No-IMG

حکمتيار: امريکا نه پرېږدي په افغانستان كي ثبات او امنيت تأمين شي

د افغانستان نوى حكومت له څو ستونزو او گواښونو سره مخامخ دئ:

1- د أمريكا او اروپا د گډو شرارتونو له كبله هيڅ هېواد دې ته چمتو نشو چي نوى حكومت په رسميت وپېژني. حتى د قطر په څېر هېواد چي طمع كېده تر نورو وړاندي ئې په رسميت وپېژني؛ خو هغه له نورو هېوادو غواړي د كابل نوي حكومت په رسميت پېژندو كي عجله ونه كړي!!

2- ټولو دا شرط وضع كړى چي دا حكومت بايد ټول اغېزمن سياسي او قومي لوري احتواء كړي او د دوى په اصطلاح ټول شمول وي. څرگنده ده چي له ټول شمول حكومت د دوى غرض په بن كي د جوړ شوي حكومت په څېر داسي حكومت دئ چي په هغه كي هغه ډلي په زړه پوري برخه ترلاسه كړي چي د افغانستان په جگړي كي ښكيل هېوادو پوري تړلې دي. داسي حكومت نه افغان ولس ته د منلو وړ دئ او نه طالبانو ته. په اصل كي دا غيرعملي غوښتنه د يوه بل جنگ پيلولو لپاره يوه پلمه او بهانه ده.

3- د امريكايي ډرون جهازونو له لوري د افغانستان د فضائي حريم مسلسل نقض، د اروپايي اتحاديې له لوري دا اعلان چي په أفغانستان كي به د تروريزم خلاف بريدونو ته حتماً دوام وركوي كه څه هم له لري واټن وي. د متحده ايالاتو د دفاع وزير دا وينا چي افغانستان مو ترڅار لاندي دئ، په گاونډ كي ئې د اډو ترلاسه كولو هڅه كوو؛ د افغانستان او تاجكستان گډي پولي ته نږدې د روسيې، أوزبكستان او تاجكستان گډ نظامي مانور او د روسي ځواكونو د تحركاتو ناڅاپي زياتوالى، په تاجكستان كي د پرځېدلي حكومت د نظاميانو او سياستوالو راغونډېدا، د دوى له لوري د ملي مقاومت په نامه د جنگي جبهې پرانيستنه، د افغانستان دننه د ځينو غلچكيو عملياتو مسئوليت منل، په اروپا او أمريكا كي د دغي جبهې په حمايت كي پراخ تبليغات، له أمريكا او اروپايي هېوادو دا مطالبه چي د كولاب نوى مقاومت په رسميت وپېژني او مرسته ئې وكړي... دا او دې ته ورته نور تحركات ښيي چي د افغانستان په جنگ كي مات شوي مغرور ځواكونه او هېوادونه غواړي د خپلي ماتي او سپكاوي غچ له افغانانو واخلي. د دوى بدمعاشي، گواښونه او تهديدونه ښيي چي بد عزائم لري، نه پرېږدي په افغانستان كي ثبات او امنيت تأمين شي د بل جنگ تحميلولو بده أراده لري

4- د داعش او مقاومت د يو ځاى كولو او په گډه د نوي حكومت په خلاف د جنگولو هڅي رواني دي، د مقاومت ځينو پلويانو دا تبليغات هم پيل كړي چي لازمه ده دا دواړه ډلي يو بل ته لاس وركړي؛ ځكه چي دواړه خراسان غواړي، دواړه له طالبانو د غچ اخيستو په لټه كي دي؛ د مقاومت په څېر د داعش ډلي اكثريت غړي هم تاجك او فارسي ژبي دي، په پاريس كي د څرگندي غونډي په ترڅ كي او د رسنيو په وړاندي دا اظهارات د دغي  توطئې ابعاد په گوته كوي.

5- تحريمونه وضع كول، د افغانستان مالي پانگي كنگلول او بانكي تعاملات ئې محدودول؛ د فشار يوه بله وسيله ده چي هدف ئې د نوي حكومت تضعيف او د افغانانو مالي ستونزي هغه ځاى ته رسول دي چي د ملت او حكومت ترمنځ ژور واټن راپيدا شي. اشغالگرانو په تېرو شلو كلونو كي زموږ پر هېواد او ولس داسي خطرناك اقتصادي حالت تحميل كړ چي نږدې نيمايي نفوس مو له مياشتني معاش پرته د عوائدو بل مدرك ونه لري، نوى حكومت د دغو تحميل شوو بنديزونو له كبله نه يوازي د مامورينو د معاش له اجراء عاجز دئ بلكي د خپلو جنگياليو د سمي اعاشي له عهدې هم نشي وتلى!

6- د دې تحريمونو، تهديدونو، پر أفغان ولس د فقر، لوږي او قيمتي تحميلولو تر څنگ؛ د ملل متحد جنرل اسمبلې كلنۍ ناستي ته؛ د پرځېدلي حكومت استازي؛ اسحاقزي ته د وينا اجازه وركول؛ او دې ته ورته نور شرارتونه ښيي دښمنان مو د يوه بل ناورين او جنگ تحميلولو اراده لري او غواړي له مظلومو افغانانو د خپلي ماتي غچ واخلي.

 

د افغانستان نوى حكومت له څو ستونزو او گواښونو سره مخامخ دئ:

1- د أمريكا او اروپا د گډو شرارتونو له كبله هيڅ هېواد دې ته چمتو نشو چي نوى حكومت په رسميت وپېژني. حتى د قطر په څېر هېواد چي طمع كېده تر نورو وړاندي ئې په رسميت وپېژني؛ خو هغه له نورو هېوادو غواړي د كابل نوي حكومت په رسميت پېژندو كي عجله ونه كړي!!

2- ټولو دا شرط وضع كړى چي دا حكومت بايد ټول اغېزمن سياسي او قومي لوري احتواء كړي او د دوى په اصطلاح ټول شمول وي. څرگنده ده چي له ټول شمول حكومت د دوى غرض په بن كي د جوړ شوي حكومت په څېر داسي حكومت دئ چي په هغه كي هغه ډلي په زړه پوري برخه ترلاسه كړي چي د افغانستان په جگړي كي ښكيل هېوادو پوري تړلې دي. داسي حكومت نه افغان ولس ته د منلو وړ دئ او نه طالبانو ته. په اصل كي دا غيرعملي غوښتنه د يوه بل جنگ پيلولو لپاره يوه پلمه او بهانه ده.

3- د امريكايي ډرون جهازونو له لوري د افغانستان د فضائي حريم مسلسل نقض، د اروپايي اتحاديې له لوري دا اعلان چي په أفغانستان كي به د تروريزم خلاف بريدونو ته حتماً دوام وركوي كه څه هم له لري واټن وي. د متحده ايالاتو د دفاع وزير دا وينا چي افغانستان مو ترڅار لاندي دئ، په گاونډ كي ئې د اډو ترلاسه كولو هڅه كوو؛ د افغانستان او تاجكستان گډي پولي ته نږدې د روسيې، أوزبكستان او تاجكستان گډ نظامي مانور او د روسي ځواكونو د تحركاتو ناڅاپي زياتوالى، په تاجكستان كي د پرځېدلي حكومت د نظاميانو او سياستوالو راغونډېدا، د دوى له لوري د ملي مقاومت په نامه د جنگي جبهې پرانيستنه، د افغانستان دننه د ځينو غلچكيو عملياتو مسئوليت منل، په اروپا او أمريكا كي د دغي جبهې په حمايت كي پراخ تبليغات، له أمريكا او اروپايي هېوادو دا مطالبه چي د كولاب نوى مقاومت په رسميت وپېژني او مرسته ئې وكړي... دا او دې ته ورته نور تحركات ښيي چي د افغانستان په جنگ كي مات شوي مغرور ځواكونه او هېوادونه غواړي د خپلي ماتي او سپكاوي غچ له افغانانو واخلي. د دوى بدمعاشي، گواښونه او تهديدونه ښيي چي بد عزائم لري، نه پرېږدي په افغانستان كي ثبات او امنيت تأمين شي د بل جنگ تحميلولو بده أراده لري

4- د داعش او مقاومت د يو ځاى كولو او په گډه د نوي حكومت په خلاف د جنگولو هڅي رواني دي، د مقاومت ځينو پلويانو دا تبليغات هم پيل كړي چي لازمه ده دا دواړه ډلي يو بل ته لاس وركړي؛ ځكه چي دواړه خراسان غواړي، دواړه له طالبانو د غچ اخيستو په لټه كي دي؛ د مقاومت په څېر د داعش ډلي اكثريت غړي هم تاجك او فارسي ژبي دي، په پاريس كي د څرگندي غونډي په ترڅ كي او د رسنيو په وړاندي دا اظهارات د دغي  توطئې ابعاد په گوته كوي.

5- تحريمونه وضع كول، د افغانستان مالي پانگي كنگلول او بانكي تعاملات ئې محدودول؛ د فشار يوه بله وسيله ده چي هدف ئې د نوي حكومت تضعيف او د افغانانو مالي ستونزي هغه ځاى ته رسول دي چي د ملت او حكومت ترمنځ ژور واټن راپيدا شي. اشغالگرانو په تېرو شلو كلونو كي زموږ پر هېواد او ولس داسي خطرناك اقتصادي حالت تحميل كړ چي نږدې نيمايي نفوس مو له مياشتني معاش پرته د عوائدو بل مدرك ونه لري، نوى حكومت د دغو تحميل شوو بنديزونو له كبله نه يوازي د مامورينو د معاش له اجراء عاجز دئ بلكي د خپلو جنگياليو د سمي اعاشي له عهدې هم نشي وتلى!

6- د دې تحريمونو، تهديدونو، پر أفغان ولس د فقر، لوږي او قيمتي تحميلولو تر څنگ؛ د ملل متحد جنرل اسمبلې كلنۍ ناستي ته؛ د پرځېدلي حكومت استازي؛ اسحاقزي ته د وينا اجازه وركول؛ او دې ته ورته نور شرارتونه ښيي دښمنان مو د يوه بل ناورين او جنگ تحميلولو اراده لري او غواړي له مظلومو افغانانو د خپلي ماتي غچ واخلي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟