No-IMG

ماویزم یا د ماویستانو مبارزه په افغانستان کي

زلمی زابلي

 

ماوویزم  یو سیاسي مکتب او فکري اندېښنه ده چې د ماوتسه تونګ د نظریاتو مجموعه ده، چې د کمونیست چین  بنسټ اېښودونکی دی او همدارنگه ماوتسه تونگ د ‌کمونیسم ‌فلسفی او د نړی د کمونست پلوه هیوادونو  د رهبرۍ  په سر یی  د شوروی اتحاد د مشر جوزف  ستالین سره سخت اختلافات وروسته پیدا سول

شعله یان د چین د کمونیسم د ټولنی د راوستلو لپاره په افغانستان کی مبارزه کوی دا په داسی حال کی ده چه د شوروی پلوه کمونیستان بیا د شوروی پلوه   سیوسیالیسم لپاره مبارزه کوله چه په ماهیت کی دواړه د کمونیستی غیر مشروع ټولنی طرفداره دی چه په افغانستان کی د تطبیق چانس هیڅ نلری

په افغانستان کې د ماویستانو بنسټ اېښودونکی ډاکټر عبدالرحمن محمودي، سرور جویا ،  برات علي تاج او یو تعداد نور ، شمېرل کېږي.

دا چې د چین انقلاب دوه دېرش کاله د روسیې له سوسیالیستي انقلاب څخه وروسته رامنځ ته شوی، نو ځکه په افغانستان کې ماویستان د مسکو له ملاتړو وروسته پيدا شوي دي.

ماویستانو پرته له دې چې د افغاني ټولنې شرایط درک کړي، د شخصي عقدو پر بنا د ماوتسه تونګ د ایډیالوژۍ په درلودلو د احساساتو او تاوتریخوالي سره یی د سیاست ډګر ته راودنګل، چې په ډېرې تېزۍ سره یې د منځنۍ طبقې ځوانانو په منځ کې چې د قومي تعصباتو پلویان خلک وو ، نفوذ وکړ.

په لومړي سر کې د خلق او پرچم د ګوندونو پر ضد یې تبلیغات پیل کړل، لکه څنګه چې په (۱۳۴۸ او ۱۳۴۹ ش) کلونو کې یې پر خلق، پرچم او اخوانیانو باندی په کابل کې حملې کولې، په پایله کې د شعله یانو د ډلې یو مشر چې (سیدال خان   سخندان) نومېده ووژل شو.

په پایله کې انجنیر ګلبدین حکمتیار د څو نورو کسانو سره د نوموړي د   قتل په تور زنداني شول.

وروسته د شعله یانو نشراتي ارګان ( شعله جاوید) پر نشراتو پیل وکړ چې ډېر ملاتړي یې لرل.

د شعله یانو او د مسلمانو ځوانانو د غورځنگ ( نهضت جوانان  مسلمان ) د مبازو په لاره کې شعله یانو ماتې وخوړه، نو ځکه شعله جاوید ګوند پر څو برخو ووېشل شو.

د ۱۳۵۷ د ثور له کودتا وروسته د شعله جاوید ګوند په بېلابېلو نومونو په سیاسي، نظامي او فرهنګي ساحو کې یا په مستقل او یاد نورو اسلامي ګروپونو  تر چتر لاندې خپل فعالیت ته دوام ورکړ، چې په پایله کې د افغانستان د اهل تشیع ډله ډېره ترې زیانمنه شوه.

دا ځکه چې د اهل تشیع د ملي او مذهبي محرومیت څخه یې ناسمه ګټه اخېسته او قومي اختلافونو ته یې لمن وهله چې دا مفکوره یوه ملي مفکوره نه وه چه په اخرکی یی په خپل ضرر تمامه سوه.

په افغانستان کې د شعله جاوید د ګوند بنسټ اېښودونکي لاندې کسان یاد شوي دي:

ډاکټر رحیم محمودي، ډاکټر هادي محمودي، ډاکټر اکرم یاري چې د جاغوري ولسوالۍ د چهل تن کلي دی، ډاکټر محمد صادق یاري، انجنیر محمد عثمان لنډی، ډاکټر محمد عظم دادفر چې د حامد کرزي د حاکمیت په وخت کې د لوړو زده کړو وزیر پاتې شوی دی، ډاکټر فیض محمد قندهاری، واصف باختری، محمد اسحاق، مضطرب باختري، عبدالمجید کلکاني چې د ساما د ګروپ بنسټ اېښودونکی دی، عبدالله رستاخیز مزاري، سیدال سخندان، ډاکټر سید کاظم د کابل د طب پوهنځي استاد چې د کمونیسانو په دوره کې ورک شو، محمد عظیم چه په اصل کی د پنجشیر و، د کارتوګرافي رییس و او د سرخا د ګروپ مسوول و.

د شعله جاوید نشراتي ارګان د یوولسمې ګڼې له نشرولوبعد ،  وروسته له  یو کال ،  له خپریدلو  څخه بنده شوه.

د شعله جاوید د مبارزې اصول:

شعله یان د یو اوږد او خونړي جنګ او مبارزې ملاتړ دي، لکه څنگه چه په  چین کی ماو همداسی اصول درلودل ،   لکه ماو چه په چین کی د انقلاب د کامیابولو لپاره تر 60 میلیونه چینایان ووژل ،

د ښارونو محاصره د کلیو له لوري ، د بزګرانو ملاتړ کول او قدرت ته رسیدل د تاوتریخوالی د مبارزی دلاری،  ددوی دمبارزی اصول تشکیلوی

شعله یان د خپل ګوند په منځ کې د مختلفو ګروپونو پيدا کېدل او اختلافاتو درلودل، د خپلو ګوندي غړو د فکر او نظر پرمختګ او وده بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د شعله یانو احساسات پر عقل غالب و چې د دوی د خپلمنځي اختلافونو سبب وګرځېد.

د شعله یانو تاوتریخوالی او احساساتي کړنې د دې لامل شوې چې دوی یې د مسکو د ملاتړ کمونیستانو او اسلام پاله ډلو پر وړاندې ودرول چې آن د دوی اصلي ملاتړ کوونکي یانې چین  د شعله یانو له ملاتړ او سازمان ورکولو څخه ناتوانه شول.

نو ځکه په پایله کې په (۱۳۴۹ش) کال لاندې انشعاب د شعله جاوید په ګوند کې رامنځ ته شوی دی:

د محمودي د کورنۍ په رهبرۍ سازمان، د یاري د کورنۍ په رهبرۍ  سازمان، د انجنیر محمد عثمان د کورنۍ په رهبرۍ سازمان ، د مجید کلکاني د کورنۍ په رهبرۍ سازمان، د عبدالله مزاري د کورنۍ په رهبرۍ  سازمان، د بامیاني د کورنۍ په رهبرۍ سازمان او یو بل سازمان د مترقي ځوانانو تر نامه لاندې یو سازمان د ډاکټر محمد اکرم یاري په رهبرۍ تشکیل شول.

د افغانستان د ازادۍ خو ښوونکو سازمان

( سازمان رهایی بخش افغانستان):

په ۱۳۵۱ش کال ډاکټر فیض محمد قندهاري تاسیس کړی چې نوموړی ډاکټر د شعله جاوید د بنسټ اېښودونکو له جمله څخه دی.

مجید کلکاني په (۱۳۵۸ش) کال د ساما په نامه یو سازمان جوړ کړ او په همدې وخت کې د اخګر په نوم یو شخص بل سازمان تاسیس کړ.

د افغانستان انقلابي ګروپ چې مرکز یې په پېښور کې و په (۱۳۵۹ش) کال په یوه اعلامیه کې د دغه سازمان نوم (سازمان رهايي افغانستان) کېښود چې په پاکستان کې یې نشریه د مشعل رهايي په نوم یادېده او همدا رنګه د نوموړي سازمان د ښځو برخه د ( جمعیت انقلابي زنان افغانستان) په نامه یادېږي او نشریه یې د ( پيام زن) په نوم خپرېده.

۹- جمعیت انقلابي زنان افغانستان(راوا):

د (۱۳۵۶ش) کال د جدي په میاشت کې د سردار محمد داوود خان د جمهوریت دوره کې تاسیس شوی چې بنسټ اېښودونکې او رهبره یې د ډاکټر فیض محمد قندهاري میرمن مینا کشور کمال وه.

په (۱۹۵۷م) کال په کابل کې زېږېدلې چې په اصل کې د کونړ د ساداتو له کورنۍ څخه ده، پلار یې سید عبداللطیف نومېده چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل و چې د کمونیستانو له راتګ سره پاکستان ته مهاجر او د بلوچسان د کویټې په ښار کې یې یو ښوونځی د پیام زن په نام جوړ کړ.

په دغه ښوونځي کې د سازمان رهايي بخش افغانستان د غړو بچیان په زده کړو بوخت وو.

مینا کشور کمال په(۱۹۸۲م) کال د اکتوبر په ۲۱ د فرانسې د سوسیالیست ګوند په کنګره کې په افغانستان کې د شوروي پر ضد د مقاومت د استازې په توګه ګډون وکړ.

په یاده کنګره کې د ۱۲۰ هېوادونو استازو ګډون کړی وو، چې شمېر یې تر پنځو زرو کسانو ډېر وو.

مینا کشور کمال په کنګره کې یوه انقلابي وینا وکړه چې د فرانسې په ټولو رسنیو کې یې د سر عنوان جوړ کړ.

د مینا کشور کمال مستعار نوم په سازمان رهايي بخش افغانستان کې عصمت او په جمعیت اسلامي انقلابی زنان کې د لیلا په نامه یادېده، چې وروسته بیا په کشور کمال مشهوره شوه.

په (۱۳۶۰ش) کال د مینا له وژل کېدو وروسته د جمعیت انقلابي زنان افغانستان رهبره فریده احمدي وټاکل شوه.

د شعله یانو ځینې نور سازمانونه او جبهې:

الف: په نورستان کې چې د شوروي د یرغل پر ضد یوه جبهه جوړه شوه، د انور امین او جمعیت الله جلال په مشرۍ په اسلامي جهاد کې شامل شول چې نوموړي دواړه د سازمان رهايي افغانستاان غړي وو او د نورستان اسلامي جهاد په نامه جبهه یې پرانېسته، چې وروسته د یادو دواړو کسانو د مخالفت له امله نوموړې جبهې سقوط وکړ.

ب: په (۱۳۶۰ش) کال یوه بله جبهه د ازادي انقلابي افغانستان په نوم جوړه شوه چې د ساما د گوند دپلویانو  له خوا یې ملاتړ کېده چې د بهسودو د درې په شمال کې د کاتي  قوم جوړه کړه، د نوموړې جبهې رهبري ملا محمد افضل کوله.

لکه څنګه چې په نورستان کې د اسلامي جمعیت او اسلامي ګوند (کلبدین حکمتیار) قوي جبهې موجودې وې، هر وخت د ساما سازمان له غړو سره په جګړه بوخت و، ترڅو چې یې د ساما سازمان په نورستان کې له منځه یووړ  چې ملا رستم او انجنیر ملامحمد نورستان په دغې مبارزه کې ستر رول لاره.

ج: بله جبهه چې په (۱۳۵۷ش) کال په نیمروز کې د پرویز شهر یاري او ګل محمد رحیمي له خوا د نور محمد ترکي د حکومت په وخت کې جوړه شوه. د یادې جبهې ځینې کسان په لاندې ډول ذکر کېږي.

 کریم براهوي، حسین فدایی افسر، جمال الدین د توبچي افسر او عبدالستار ګرګیچ په نوموړې جبهه کې ګډون درلود.

وروسته د پرویز او ګل محمد د مخالفت پر اساس چې په کمونیست متهم وو نوموړې جبهه له سقوط سره مخ شوه.

که څه هم د فراه شعله یانو د ګل محمد رحیم ملاتړ کاوه خو پرویز د سیمې د جهادي ګروپونو له خوا ملاتړ او ګل محمد رحیمي ته یې ماتې ورکړه چې په پایله کې پاکستان ته د تېښتې په وخت کې بلوچانو وواژه.

د: په پروان، کاپيسا( شکر دره، فرضه، کودامان، کوهي صافي) کې هم ماویستانو فعالیت درلود او مهمه جبهه یې تاسیس کړې وه، خو د حزب اسلامي له لوري یې په ټینګه مخالفت کېده، نوموړې جبهې د ساما د مشر مجید کلکاني له مرګ وروسته سقوط وکړ.

د شمالي د ماویستانو جبهه تر (۱۳۶۲ش) کال پورې سقوط شوه او تر (۱۳۶۳ش) پورې یې په داخل افغانستان کې د ساما جبهې له منځه لاړې او یو شمېر پلویان یې د خلق او پرچم ډلو ته تسلیم شول.

هـ: د جاغوري په جبهه کې ساما سرخا او د رهايي سازمان له یو بل سره همکاري کوله چې په ظاهره یې د اتحادیه مجاهدین اسلامي افغانستان تر نامه لاندې فعالیت درلود ، خو په واقعیت کې د ماویستانو او د هزاره قوم د خانانو او د مغل پارت چې د هزاره د نوي نسل یو تنظیم و ملاتړ درلود.

وروسته د نوموړي تظیم یوه جبهه د شیخ عرفاني جاغوري چې د مسکې له قوم څخه و د هنګې په سیمه کې تاسیس کړ.

ف: د سرخا سازمان په (۱۳۵۷ش) د ثور له کودتاه وروسته د خپل شتون اعلام وکړ چې رهبر یې محمد عظیم چې د معادن په وزارت کې د کارتوګرافي مشري کوله او په اصل کې د پنجشیر د بازارک ولسوالۍ اوسېدنکی و، ډېر ژر د تره کي او امین د رژیم په وخت کې ونیول شو او په دار یې کړ، نو ځکه د سرخا سازمان وروسته وشېندل شو.

ق: سازمان رهايي بخش خلق افغانستان یا د افغانستان د خلکو د نجات سازمان چې د ماو تسه تونګ پیروان بلل کېدل چې وروسته له ملي جبهې سره یوځای شول.

ل: د پیکار سازمان په (۱۳۵۷ش) کال د کارګرې طبقې د ازادۍ لپاره مبارزه کوله چې د سرخا سازمان د پاتې شونو له خوا تاسیس شو چې رهبري یې د علي اباد روغتون د یوه استاد ډاکټر (علي احمد) په غاړه وه چې په (۱۳۶۰ش) د نوموړي سازمان رهبران حکومت ونیول. وروسته یې په منځ کې اختلاف پيدا شو، یو شمېر یې د عبدالحکیم توانا او فضل کریم ندیب په مشرۍ د ببرک کامل له دولت سره یو ځای شول.

بلې ډلې یې د معلم سلطان احمد په رهبرۍ د پیکار سازمان تر نوم لاندې خپل فعالیت ته دوام ورکړ.

م: ملي متحده جبهه په (۱۳۵۸ ش) کال د افغانستان د خلکو د نجات د سازمان یا ساما چې عبدالمجید کلکاني یې رهبري کوله، تشکیل شوه.

د نوموړې ملې جبهې په ترکیب کې د ساما، د افغانستان د معلمینو اتحادیه، د افغانستان د مامورینو اتحادیه او د سرخا سازمان ګډون درلود.

ن: اخګر ګروپ:

 نوموړی د ماویستانو ګروپ په (۱۳۵۴ش) کال د سازمان رهايي بخش افغانستان څخه بېل شو چې وروسته یې د ایډیالوژي څه ده؟ تر نامه لاندې سازمان رهايي بخش افغانستان محکوم کړ.

بله نشریه یې د یک ګام به پيش دو ګام به پس یانې یو قدم مخ ته او دوه قدمه شاته تر نوم لاندې نشر شوه.

نوموړی ګروپ د دوجهان انور خواجه چې یو الباني سیاسي رهبر و د نظریاتو پیروي یې کوله.

د ماویستانو نورې ډلې په داخل او په بهر د هېواد کې په پنځه څلوېښتو ګوندونو او اتحادیو کې غړیتوب لري له دې جملې څخه په ځینو اسلامي جهادي تنظیمونو کې هم ګډ شوي دي لکه د اسلامي انقلاب حرکت، اسلامي جمعیت، ملي محاذ، د ملي نجات جبهه، د نصر سازمان او د اسلامي وحدت ګوند.

چین او ځینې غربي هېوادونه لکه المان، فرانسه او امریکا د ماویستانو ملاتړ کوي.

د (۱۳۵۲ش) کال د سردار محمد داوود خان له کودتاه وروسته ماویستانو په المان کې اتحادیه جوړه کړه او فعالیت یې پيل کړ.

د جهاد په دوران کې یې د مجاهدینو په لیکو کې نفوذ وکړ چې د غربي ملاتړ کوونکو له خوا یې هرکلی کېده.

د فرانسې د سوسیالیست ګوند مشر فرانسوامیتران په (۱۹۸۱م) کال د مینا کشور کمال  څخه ملاتړ اعلام کړ، چې د راوا تر نامه لاندې یې فعالیت کاوه او په فرانسه کې یې د سوسیالیست ګوند د کنګرې په مراسمو کې ګډون کړی و.

مینا کشور کمال په (۱۹۸۲م) کال کې د فلورانس کنفرانس ته هم دعوت شوې وه او همدا رنګه د کمال په واسطه د انتل ریډ د کمېټې له خوا د کراچۍ په ښار کې په ملیونونو کالدارې د سازمان رهايي بخش افغانستان ته کومک لېږل کېده چې د مینا له مرګ وروسته یوه امریکايي مایکل باري په نوم یاد کومکونه فریدې احمدي چه د نوموړی سازمان مشرۍ یی کوله ،  ورکول کیدل.

د مجاهدینو له کامیابۍ وروسته هم غربي کړۍ د ماویستانو سیاسي، ټولنیز اواقتصادي ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

د بېلګې په ډول ډاکټر محمد نسیم لودین، ډاکټر مهرو او سیما ثمر یادولای شو همد ارنګه ډاکټر عبدالرحمن اشرف چې دوزارت تر پوسټ ورسید .

چنیایانو د (۱۹۷۰کال) راوروسته د افغانستان ماویستان په کابل کې د چین د سفارت  له لارې ملاتړ او تمویلول.

د ماویستانو د انشعاب وروسته چینایانو د افغانستان د انقلابي خلکو د ګروپ یا سازمان رهايي څخه ملاتړ کاوه.

د شهید سردار محمد داوود خان د حاکمیت په دوره کې  چینایانو په المان کې د خپل سفارت له لارې د افغاني محصلانو عمومي اتحادیې ته کومکونه ورکول.

په (۱۹۷۹م) کال د افغاني ماویستانو اړیکې له چین سره په پاکستان کې د چین د سفارت له لارې تامینېدې.

شعله جاوید په څلوېښتمې هجري لسېزه کې په افغانستان کې یو مهم جریان و ، چې تر اوسه پورې یې ځینې فعال غړی په مختلیفو نومونو   په هېواد دننه او بهر کې فعالیت لري چې له هغې جملې څخه د افغانستان د ماویستانو تشکیلات، د افغانستان د نجات سازمان، د افغانستان کمونیست ګونډ، د افغانستان د کارګرانو سازمان، د افغانستان د ځوانانو انقلابي غورځنګ او د افغانستان د مبارزې کارګرۍ هسته د ماویستانو پر ایډیالوژۍ عقیده لري.

.

د شعله جاوید  نشریه د ډاکټر رحیم محمودي په مدیریت  نشریده  چې وروسته د یوولسو ګڼو نشرولو د حکومت له خوا یې نشرات بند کړ شول چې ډېرې مقالې یې د اکرم یاري له خوا لیکل کېدې او د قهري انقلاب تبلیغات او د پارلمانټریزم پر ضد یې منفي تبلیغات نشرول.

په دې نشراتو سره یې په ځوان نسل کې سخت محبوبیت پيدا کړ چې د کابل پوهنتون د محصلانو د اتحادیې په ټاکنو کې یې په (۱۳۴۸ش) کال کې د درې څلوېښت استازو له جملې څخه دوه ویشت استازي خپل کړل.

د مترقي ځوانانو سازمان وروسته له دې چې د شعله جاوید نشرات بند کړل شول او د رسنیو د اختناق دوره په هېواد کې پيل شوه، د مترقي ځوانانو سازمان له داسې شرایطو سره عادت نه لاره، نو ځکه نوموړی سازمان هم غیر فعال پاتې شو.

په پایله کې یې د مشرانو په منځ کې په (۱۳۴۹ش) کال کې اختلافات پيدا شول، چې انجنیر محمد عثمان لنډی له سازمان څخه ووت او د تاریخي پس منظر په نوم یې د سازمان مشر انتقاد کړ چې وروسته همدغه د انجنیر محمد عثمان لنډي ګروپ د پس منظر په نامه یاد شوی دی.خو وروسته نوموړی ګروپ هم له منځه لاړ

په (۱۳۵۱ش) کال ډاکټر فیض احمد د ځوانانو د سازمان په ملاتړ د سازمان ځینې نیمګړتیاوې په ګوته کړې او یو شعار یې مخ ته کړچې د بې اتفاقۍ او نفاق پر ضد باید د سره انقلاب خوا ته حرکت وکړل شي.

د ډاکټر فیض محمد  د انقلابي خلکو ګروپ وروسته بیا د افغانستان د نجات سازمان په نوم یاد شوی دی.

د اکرم یاري په مشرۍ د مترقي ځوانانو ګروپ په دې وخت کې فعالیت نه لاره او رهبر یې اکرم یاري هم سخت ناروغ و.نو ځکه نوموړي سازمان سقوط وکړ.

اخګر وروسته د ماو له نظریاتو څخه انکار وکړ او د یوه الباني رهبر انور خواجه نظریات یې ومنل.

مجید کلکاني له ځینو ملګرو سره په شمالي کې د (محفل شمالي) په نوم یو ګروپ جوړ کړ چې وروسته په (۱۳۵۳ش) کال د افغانستان د انقلابي خلکو له ګوند سره یوځای شو.

صادق یاري د ځینو نورو شعله یانو سره په (۱۳۵۶ش)کال د افغانستان د خلکو د نجات سازمان یا سرخا ایجاد کړ.

د سرخا سازمان لومړنۍ سیاسي ډله وه چې د ثور له کودتاه وروسته یې یوه اعلامیه نشر کړه او د کمونېستانو کودتاه یې وغندله.

خو څو وروځې وروسته د نوموړي سازمان د یوه غړي د خیانت په سبب ټول رهبران یې د اکرم یاري په ګډون د حکومت له خوا ونیول شول او اعدام کړل شول.

په (۱۳۵۸ش) کې د غزني له ولایت څخه نظامي قوت جاغوري ولسوالۍ ته لاړ اکرم یاري چې د ناروغۍ پر بستر پروت و کابل ته یې راوست او په بیړه یې اعدام کړ.

مجید کلکاني په (۱۳۵۷ش) کال د افغانستان د انقلابي خلکو له ګروپ څخه په درې دلیلونو بېل شو، (د چریکي عملیاتو، د شعله یانو وحدت او د درې جهانه تیورۍ) او د هادي محمودي او نادر علي دهاتي له ګروپ سره چې ساما نومېده یوځای او ملي متحده جبهه یې په ګډه سره جوړه کړه.

 

د نوموړي سازمان یو غړی حکیم توانا په (۱۳۶۰ش) کال د وخت د حکومت د استخباراتو سره لاره پیدا کړه چې د نوموړي سازمان یو ډېر شمېر غړي یې استخباراتو ته په لاس ورکړل او اعدام یې کړل.

مجید کلکانی د (۱۳۵۸ش) کال په وروستیو کې د کابل په مکرویانو کې ونیول شو او په (۱۳۵۹ش) کال اعدام شو.

مجید کلکاني د اعدام په وخت کې یوه  غوښتنه وکړه چې ما له هغو کسانو سره یوځای مه اعداموي چې حفیظ الله امین پورې تړل شوي وي.

مجید کلکاني د خپلو پلویانو په منځ کې د افغانستان د چېګوارا لقب خپل کړی و.

مننه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟