No-IMG

د اکتوبر میاشت د ګران هیواد آیندې لپاره برخلیک ټاکونکې میاشت ده

هغه ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر درلود او د سفر په ترڅ کې یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د حکومت مشرتابې سره وکتل. د نوي حکومت له جوړېدو وروسته دا دوهم هیواد ؤ چې د بهرنیو چار وزیر یې افغانستان ته سفر کاوه.

د سیمې هیوادونو کې له تاجکستان پرته (چې هغه هم خپل مجبوریتونه لري)‌ ټولو هیوادونو د افغانستان نوي‌حکومت سره د همکارۍ ژمنه کړې. د ترکمنستان، قرغزستان او چین سفیران هم په کابل کې فعال دي او نوي حکومت سره یې د باور پخولو لپاره هلې ځلې پیل کړي.

په دې روانې میاشت کې څو داسې نورې ناستې دي چې د هیواد د آیندې د برخلک ټاکلو په موخه ډېرې مهمې دي.‌

۱. د اکتوبر په ۱۲ افغانستان په اړه د جي ۲۰ ناسته ده. دې ناسته کې د جي ۲۰ له هیوادونو پرته دا ځل قطر، نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق هم شرکت کوي. په دې وخت کې دا ناسته ځکه تر سره کېږي چې په ۳۰ د اکتوبر د جي ۲۰ بله ناسته ده چې هلته به د دې هیوادونه مشران سره کېني. د اکتوبر د ۱۲مې دا ناسته به د مشرانو هغې ناستې لپاره د افغانستان په اړه خام مواد تیاروي او هلته بیا ممکن تصمیم ونیول شي.‌

۲. د اکتوبر په آخر او یا هم د نومبر په سر کې د ملګرو ملتونو د کریډینشل کمیټي ناسته ده چې د افغانستان د ملګرو ملتو د نماینده وثایق به ګوري.‌ د ملګرو ملتونو د افغانستان په چوکۍ دا مهال هېڅ څوک دعوه نه کوي.‌ تېر نماینده هم دا منلې چې هغه حکومت چې هغه یې نمائنده ګي کوله، ختم شوی.‌

۳. د اکتوبر په شلمه د روسیې فدراسیون غواړي چې د ترویکا + یوه غونډه ولري. دې غونډه کې به د چین، امریکا او روسیې پرته د پاکستان،‌ قطر، هند او طالبانو استازي هم شرکت کوي. دا کار به د سیمې په کچه د باور جوړونې لپاره ښه پیل وي.‌

۴. دا مهال د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر خان متقي،‌ د افغانستان د استخباراتو رئیس او د اطلاعاتو کلتور وزیر په دوحه کې دي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازو، استخباراتي مشرانو او د یو اېس ایډ مسؤلینو سره ناسته لري. دا ناسته په دې وخت کې له ټولو مهمه ناسته ده. داسې ښکاري چې یاده ناسته دې لپاره تر سره کېږي چې امریکا او طالبان سره د افغانستان په آیندې پاک وغږېږي. دوی دواړو طرفونو سره تېر شل کاله په میدان جګړه وکړه خو دا مهال دواړه د دې اړتیا ویني‌ چې ډپلوماتیک روابط پیل کړي. دا مهمه خبره ده.

۵ څو ورځې وړاندې د انګلستان د صدر اعظم نمائنده کابل کې ناستې درلودې، دې ناستو کې هم له طالبانو د هغو تضمیناتو غوښتنه کړې وه چې دوی ورته تشویش لري.‌

امریکا، د ناټو هیوادونه او سیمه په ټوله کې له طالبانو دا غواړ‌ي چې دوی ته تضمینات ورکړي چې افغانستان به د ټروریزم او مخدره موادو د قاچاق مرکز نه جوړېږي.‌ د مهاجرینو په ورګډولو دا درې هغه شیان دي چې ټوله نړۍ ترې ډارېږي. تاسي به اورېدلي وي چې اروپا کله په اردوغان لږ فشار راوړي دی کواښ وکړي‌ چې څلور میلیونه مهاجرین در خوشې کوم :)‌ څو ورځې وروسته کیسه په کلاره شي.‌

دا درې مسائل ډېر لوی مسائل دي. د سیمې هیوادونه په خصوصي ډول او نړۍ په عمومي ډول همدې خطراتو ته په کتلوو مجبور دي چې نوي‌ حکومت سره تعامل وکړي خو دا کار به لږ وخت نیسي ځکه چې دا مهال کیسه ډېره نوې ده. رسنیو کې دا تېره یوه میاشت د نوو تحولاتو په اړه ډېر تبلیغات وشول، د نړۍ هېڅ حکومت نه غواړي‌ چې په دې حساس وخت کې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپیژني خو په دې هم پوهېږي چې له رسمیت پېژندلو پرته بله لار هم نه لري.

که له دې اړخه مثبت ځواب ورکړل شي، ښايي ستونزې هوارول ډېر سخت نه وي.‌

دا مهال د عام ولس خیر غواړئ، واقعیت سره تعامل وکړئ او د خلکو په غریبۍ او نادارۍ خپل سیاست مه ځلوئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟