No-IMG

نو د چین سره مو پام وي ايماندارو

سهيل احمدي

 

زه چین ته د لویو پروژو ورکولو او یا هم ورسره د ډیرو اقتصادي تعلقاتو جوړولو مخالف یم!

چین داسې یو هیواد دی چې ښه ډیر قرض درکوي خو وروسته دې د هیواد مهم ځایونه لکه معدنیات او بندرونه په قرض کې درنه نیسي. په همدې تخنیک یې نیمه افریقا نیولې.

همدارنګه چین چې چیرته پروژې جوړوي خپل چینايي کارګر ورلیږي (افغانستان کې مو ولیدل). پدې چل ډیری سرمایه بیرته خپل هیواد ته لیږي. بل غربي کمپنۍ که درنه څه پټ کړي نو ان د غرب په محکمو کې یې حاضرولای شې خو چینایانو چې یو ځل درنه څه یوړل بیا یې ترینه راویستل ناممکن دي.

امریکا یا غرب که هر څه وو بیا یې هم طبیعت د خانانو وو او دومره د پیسو قیصه کې نه وو. د چین مثال د هغه بخیل دی چې نوی مالدار شوی وي خو بیا هم د یوې یوې حساب درسره کوي. دغه تیرو شلو کلونو کې چې امریکا څومره مصرف وکړ افغانستان پکې هیڅ قرضدار نشو او لا هم لس ملیارده ډالر سرمایه لري. خو که چین د دې پنځه سلنه مصرف هم درباندې وکړي نو افغانستان به یې دومره قرضدار شي چې مجبوراً به ټول معدنیات چینایانو ته ورکړي چې استخراج یې کړي. چین همدا غواړي چې افغانستان ته قرض ورکړي او افغانستان ونه توانیږي چې دا قرض بیرته چین ته ورکړي تر څو د خپلې خوښې معدنیات په بیخي ارزانه بیه یوسي. د چین دې چل ته د ((په قرض کې رانیولو)) پالیسي وايي. یعنې یو هیواد په قرض کې داسې راونیسه چې بیرته قرض درنکړای شي او په بدل کې یې د هیواد منابع ترینه زبیښه.

دا اوس ۴۲ غریب هیوادونه د چین قرضداري دي او بیرته یې قرض نشي ورکولای. چین یې په بدل کې له دغه هر هیواده یو څه رانیولي. پاکستان یې هم څه کم ۲۵ ملیارده ډالر قرضدار دی. د دې قرض په بدل کې چین د خپل تجارت لپاره د پاکستان خاوره او د ګوادر بندر استعمالوي چې اروپا او منځني ختیځ ته یې د چین لاره ډیره لنډه کړې.

د چین یو غټ تخنیک دا دی چې تا ته په قرضو شیان جوړوي. مثلاً له کنړه تر هراته درته پوخ سرک په قرضو جوړوي. خو که قرض یې ورنکړای شې بیا لدې سرکه د خپل تجارت لپاره مفته ګټه اخلي سره لدې چې قرض یې هم نه کمیږي. که په سرک له موټرو حق العبور هم اخلي د دوی کیږي او افغانستان یې ترینه نشي اخیستلای. پدې چل یې هم پیسې درباندې قرض پاتې وي او هم دې له خاورې تر هغه مفته ګټه اخلي تر څو یې چې قرض له سود سره بیرته ورنکړې. په افریقا کې یې ډیر بندرونه جوړ کړي چې اوس یې پخپل کنټرول کې دي او ګټه یې هم چین ته ځي. ځایي خلکو ته هیڅ هم نه دي رسیدلي.

چین دا اوس له نړیوال بانک، ای ایم ایف او نورو ډیر قرضونه ورکړي او دا قرضونه هم هغه غریبو او کمزورو هیوادو ته ورکوي چې بیرته یې نشي ورکولای.

له چینه وډار شئ کنه د کورو لوښي به مو هم درنه یوسي. له چین سره تجارت وکړئ خو افغانستان کې لویې پروژې مه ورکوئ او مه ترینه قرض اخلئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک