No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان بانک پخواني مشر اجمل احمدي فارن افېرز رسنۍ ته په يوې تازه مقالي کې ليکلي چې د دوحې هوکړه سبب شوه چې د افغانستان تېر حکومت سقوط وکړي.

احمدي ليکلي چې د يادې هوکړه په ترځ کې ۵۰۰۰ طا_لب بندیان خوشي شول. چې اوس يې ډېرې کسان پر لوړو دندو کې دي‌، دی وایي چې امريکايي ځواکونو ته په کار وه چې همداسې له افغانستانه وتلي وای خو د دوحې تړون يې بايد نه وای لاسليک کړی.

: ‏رئیس جمهور سابق افغانستان، حامد کرزی با بهادر آمینيان سفیر ایران دیدار کرد؛ در مورد روابط دوجانبه ایران و افغانستان و کمک های بشردوستانه ایران به افغانستان صحبت کرد.

: ‏د پکتيا د پوهنې رئيس: ژر به د نجونو ښوونځي پيل شي چې ټولګي  به يې له هلکانو جلا، اسلامي حجاب او ټرانسپورټ به ولري.

: ‏اروپايي ټولنه افغانستان سره يو ميليارد امريکايي ډالر مرسته کوي:

د اروپايي کمېسيون مشر وايي چې د نړۍ شل سترو هېوادونو په ناسته کې چې افغانستان په اړه جوړیږي، افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې يو میلیارد امريکايي ډالر مرسته کوي.

: ‏د عبدالرحمن معاون په نوم يو مدني فعال نن د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه اړوند کې د ناڅرګندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

: ‏۱۲ نفر از جمله افراد زیر سن قانونی به دلیل سرقت تلفن ها در کابل بازداشت شده اند.  مقامات می گویند که این کودکان توسط گروه های سارق مسلح در کابل مورد سو استفاده قرار می گرفتند.

: ‏د بهرنيو چارو سرپرست امیر خان متقي وایي،له ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی.

نوموړي د قطر پلازمېنه دوحه کې د شخړو او بشري څېړنو مرکز کې یوه کنفرانس ته ویلي، له ګاونډیو هېوادونو یې دا ډاډ ترلاسه کړی، چې د دوی له نظام سره به ښې اړیکې ولري.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي، چې د اګېسټ په ۱۵ مه د اسلامي امارت ځواکونو غوښتل تر خبرو وروسته کابل ته ننوځي، خو د اشرف غني تېښتې سره د واک تشه جوړه شوه - نو دوی بیا خپلو ځواکونو نه وغوښتل چې د کابل د امنیت ټینګښت لپاره ښار ته ننوځي.

: ‏د باختر دولتي آژانس د خبر له مخې بریتانیا کې یو شمېر تازه افغان مهاجرینو افغانستان ته د بېرته راتګ غوښتنه کړې ده. په هوټلونو کې د ژوند ناوړه وضعیت، د روغتیا پاملرنې نشتوالی او د کوربه هېواد نه پاملرنه هغه لاملونه دي چې دوی یې بېرته راتګ ته اړ کړي دي.

: ‏د کندوز د وروستۍ چاودنې ټپيان ایران ته د درملنې په موخه لېږدول کېږي. د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا په غوښتنه د کندوز د پېښې ځینې ټپیان به ایران ته د لا ډېرې درملنې په موخه لېږدول کېږي. سرچینې وایي دمګړی د هغو ټپیانو لېږد پيل شوی دی چې په کندوز کې یې د درملنې امکانات کم وو.

: ‏د عامې روغتیا وزارت وایي، که نړیواله ټولنه په روغتیايي برخه کې په خپل وخت مرستې ونه‌کړي، نو په افغانستان کې به لوی بشري ناورین را منځ ته شي.

: ‏د پاکستان پر  صدراعظم عمران خان له دې کبله سختې نیوکې شوې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک 'ټي ټي پي ' یې د پښتنو غورځنګ بللی.

د پاکستان پارلمان کې د وزیرستان استازي محسن داوړ له خان غوښتنې چې د پښتنو احساساتو 'ځورولو ' له کبله بخښنه وغواړي.

‏له عمران خانه د 'مډل ایسټ ای ' خپرونې مرکه کې پوښتنه وشوه، چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته پاکستان کې ولې ثبات نه راځي؟ نوموړي پله ځواب کې ویلی چی ''ټي ټي پي د پاکستان لوري پښتانه دي.   

د ‏دې مرکې له خپرېدو وروسته محسن داوړ په یوه ټویټر پیغام کې پر عمران خان نیوکې وکړې او په وینا یې نوموړی ''یو ځل بیا پښتانه ترهګر بولي.'

: عمران خان، نخست‌وزیر پاکستان هشدار می‌دهد که اگرتحریم‌ها بر امارت اسلامی برداشته نشوند، احتمال می‌رود که افغانستان به دهه نود میلادی برگردد.

خان از جامعه جهانی می‌خواهد که تحریم‌ها بر امارت اسلامی را کاهش بدهند و با طالبان تعامل کنند.

عمران خان گفته است: «این یک نقطه خیلی مهم است که جهان باید با افغانستان تعامل کند، در غیر آن، در ادامه این اوضاع طالبان به آسانی به سال ۲۰۰۱، یعنی بیست سال گذشته بر خواهند گشت

نخست وزیر پاکستان طالبان را ابزاری برای شکست داعش در افغانستان می‌داند و می‌افزاید که طالبان به جامعۀ جهانی تعهد سپرده اند که حقوق بشری در افغانستان را حرمت بدارند و با گروه‌های هراس افگن قطع رابطه کنند.

خان گفته است: «باور کنید که طالبان بهترین ابزار برای نابودی گروه داعش در افغانستان استند

: ‏اردوغان: بار مسئولیت مبارزه با تغییرات_اقلیمی و مشکلات محیط زیستی نباید تنها بر دوش کشورهای خاصی قرار گیرد.

-تمامی کشورها بدون توجه به قدرت اقتصادی، موقعیت جغرافیایی و مسئولیت تاریخی خود باید وظایف خود در این زمینه را بر عهده بگیرند.

: ‏خطیب‌زاده: روابط ما با آذربایجان بسیار دوستانه است.

سعید خطیب زاده، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران در گفتگو با رادیوی دولتی این کشور، گفت: روابط ما با آذربایجان بسیار دوستانه خوب و چند لایه است.

: ‏رئيس‌جمهور ترکیه: برقراری امنیت و ثبات در اسرع وقت در افغانستان در سطح بین ‌المللی حائز اهمیت است.

اردوغان: من پیشنهاد ایجاد یک گروه کاری در داخل گروه 20 در مورد افغانستان را مطرح می‌کنم. ما به عنوان ترکیه به دنبال ریاست این گروه هستیم.

: ‏صندوقبینالمللی_پول میزان رشد اقتصادی ترکیه برای سال 2021 را از 5.8 درصد به 9 درصد افزایش داد.

: ‏د نړۍ د شلو بډایه هېوادونو مشران نن د افغانستان په اړه غونډه کوي. دا ځانګړې سرمشریزه د هغه ناورین د ځوابولو لپاره را بلل شوې چې افغانستان ورسره مخ دی.

: ‏هند وایي، پنځه عسکر یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له سخت دریځه وسله‌والو سره په نښته کې وژل شوي دي.

: ‏امریکا په کالیفورنیا کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي. د فاکس نیوز د خبر له مخې، چې د اور وژنې ټیم په دغه پېښه کې د دوو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی، خو داسې ویل کېږي چې کېدای شي د مړو شویو کسانو شمېر تر دې هم زیات وي.

: ‏د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون ویلي چې په نړۍ ځانګړې توګه د کوریا په جزیره کې د ټولو ستونزو رېښه په امریکا کې ده. نوموړي د یو تسلیحاتي نندارتون په څنډه کې دغه راز جنوبي کوریا هم په دوه مخیتوب تورنه کړې او زیاته کړې یې ده چې جنوبي کوریا هم د امریکا ډول ته ګډېږي.

: ‏د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي جسپیر ویک ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستو او دغه راز له ا.ا سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. نوموړي دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په دوحه کې په یوه لیدنه کې کړې دي.

: ‏د افغانستان پر بیارغونه د څار امریکایي ادارې (سیګار) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې ۱۱۴ زره افغانان او ۳۵۸۷ بهرنیان وژل شوي دي.

: ‏هند وایي له خپلو ځينو بندرونو د پاکستان، ایران او افغانستان توکو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي. ځينې بهرنۍ رسنۍ وايي چې په دې وروستیو کې هندي پولیسو په خپلو بندرونو کې په هغو توکو کې لسګونه کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي چې د یادو هېوادونو ترمنځ تبادله کېدل.

: ‏روسیه وایي په افغانستان کې دې د امریکا له پاتې وسلو د ورانکاره موخو لپاره ګټه نه اخیستل کېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات غوښتونکي دي.

: ‏د هند او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شینکر له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په قرغزستان کې کتلي دي. دواړو لورو په سیمه کې پر روان وضعیت او افغانستان خبرې کړې دي.

: ‏د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سیکا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې پر افغانستان خبرې کړې دي. هغه ویلي چې د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي او ټول په دې باور دي چې د افغانستان له ثبات پرته د سیمې او نړۍ ثبات ناشونی دی.

: ‏د ملگرو ملتونو سرمُنشي انتونیو ګوتریش په ملګرو ملتونو کې خبریالانو سره خبرو کې ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید له افغانستان سره مرستې چټکې کړي چې د افغانستان د اقتصاد د پرځېدو مخنیوی وشي.

: ‏هند وايي افغانستان باید د ترهګرۍ او افراطیت پر سرچینې بدل نشي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د شلو سترو صنعتي هیوادونو په غونډه کې مې برخه واخیسته او ټینګار مې وکړ چې د ترهګرۍ او افراطیت پر سرچینې د افغانستان د بدلیدو باید مخنیوی وشي.

‏مودي همداراز له افغانانو او د افغانستان له ټولشموله ادارې سر ه د نړیوالو د عاجلې مرستې غوښتنه کړې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟