No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏دوحې ته د امیرخان متقي په مشرۍ تللي پلاوي د قطر د صدر اعظم له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړې.

په دې کتنه کې د قطر بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د اقتصادي پروژو پر عملي کېدو ټینګار کړی او د مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی.

‏د قطر بهرنیو چارو وزیر همدا شان دوحې ته له ورغلي پلاوي هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی چې قطر له افغانستان سره اوږد مهاله همکاریو ته چمتو دی.

: ‏د ننګرهار روغتون د روانې ناروغيو څانګې رسنیو ته ويلي دي چې دغه څانګه کې ۹۵۰ ناروغان دي چې ډېرې په کې د تېر حکومت پوځي کسان دي.

د ډاکټرانو پر وينا چې ناڅرګند برخلیک او اقتصادي ستونزې سبب شوې دي چې دغه کسانو ته ناروغۍ پيدا شي.

: ‏د افغانستان بانک په يوې خبرپاڼې کې راغلي دي، چې هغه نغدې پیسې چې د ا.ا.ا د مسئولینو له لوري په پنجشیر، خوست، کابل او لوګر ولایتونو کې نیول شوې وې او د دې بانک په خزانه کې ساتل کېدې د مالیې وزارت ځانګړي حساب ته ته ولېږدول شوې ‏د بانک په خبرپاڼه کې د پیسو کچه او ډول

 ۸۶،۱۶۴،۳۵۰ افغانۍ

۱۵،۹۹۵،۳۷۷ امریکایي ډالر

۷،۴۵۰ یورو

۳۰،۳۵۰ هندۍ کلدارې

۳۰۰ د عربو د متحده اماراتو درهم ښوودل شوې ده.

: ‏د اوبو چارو تنظیم ملي اداره وايي چې په نېږدې راتلونکې کې به د پاشدان، بخش اباد او شاه - عروس بندونو پاتې چارې پيل كړي.

دغه ادارې ويلي دي چې د پورته بندونو او يو شمېر نورو پروژو د ښه مدیریت په پار يې ځانګړې کمېټه رامنځته کړې ده.

: ‏هغه کسان چې پاسپورټ رياست کې د پاسپورټ اخستنې لپاره تللي هلته له ګڼې - ګوڼې او ګډوډۍ سرټکوي.

دوی نیوکه کوي چې پر پاسپورټ رياست د زیاتې ګڼې- ګوڼې له امله له ستونزو سره مخ او نوبت ورته نه رسي.

: ‏یگانه تلویزیون ورزشی افغانستان فعالیت‌اش را متوقف ساخت.

: ‏کرکت بورد افغانستان لیست پانزده نفری بازیکنان برای اشتراک در جام جهانی بیست‌آوره را اعلام کرد.

: ‏د ا.ا.ا کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې ده چې د پخوا په څېر به د الکټرونیکي پېژندپاڼو ویشلو بهیر پیل شي. په همدې توګه به برېښنایي پېژندپاڼې د افغانستان اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې وویشل شي.

: ‏قطر له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو ډاډ ورکړی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې له افغانستان دوحې ته تللي پلاوي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر عبدالرحمن آل ثاني سره کتلي دي. نوموړي افغان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي چې قطر له افغانستان سره همکاریو ته تیار دی.

: ‏افغان لوري امریکا ته د افغانستان د بې ثباته کولو په تړاو خبرداری ورکړی دی. د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره لیدلي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د حکومت د بې ثباته کولو هڅه و نه کړي.

: ‏آغاز انتخابات پارلمانی در عراق.

رای گیری برای انتخابات عمومی زودهنگام عراق از صبح امروز آغاز شده.

: ‏حمله نظامیان اسرائیل به خانه خطیب مسجدالاقصی.

باشگاه اسرای فلسطینی طی بیانیه‌ای اعلام کرد که نیروهای پلیس اسرائیل صبح امروز به منزل شیخ عکرمه صبری، خطیب مسجدالاقصی در قدس اشغالی یورش بردند.

: ‏تظاهرات مردم تونس علیه تصمیمات اخیر رئیس‌جمهور این کشور.

به گزارش خبرنگار آناتولی از تونس، صدها نفر در اعتراض به تصمیمات قیس سعید، رئیس جمهور این کشور در خیابان حبیب بورقیبه پایتخت آن تجمع کردند.

: ‏ښايي افغانستان له برېټانیا د تېرې شل کلنې جګړې غرامت وغواړي. د مېرور په نامه یوې برېټانوۍ نشریې لیکلي طالبان په دې لټه کې دي چې له برېټانیا د تېرې شل کلنې جګړې له امله غرامت او تاوان واخلي چې ښایي میلیاردونو ډالرو ته ورسېږي.

: ‏د ژمي تر را رسېدو مخکې دې په افغانستان کې اړمنو ته بشري مرستې ورسول شي. د م.م د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ  ویلي چې میلیونونه افغانان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او دا ډېره جدي خبره ده چې د ژمي تر را رسېدو مخکې باید دوی ته اړینې مرستې ووېشل شي.

: ‏د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان وضعیت او د بایډن پر مدیریت نیوکه کړې ده. دده په خبره د امریکايي حکومت هغه ادعاوې بې بنسټه دي چې وایي له افغانستان یې مهم نظامي تجهیزات ایستلي او لسګونه ټانګونه یې ویجاړ کړي دي.

: ‏د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په بلخ ولایت کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل کېدل یو مثبت ګام دی. دده په خبره تمه ده چې د هېواد په نورو ښارونو کې هم نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.

: ‏ایران وایي دوی بریالي شوي چې ۱۲۰ کیلو ګرامه یورانیم غني کړي. دا شل سلنه غني یورانیم بلل کېږي چې په اټومي وسلو کې هم ترې استفاده کېدلی شي. د ایران د اټومي انرژۍ رییس محمد اسلامي وایي دوی ددې وړتیا لري چې فلزي یورانیم هم غني کړي او ددې کار د ثابتولو لپاره یې ځينې کارونه پيل کړي دي.

: ‏د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، په روسیه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط په پېښه کې ۱۹ مسافر مړه شوي او درې نور سخت ټپيان شوي دي. راپورونه وایي چې دا الوتکه د منزلینسک په سیمه کې د تخنیکي ستونزو له امله را غورځېدلې ده.

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) ویلي چې تر اوسه پورې افغانستان ته ۱۸۶ قلمه صحي او طبي تجهیزات رسېدلي دي چې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه وګړو لپاره بسنه کوي. یاد سازمان نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا وسائل په ۹ پروازونو کې کابل ته لېږدول شوي دي.

: ‏واشنګټن کې د قطر سفير مشعل بن حمد آل ثاني وايي چې کابل کې د افغانستان امريکايي پوهنتون به قطر ته انتقال شي.

د نوموړي په وينا چې د دغه پوهنتون افغان محصلين به قطر کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

: ‏پاکستانی فزيک پوه عبدالقدير خان نن د ۸۵ کالونو په عمر ومړ؛ نوموړي له پاکستانه اټومي ځواک لرونکی هېواد جوړ کړ.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان يې پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او زیاتوي چې د وصيت اړوند به د فيصل جومات انګړ کې خاورو ته وسپارل شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟