No-IMG

فرانسوي سمندري ساینس پوه ژاک کوستو رحمه الله

د هغه نوم یې واخیست، د صفونو له منځه راولاړ شو، د دریځ لور ته ارام روان شو، له هرې خوا نه ورته د مینې او تعجب لیمې ځیرې دي، دا یو ستر سمندري ساینسپوه دی، په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري، څيړنې یې کړي او د نویو اکتشافاتو ویاړ لري. .

د خطابې د دریځ تر شاه ودرېده، داسې کلمات یې زمزمه کړل چې یوازې پرې مسلمانان پوهېدل، ټول ناست پوهان حیران شول، هغه مهال یې چېغې کړې چې کله یې خبرې په فرانسوي ترجمه شوې...په علمي اکاډمیک چاپیریال کې یې وشرنګېدې، په ټول واک او ځواک یې وویل:

أشهد أن لا إله إلا الله وأن محمداً رسول الله

بلې ... د شلمې پېړۍ په سمندر پوهنه کې تر ټولو مشهور او اوڅار عالم ژاك كوستو- مسلمان شو

ولې مسلمان شو؟

په همدغه ورځ کوستو وویل :

په دې سمندرنو کې مې د الله تعالی د وجود څرګندې نښې وروسته له کلونو څېړنو ولیدلې، بیا مې قران کریم کې چې ۱۴پېړۍ مخکې یې په څرګندو ټکو یادې کړې ولیدلې.ناستو پرې غږ وکړ، د بېلګې په توګه؟

ویې ویل دا قضیه ما څېړلې، او په خپله مې ليدلې:

د جبل طارق تنګی چې د مدیترانې او اتلانتیک سمندر سره بېلوي

د باب المندب تنګی/ سره بحیره عربي بحر او هندی بحر سره جلا کوي .

باید لوی سمندر په وړوکي باندې ور واوړي، خو دا نه دي شوي او هیڅکله هم نه کیږي.

دریم سمندر یې سره جلا کوي، دا سمندر خپلې ځانګړتیاوې لري چې له دواړو سمندرونو جلا دي، په ترشوالي، کثافت، ماهیانو او ان په حرارت کې هم جلا دي، څپې او ماهیان یې هم یو بل ته نه ورننوځي.

یو یمني سمندرپوه ملګري سره په دې موضوع وغږېدم، هغه وویل: تا چې څه یاد کړل دا په قران کریم کې شته دی، بیا یې راته دا ایت تلاوت کړ: {مرج البحرين يلتقيان بينهما برزخ لا يبغيان} الرحمن: 19- 20

دوه مختلف سمندرونه يې یو د بل څنګ کې ځای کړل، په داسې حال کې چې یو له بل سره تماس لري،خو  د داړو ترمنځ برزخ(حجاب) دی، یو پر بل نه ورځي. همدارنګه یې بل ایت ولوست:: {أمّن جعل الأرض قراراً وجعل خلالها أنهاراً وجعل لها رواسي وجعل بين البحرين حاجزاً أإله مع الله بل أكثرهم لا يعلمون } النمل : 61

(ایا هغه شریکان چې تاسې نیولي غوره دی) که هغه څوک چې زمکه یې ستاسې لپاره ارامه ګرځولې، او په هغې کې یې سیندونه جاري کړل، او غرونه یې په کې  محکم وګرځول، او د دوه سمندرنو تر منځ یې حجاب وګرځاوه، ایا له الله سره بل شریک شته دی؟! بلکې د دوی ډېر نه پوهیږي.

دا علمی حرکتونه د دې خبرې څرګند او قاطع دلیل دی چې الله تعالی هغه دی چې په محمد صلى الله عليه وسلم دا ایتونه او قران عظیم نازل کړی دی، که نه محمد صلی الله علیه وسلم چا خبر کړ چې د سمندرنو ترمنځ د اوبو حجاب دی؟!! بې شکه چې دا الله تعالی دی... دا الله تعالی دی

په ټولو چوپتیا واکمنه شوه، حیران دي؟ (ژاک كوستو) خپلې خبرې وغځولې: یو بل کار چې زه یې اسلام ته راوبللم دا ایت و: {والطور وكتاب مسطور في رق منشور والبيت المعمور والسقف المرفوع والبحر المسجور} الطور: 1 ـ 6،

سوګند په طور* او سوګند په لیکل شوي کتاب* په غوړېدلي پوستکي* سوګند په بیت المعمور* او سوګند په لمبه شوي سمندر.

البحر المسجور یعنې: هغه سمندر چې په اور سوځي.

بلې د ټولو سمندرونو له بیخ نه اور راوځي، موږ د دې تصویرنه اخیستي، دا پدیده مو څېړلې ده.

ما درته نه ویل چې دا قران د الله له لوری دی، دا د محمد له لورې نه دی ورپسې یې دا پدیدې د تلویزیون له لارې نمایش ته وړاندې کړې، په تفصیلي ډول یې شرحه کړ.

الله تعالی فرمایې : سنريهم آياتنا في الآفاق وفي أنفسهم حتى يتبين لهم أنه الحق ..

دووی ته به خپلې نښې په افقونو او د دوی په نفسونو کې وښایو تر څو ورته څرګنده شي چې دا (الله) حق دی...........

وخت: کال 1977 .

ځای : د علومو اکاډمي، پاریس

ګډونوال: په تطبیقي علومو، بیولوژي او سمندري علومو کې تر  5000 زیات پوهان.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟