
د دعوتګر عبدالرحمن السميط جالبه او نادره کيسه
د یو کلي په اړه یې واوریدل چې اسلام نه دی ور رسېدلی، د ورتګ هوډ یې وکړ، ملګرو یې وویل:
- نه شو کولی! زموږ او د کلي ترمنځ سیند دی چې له مګرمچانو( تمساح ګانو) ډک دی.
ده وویل:
- ما ورولی زه مسئولیت پر غاړه اخلم.
موږ په سیند ورتېر شو، هرې خوا مګرمچان تاوېدل، کلي ته ننوتلو، خلک حیران شول، ویې ویل:
دلته څنګه راورسېدئ؟!
ومو ویل:
-الله وساتلو ځکه چې د هغه دین خپروو! اسلام مو ورته شرحه کړ
مشر یې راته وویل:
- موږ یو شرط لرو، که دې پوره کړ، موږ مسلمانیږو
- شرط مو څه دی؟!
- کلونه وشول چې په موږ باران نه کیږي، خپل رب نه دې زموږ لپاره باران وغواړه!
- سمه ده، خو تاسې کلیوال راټول کړئ، هغوی راټول شول، راپورته شوم، اودس مې وکړ، بیا په لمانځه ودریدم، الله ته په سجده پریوتم، زخت مې وژړل، ومې ویل:
- ( ای ربه د عبدالرحمان دین د عبدالرحمان په ګناه مه خواروه ). تر هغې مې له سجدې سر پورته نه کړ، تر څو چې مې د بریښنا غږ وانه وریده، سر مې راپورته کړ، باران راښکته شو، ټول کلي چېغې کړې: ( نشهد أن لا إله إلا الله ) تکبیر مې وکړ او د الله ستاینه مې په ځای کړه .
په لاس یې په افریقا کې تر 11 مليونه ډېر وګړي مسلمانان شول، پوره 29 کاله یې په افریقا کې خلک د الله تعالی وحدانیت ته رابلل.
تقریبا 5700 مسجدونه او 15000 دارالایتامونه، 124 روغتونونه او 840 دارالحفاظونه یې ودان کړل.
دا دعوتګر شخصیت عبدالرحمن السميط دی.
" رحمه الله وأسكنه فسيح جناته "