No-IMG

د یو دښمن دوه جنایتونه او دوه موخی، او پکی نغښتی درسونه

دوکتور عمر عماد

 

ددین او د وطن ددښمنانو  نن یو ځل بیا د تیر په شان کندز په معصومو وینو رنګ کړ .

هغه کال یی په کندز کی مدرسه په نخښه کړه او د ګڼ شمیر تنکیو ماشومانو ارمانونه  یی وریژول ، او نن یی مسجد په نخښه کړ او د ګڼ شمیر بی ګناه لمونځ کونکو په کورنو یی د غم ټغر اوغوړولو .

خو تیر ځل یی موخه دخپلو مخالفینو بدنی تصفیه او له مینځه وړل وه ، او دا ځل یی موخه ددښمن معنوی وجود له مینځه وړل دی . پدی معنی چه :

هغوی غواړی چه - د اقتصادی او نورو ډیرو ستونزو تر څنګ - ولس وترهوی ، او په وطن کی د رعب او ویری فضا خپره کړی ، تر څو د حکومت مهمه لاس ته راوړنه ( امنیت او کراری ) وننګوی ، پدی هیله او ارمان چه ولس د نویو چارواکو څخه بی زاره شی او ورته ووایی چه ستاسی له لاسه مو هیڅ خیر ونه لیده ، ورځ تر بلی مو ژوند تریخیږی ، نور مو په مخه ښه شه ، نه مو ستاسی اسلام پکار دی او نه مو ستاسی اخلاص ، ستاسی څخه ( د خیر تمه نه کیږی ) هسی بد مو کړی چه د امریکایانو په مقابله کی مو خپل وطن وران ویجاړ کړ ، مونږ نور ستاسی تشی وعدی او نیکمرغه راتلونکی زیری نه اورو ...

(قالَ مُوسى لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُها مَنْ يَشاءُ مِنْ عِبادِهِ وَالْعاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ (128) قالُوا أُوذِينا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَأْتِيَنا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنا)

په هر حال ، اوس دغه جنایت وشو ، او رب العالمین دی یی د افغانانو آخری ناورین کړی ، خو ددی پیښی نه باید نوی چارواکی یو مهم درس واخلی ، او هغه دا چه :

پدی مه غره کیږئ چه ( مونږ ماته کړه نړئ) نور نو خیر خیریت دی هر څه هغه د عربانو خبره چه ( علی ما یرام) اوس باید مونږ د خپلو ستړیاوو بدل ترلاسه کړو او څه مو چه خوښه وی هغسی وکړو ...

نه ، دا تصور بیخی ساده او غلط دی ، بلکه حقیقت دا دی چه ستا بی شمیره دښمنان لاس په ماشه په کمین کی ناست دی ، او ستا دروند مسئولیت او سخت ازمیښت اوس شروع شوی دی .

 نو په دغی ستر ازمیښت کی د بری لپاره باید تر هر څه له مخه تاسی په خپل عمل ځان د هغه ذات - جل ثناؤه - د مرستی اهل وګرځوی چه د قدرت په وړاندی یی هیڅ خنډ او پولي نشته دی.

بايد نور که هر ډول بی سري او خپل سري ، او ډلی ټپلی او یا نور سلبیات موجود وی هغی ته د پای ټکی کښیږدئ، او پدی پوه شئ چه نعمت هیچا ته هم ګرنټی نه وی ، که عملا د الله تعالی د اوسنئ پیرزوینی درناوی ونه کړئ نو - خدای مه کړه - چه په دنیا او آخرت کی تری محروم نه شئ .

ډیر پام کوئ چه پر چا ظلم ونه کړئ ، او په تش ګمان څوک ونه نیسئ ، علماء وایی چه : الله تعالی د کافر حکم د عدل سره پریږدی خو د مسلمان حکم د ظلم سره نه پریږدی .

هیڅکله ځان پر عام ولس غالب او فاتح ونه ګڼئ او نه داسی چلند ورسره وکړئ چه هغوی ځان ستاسی نه بیګانه احساس کړی .

لنډه یی دا چه  ستاسی اوسنئ ذهنی مشغولتیا باید یوازی او یوازی دا وی چه څرنکه د ولس زړونه خپل کړئ ، ولس باید عملا پدی قانع کړئ چه تاسی ورته د پخوانیو نه ښه او  هغوی خادمان یاستئ ، تر څو در سره دا ټولی ناخوالی په خپله خوښه وګالی ، ټولي ستونزي درسره‌وزغمي او ددښمن او بدخواهانو د دسیسو ښکار نه شی .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟