؛ د مقاومت په څېر د داعش ډلي اكثريت غړي هم تاجك او فارسي ژبي دي، په پاريس كي د څرگندي غونډي په ترڅ كي او د رسنيو په وړاندي دا اظهارات د دغي توطئې ابعاد په گوته كوي.
5- تحريمونه وضع كول، د افغانستان مالي پانگي كنگلول او بانكي تعاملات ئې محدودول؛ د فشار يوه بله وسيله ده چي هدف ئې د نوي حكومت تضعيف او د افغانانو مالي ستونزي هغه ځاى ته رسول دي چي د ملت او حكومت ترمنځ ژور واټن راپيدا شي. اشغالگرانو په تېرو شلو كلونو كي زموږ پر هېواد او ولس داسي خطرناك اقتصادي حالت تحميل كړ چي نږدې نيمايي نفوس مو له مياشتني معاش پرته د عوائدو بل مدرك ونه لري، نوى حكومت د دغو تحميل شوو بنديزونو له كبله نه يوازي د مامورينو د معاش له اجراء عاجز دئ بلكي د خپلو جنگياليو د سمي اعاشي له عهدې هم نشي وتلى!
6- د دې تحريمونو، تهديدونو، پر أفغان ولس د فقر، لوږي او قيمتي تحميلولو تر څنگ؛ د ملل متحد جنرل اسمبلې كلنۍ ناستي ته؛ د پرځېدلي حكومت استازي؛ اسحاقزي ته د وينا اجازه وركول؛ او دې ته ورته نور شرارتونه ښيي دښمنان مو د يوه بل ناورين او جنگ تحميلولو اراده لري او غواړي له مظلومو افغانانو د خپلي ماتي غچ واخلي.
داسي انگېرم چي إن شاء الله مهربان الله به د دښمنانو ټولي توطئې شنډوي او زموږ د شهيدانو، مجاهدينو او غازيانو آرمانونه به ترسره كېږي.
له روانو ستونزو او گواښونو سره د مقابلې لپاره څو كارونه مفيد گڼم:
1- نوى حكومت دي خپل اداري تشكيلات او د وزارتونو شمېر راكم كړي.
2- د تصميم يوه داسي معتبره مرجع دي رامنځته كړي چي نور اغېزمن لوري هم احتواء كړي.
3- د كابينې تركيب دي داسي جوړ كړي چي زموږ د ټولني اجتماعي تركيب په ښه توگه تمثيل كړى شي.
4- ولس او نړۍ والو ته دي اطمئنان وركړى شي چي اوسنى حكومت حقيقتاً موقت او لنډمهاله دئ؛ د امنيت له تأمين وروسته به د ملت په خوښه اوږدمهاله حكومت جوړېږي.
5- له داسي انتخاباتو سره دي توافق وشي چي ټول إسلامي شرائط او لارښووني په كي مراعات شوي وي او په نتيجه كي ئې داسي اهل شخصيتونه د مشر او وكيل په توگه غوره شي چي ټول لازم مواصفات ولري؛ افضل او اعلم بكتاب الله د امير په توگه انتخاب شي، همغسي لكه چي د پيغمبر عليه السلام له رحلت وروسته چي څلور خلفاء په جومات كي او د مسلمانانو د څرگند او مخامخ بيعت په نتيجه كي غوره شول؛ په ځانگړې توگه د عثمان رضى الله عنه انتخاب چي له شپږو نوماندانو يو ئې د مدينې له مسافر او مقيم د استفتاء او پوښتني په نتيجه كي غوره شو. دا د انسانانو په تاريخ كي لومړى ځل وو چي امير او مشر د خلكو په خوښه او رأى غوره شوى.
نن چي د نړۍ په 95 سلنه هېوادونو كي د ولسونو مشران د ملت په رأيه غوره كېږي؛ بنسټ ئې اسلام ايښى، نورو له مسلمانانو زده كړي، همدا غربي هېوادونه د اوږدو كورنيو جنگونو اوږد تاريخ لري؛ هر ښار ئې يو مهال يوه جنگي قلعه او حصار وو، حكومتونه ئې د زورواكانو لاس كي وو، يا د جنگ له لاري قدرت ته رسېدل يا د كودتاگانو له لاري؛ پاچايان او جنرالان پرې مسلط وو، په پاى كي مجبور شول او دې نتيجې ته ورسېدل چي د انتخاباتو لار غوره كړي؛ موږ هم يوازي د انتخاباتو له لاري كولى شو د اقتدار پر سر شخړه او منازعه حل كړو.
په دې كار سره به موږ داسي حكومت جوړ كړى وي چي د ملت غوڅ اكثريت به ئې تر شا ولاړ وي، نه به په داخل كي څوك اعتراض كولى شي او نه بهرنيان. د هر دښمن او غرضي مخالف خوله به بنده شي.
اسلام ته ژمن او د ملت په دردونو دردمن شخصيتونه دې ته رابلو چي د ستونزو د حل لپاره يو بل ته لاس وركړي او په گډه د احتمالي خطرونو او گواښونو مقابله وكړي.
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
دوهمه خطبه
الْحَمْدُ لِلَّهِ نحمده وَ نَسْتَعِينُهُ وَنَسْتَغْفِرُهُ، و نُؤمِن بِه و نتوكل عليه وَنَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شُرُورِ أَنْفُسِنَا، و سيئات اعمالنا، مَنْ يَهْدِهِ اللَّهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَنَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وحده لاشريك له وَنَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، اما بعد: قال سبحانه و تعالى يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّراً وَنَذِيرًا * وَدَاعِيًا إِلَى اللهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُنِيرًا * وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُمْ مِنَ اللهِ فَضْلًا كَبِيرًا * وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ وَكَفَى بِاللهِ وَكِيلًا وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَيَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِينَ بارك اللهُ لنا و لكم فى القرآن العظيم و نفعني و اياكم بالآيات و الذكر الحكيم واستغفروه انه هوالغفور الرحيم