No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د اطلاعات فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي,

هغه کسان چې په کابل کې د اهل هنود اقلیت د ازار او اذیت سبب ګرځیدلي وو، ټول د کابل امنیه قومندانۍ له لوري ونیول شول او عدلي مراجعو ته معرفي شول.

: ‏‏په دوحه کې د امریکایي او افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې د طا لبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي چې دوی د پراخ بنسټه او ټولشموله دولت جوړولو ته چمتو دي خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې د چا فرمایش نه شي منلی. هغه زیاته کړې چې نړیوال باید د افغانانو غوښتنې ته درناوی ولري.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د ملگرو ملتونو سرمنشي او یو شمیر نورو نړیوالو ادارو په کندز کې پرونی برید غندلی دی.

: ‏د امریکا یو لوړ پوړی پلاوی د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره دوحه کې لیدنه لري.

رویټرز خبري اژانس وایي، د دې پلاوي په ترکیب کې د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې او استخباراتي ادارو استازي شامل دي، خو زلمی خلیلزاد په دې پلاوي کې نشته.

‏د دې پلاوي لومړیتوب دادی چې طالبان خپلې هغې ژمنې ته متعهد وبولي چې اجازه ورنکړي القاعده او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د خوندي پټنځای په توګه کار واخلي

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا د لوړ پوړو امریکایي او طالب استازو لومړنۍ رسمي لیدنه ده.

: ‏ملا امير خان متقي:

‏له امريکايي پلاوي سره نن په دوحه کې په لیدنه کې د بشري مرستو پر دوام، د دوحې تړون پر بشپړ تطبيق، د افغانستان د حريم پر درناوي، د يو بل په چارو کې پر نه لاسوهنې، له يو بل سره پر مثبتو اړيکو او متقابل تعامل ټينګار وشو.

: ‏تېره ورځ د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوال پر موټر چاودنه شوې چې یو تن په کې وژلی او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

یوې حکومتي سرچینې طلوع نیوز ته د دې پخلی کړی چې په دغې چاودنه کې د ولسوال سکرتر وژل شوی او ورسره درې نور طالبان ټپیان شوي دي.

: ‏د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د افغانستان «موج تحول» ګوند مشرې فوزیه کوفي د «آنا پولیتکو فسکایا» جایزه وګټله.

دا جایزه هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې په جنګي سیمو کې یې د بشري حقونو او بیان ازادۍ دفاع لپاره کار کړی وي.

: ‏په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته په سلګونو افغانان چې ډېری یې د درملنې لپاره هند ته تللي وو د هوایي پروازونو د بندښت له امله بند پاتې وو، خو اوس تازه یې افغانستان ته د رالېږدولو بهیر پیل شوی دی. د یادو مسافرو له ډلې ۱۰۶ تنه یې د ایران له لارې هېواد ته رالېږدول شوي دي.

: امانوئل مکرون، رئیس جمهور فرانسه طی سخنانی در اجلاس آفریقا و فرانسه که با حضور جوانان آفریقایی در شهر مونپلیه برگزار شد،‌ اعلام کرد که هدف کشورش حضور طولانی مدت در مالی نیست.

مکرون که تنها رئیس جمهور شرکت کننده در اجلاس بود اظهار داشت که می‌خواهند پایگاه‌های نظامی در مالی را در اسرع وقت ببندد، اما باید "دولت قوی" و "پروژه‌های سرمایه گذاری" وجود داشته باشد.

وی تاکید کرد کشورش برای مبارزه با تروریسم در آفریقا است نه برای حمایت از هیچ رژیمی.

: مولود چاووش‌اوغلو، وزیر امور خارجه ترکیه در دیدار با فلیکس پلازنسیا، همتای ونزوئلایی در آنکارا اعلام کرد: ایالات متحده به جای سرزنش ترکیه باید سیاست‌های اشتباه خود در منطقه و جهان را کنار گذاشته و با مردم آمریکا و کنگره خود صادق‌تر باشد.

وی با اشاره به تمدید فرمان حضور در سوریه از سوی آمریکا و اظهاراتی در مورد ترکیه گفت: «دولت آمریکا هنگام ارسال نامه به کنگره یا اطلاع‌رسانی به مردم کشورش (تمدید فرمان سوریه ) حقیقت را نمی‌گوید. این نامه یک نامه کپی از نامه‌های پیشین بوده و دولت آمریکا قبلا نیز از این جملات استفاده کرده است».

: ‏اردوغان: از همه سرمایهگذاران سراسر جهان برای سرمایهگذاری در ترکیه دعوت می‌کنم.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې وینډي شرمن تېره شپه د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید باجوه سره کتلي دي. په دې کتنه کې په سیمه ییز امنیت او په افغانستان کې د بشري وضعت په اړه خبرې شوې دي.

: ‏د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګراندي ویلي، له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې شوي، اوس په کار ده چې دا پیسې عملاً ورکړل شي ځکه په افغانستان کې اوس مهال سمدستي نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي.

: ‏د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د دې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي دي چې نورو افغان کډوالو ته پناه ورکړي. جوزیف بورېل غوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه دې د لسو او شل زرو ترمنځ نور افغانان ومني.

: ‏سعودي عربستان کې پر یوه هوایي ډګر په برید کې لس کسه ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې په جازان ښار کې د ملک عبدالله په نامه پر یوه هوایي ډګر د حوثي یاغیانو ډرون الوتکو برید کړی چې له امله یې د شپږو عرب وګړو په ګډون لس کسه ټپیان شوي دي.

: ‏امریکایي رسنۍ وایي په دوحه کې د ا،ا،ا د چارواکو او امریکایي پلاوي تر منځ به د بحث تر ټولو مهمه موضوع کابل کې د امریکا د سفارت بیرته پرانیستل وي چې،افغان لوری یې په جدي توګه غوښتونکی دی،ویل کیږي چې امریکایي پلاوي کې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد حضور نه لري.

: ‏چین وایي د افغانستان په تړاو په مسکو کې په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون کوي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان په تړاو په مسکو کې یوه غونډه جوړېدونکې ده چې دوی ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

: ‏پنټاګون یو ځل بیا ویلي چې امریکا به په سوریه کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي. د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویاندې جسیکا مک نالټي ویلي چې هېواد به یې له سوریه څخه خپل ځواکونه ونه باسي. نوموړې زیاته کړې چې اوسمهال په سوریه کې ۹۰۰ امریکایي پوځیان دېره دي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتونیو ګوتریش، کندوز کې پرونی ځانمرګی برید غندلی او دا برید یې د بشري حقونو نقض یاد کړی.

: ‏د امریکا خارجه وزارت ویلي چې په قطر کې ناسته د «طالبانو» حکومت په مشروعیت او رسمیت پیژندلو پورې اړه نه لري او زیاتوي چې «طالبان» باید په خپلو کړنو د ځان لپاره مشروعیت راخپل کړي.

: ‏د پاکستان صدراعظم عمران خان د افغانستان اړوند مسائیلو لپاره یوه نوې اداره جوړوي.

‏عمران خان پرون د پاکستان د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې په حکومتي اډاڼه کې یوه داسې اداره را منځته کوي، څو پر ډیورنډ کرښه د بې نظمینو مخنیوي وکړي او  افغانستان کې د نړیوالو بشري مرستو د همغږي په برخه کې کار وکړي.

‏د یادونې وړ ده چې یاده اداره به د پاکستان د امنیت شورا د کمیټې تر څار او همغږۍ لاندې خپلې چارې پرمخ وړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟