No-IMG

طالبانو د الوتکې په وزرکې ټال اچولی ...؟

حماد سلطاني

 

د خپلواکۍ  او آمنیت ضد عناصر چې د کینې په تبۍ ناست ئې دا هم ولولئ او واورئ!

امریکا د نړۍ ژاندارم، بد معاش او زورواک...؟

وسله او جنګي ابزار ئې د بریا او لوړ لاس نښه...؟

زغروال ټانګونه، هاموي موټرې او پرمخ تللې وسلي دنه ماتیدو سمبول...؟

په هوا او فضأ کې بي ۵۲ بم غورزونکي بیړۍ، جینوټ او بې پیلوټه الوتکې دوحشت او دهشت نښي...؟

په تیاره او شپه کې لیدونکي دوربینونه...؟

روزونکي اود لوړو رتبو درلودونکي سپیو کنډکونه...؟

دناټو چتر لاندي دبیلا بیلو هیوادونو عسکر او مدرنې وسلو سره په سلهاوو زره یرغلګر...؟

په غروور او لافو د بمونو مور او ورته وحشت خورول...؟

او ....؟ او ....؟ او ...؟

له دې ټولو سربیره یو درودونکی حقیقت هغه داچې دیو ستردین پالونکي ملت، دسرونو په نذرانو د هیواد نوامیسو ساتندویه قوم، په خپلو وینو دخپلواکۍ باغ خړوبونکي پرګنو نه یوه ډله پلورل شوي، اجیر، غلام او بې ضمیره عناصر دهمدې یرغلګرو ملاوتړله، د دوی تر قوماندي لاندي خپل ملت سره دجنګ لمړۍ کرښه جوړه کړه، د باعفتو افغانانو دکور دړې ماتي او دحریم بې عزتي ئې وکړه، او د دښمن په جنګي ماشین کې دسوند مواد شول؛ دویته دامریکا او ناټو معمولي وسله او جنګي ابزار د بریالیتوبونو ډاډ او اطمنان برېښیده...؟

نن وینو چې هغه د وحشت او دهشت جنګي ټانګونه او الوتکې چې بې ضمیره عناصرو پرې دقوت او کامیابیوایمان درلود زموږ د ماشومانو او ځوانانو د لوبو او ساعت تیري سمان ګرځیدلی.

هغه څوک چې په دې ماشومانو او ځوانانو نیوکې کوي دلږ فکر سره د لوړ شان والا رب(الله) حمد او شکر پرځای کړئ، چې د امریکا پوزه په خاورو ککړه، جنګي قوت ئې تالا ترغه او په افغانستان کې دیته اړ کړی شول چې په خپلو لاسونو خپلې جنګي وسلې تباه کړي او افغان ځوانانو او ماشومانو ته ئې د لوبو سامان په توګه پرېږ دي.

 ماته هغه صحنه دومره خوږه او په زړه پورې وه چې زموږ ماشومانو د امریکايي ټانکونو په سر ناست دیو حقیر لوبو سامان په توګه ئې ورباندي د ګرځیدو را ګرځیدو لوبې کولې.

ګوته نیونکو خپل ګریوان ته سر ښکته کړئ او فکر وکړئ چې داسي صحنې دچا په خوب او خیال کې راتلی شوې، هغه ټانګ ته چې ۵۰ متره څوک نږدې کیدی نه شو نن زموږ دماشومانو دپښولاندي دیو حقیر او سړې اوسپنې نه زیات اهمیت نه لري!!

د دښمنۍ په کینې سوزیدونکو زاره مو وچوه چې تاسو د خپلو بادارانو ماته او زلت نه شئ لیدلی، او که ستا لافې د هیواد پالنې او ارزښتونو درناوی وي نو هلته ستا ضمیر مړ و چې امریکایانو په کورونو چاپي اچولې د نارینه و په وړاندي تور سرې تلاشي او بې عزته کولې او د همدې تور سرو په وړاندي دکور نارینه وو لاسونه تر شاه تړل او په سرونو ئې د وحشت خولۍ را کاږلې.

که زما مشوره څوک اوري ،زما وړاندیز دادی چې ددې تخریب شویو هاموي ټانګونو او الو تکو څخه چې کار ترې نه شي اخستل کیدی، د یو پوه انجنیر  په مشوره کناراپونه (بیت الخلا) جوړ کړی شي د ځینو سفارتونو مخې ته او عامه ځایونو کې د قضأ حاجت لپاره ځانګړی کړی شي او په سر لوحه کې ولیکلی شي چې دا د نیواکګرو او د هغو دبړیڅو د وحشت او مظلوم وژنې پایله او یا هره جمله چې مناسب وي ...

او یا له دې هم خوار او ذلیل پلان ورته ونیولی شي، تر څو تامیان، خیاطان ډوز ماران او ورسره رمباړیزن لا په خپلو ځانونو خولې ولګوي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟