No-IMG

د مصر د اخوان المسلمین د نهضت ظهور

زلمی زابلي

 

د اخوان المسلمین د نهضت تاسیس په مصر په ځانګړي ډول په عربستان، مصر او سوریه کې  په دې علت و چې د یوه اړخه خپل اسلامی امت په اسلامی مفکوره پوهه کړی او د استعمار په وړاندی متحد سی ، داسلام ددین په واقیعت خبر شی اود بله طرفه خپل اسلامی امت د شوروي اتحاد دکمونیسم د مفکوری  د ملاتړ کوونکو دفعالیت څخه مصون وساتی

، نو ځکه یې د اخوان المسلمین نهضت په ډیر شدت سره پرمختگ وکړ ،

حتی غربی هیوادونو هم  د عربستان له لارې یې د اخوان المسلمین د نهصت ملاتړ  کاوه.

چه وروسته د مصر او عربستان د لاری د اخوان المسلمین فعالیت او اثرات د افغانستان  دینی ټولنی ته هم سرایت وکړ چه د کابل پوهنتون ځینی استادان په مصر او عربستان کی د لوړو دینی زده کړو وروسته په یاد پوهنتون کی د استادی مقدسه دنده مخته بیوله، چه ښه مثالونه یی استاد  عبدالرحیم نیازی  دی

د اخوان المسلمین ګوند اهداف په

لاندې شپږو اصولو ولاړ دی:

۱- علمي اصل:

د قران کریم بشپړ تفسیر او همدا رنګه د اسلام حقیقي بڼې ( قرآن شریف او سنت ) ته مراجعه کول.

اخوان المسلمین د علامه سید جمال الدین افغان او شاگرد یی محمد بن عبدو ، هغه لاره چې یوه نیمه پېړۍ مخکې يې پيل کړې وه، دغه لاره بیا ځل تعقیبوي او پر اسلام باندې د بې مورده او بې دلیله تورنو له منځه وړل

۲- عملي اصل:

د مصر د ملت متحد کول، د قراني اصولو پر بنسټ د اسلامي هېوادونو اتحاد،، اصلي اسلام ته مراجعه او د نوي نسل تربیت د اصلي اسلام پر اصولو، ترڅو راتلونکی نسل د قران تابع وي.

د بېلابېلو اسلامي ډلو د نظریاتو نږدې والی د اخوان المسلمین له اصلي مسوولیتونو له جملې څخه دي.

په دې اړه د اخوان المسلمین یو دیني عالم داسې وايي:( موږ به تر هغه وخت پورې خاموش او بې پروا پاتې نه شو، ترڅو چې مو په ټولنه کې د قران قوانین نافذ کړي نه وي، یو شېبه به هم ارام ونه کړو، دا ځکه چې د همدغه هدف په پار موږ ژوندي یوو.)

۳- اقتصادي اصل:

د ملي ثروت او شتمنۍ پراختیا او ساتنه، د ژوند د سطحې لوړول، د فردي او ټولنیز عدالت تامین، د ټولنې لپاره د فرصتونو تضمین، د مصر په اقتصاد کې د بهرنیو د نفوذ محدودول، د کورنیو صنایعو رشد، د کارګرې اتحادیو تشکیل او د زیار کښانو د ژوند د اقتصادي او ټولنیزې سطحې لوړول.

غربي هېوادونو، فاشست ، سوسیالیست او ډموکرات هېوادونو هر یو په یو ډول له پورتینو اصولو په خپلو حکومتونو کې ګټه اخېستې ده.

۴- ټولنیز او بشر دوستانه اصل:

ټولنیز خدمتونه، د بې سوادۍ او ناپوهۍ له منځه وړولو هڅې، غربت او د عامه ګټو او ګټورو کارونو لپاره د ټولنې هڅول.

۵- وطن دوستۍ او نیشنلېست اصل.

د بهرنیانو له منګولو څخه د نیل د درې ازادي او همدا رنګه د ټولو عربي هېوادونو او د اسلامي نړۍ ازادي، د اسلامي اقلیتونو سره مرسته د دې لپاره چې په ټولو هېوادونو کې مسلمانان د خپلو تلف شویو حقونو څخه برخمن شي، د عربو له اتحاد څخه ملاتړ، د اسلامي بین المللي ټولنې د تشکیل لپاره دوامداره هڅې، د بین المللي همکاریو د پرمختګ لپاره هڅې په دې منظور چې دبشر حقونه او د ازادۍ ساتنه د اسلام د قوانینو پراساس او همدا رنګه د اسلامي انقلاب صدور.

۶- بشردوستانه او نړیوال اصل:

د اخلاقي اصولو پر بنسټ د ټولنې ایجاد که څه هم مادي او یا هم معنوي اوسي، د اسلام د نړیوال قوانینو په مټ د تقوا او اخلاقو دودول.

د اخوان المسلیمن په ځینو لیکنو کې

لاندې اصول هم ذکر شوي دي:

۱- د ډله ییز او مذهبي جنجالونو څخه لرې والی، دا په دې مانا ده چې اخوان المسلمین په هیڅ ډلې او ګروپ پورې تړاو نه لري، یوازې د اسلام د جوهر او روح پر بنسټ عمل کوي او غواړي چې د دین په فرعو کې له جنجالونو څخه مخنیوی وکړي او د اسلام ټولې ډلې له جنجالونو څه لرې وساتي

۲- اجتهاد:

د مشخصو  خلکو د حاکمیت او تسلط څخه اجتناب،.

۳- له سیاسي ګروپونو او ګوندونو څخه اجتناب:

۴- ګام په ګام سیاست:

د اخوان المسلمین غورځنګ مخکې له دې چې خپلې ورستۍ موخې ته ورسېږي، باید ځیني مرحلې طی کړي، چې عبارت دي، له تبلیغ، بیان، د ایډیالوژۍ تفسیر، عمل او پایله.

۵- د اهدافو د تحقق لپاره له مختلفو ځواکونو څخه ګټه اخېستل:

.

۶- د اسلامي حکومت تاسیس:

۷- اخوان المسلمین په پيل کې د مصر د خلکو ورسته د ټول عرب ملت او په ورستي تحلیل کې د ټول اسلامي امت پریووالي ټینګار کوي.

۸- پر خلافت عقید لرل او د خلافت  احیا کول یې د پروګرام د سر ټکی دی،.

۹- د اروپايي هېوادونو پر وړاندې د اخوان المسلمین درېځ:

اخوان المسلمین د هر هغه هېواد پر وړاندې چې پر اسلامي نړۍ تېری کوي، مقاومت کوي تر هغه وخت چې متجاوز ته یې سزا نه وي ورکړي،

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟