No-IMG

حکمتيار: لومړى ځل دئ چي موږ د طالبانو د حكومت بلاقيد و شرط ملاتړ او حمايت اعلان كړ

متن خطبه محترم حکمتيار صاحب (جمعه 23 ميزان 1400)

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَلَا تَحۡسَبَنَّ ٱللَّهَ غَٰفِلًا عَمَّا يَعۡمَلُ ٱلظَّٰلِمُونَۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمۡ لِيَوۡمٖ تَشۡخَصُ فِيهِ ٱلۡأَبۡصَٰرُ ٤٢ مُهۡطِعِينَ مُقۡنِعِي رُءُوسِهِمۡ لَا يَرۡتَدُّ إِلَيۡهِمۡ طَرۡفُهُمۡۖ وَأَفۡ‍ِٔدَتُهُمۡ هَوَآءٞ . ابراهيم: 42- ٤٣  صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

او د الله په اړه دا گمان مه كوه چي له هغه څه به غافل وي چي دا ظالمان ئې كوي، يقيناً چي (په دې مهلت سره ئې) يوازي هغي ورځي ته ځنډوي چي سترگي په كي (له ډېره هيبته) رډي رډي شي، داسي ځغاستونكي به وي چي سرونه به ئې هسك پاته وي، نظر به ئې نه ورته راگرځي، زړونه به ئې په وتو (او له سينې په ختو) وي.

په دې مباركو آيتونو كي څو مهمي لارښووني شوې:

•             داسي مه انگېره چي ظالمانو ته مهلت وركول يا له دې كبله دي چي د سزا وړ نه دي او يا له دې كبله چي الله تعالى ترې غافل دئ، دا مهلت پاى لري. هغه ورځ هرومرو راتلونكې ده چي الله تعالى به له دوى سره محاسبه كوي او په الهي عذاب به اخته كېږي.

•             دا ځنډ به دوى له هغي سختي ورځي سره مخامخ كړي چي له هيبته به ئې د دوى سترگي رډي رډي راختلې وي، لاندي او يوې خوا بلي خوا ته به كتلى نشي، يوه او بل لوري ته به تښتي، سترگي به ئې نه رپېږي، باڼوگان به ئې نه سره ورځي، زړونه به ئې له ډېري وېري په وتو وي.

دا د الله تعالى نه بدلېدونكى سنت دئ؛ هر مغرور او بدمست ځواك چي د ظلم او تېري لار غوره كړي حتماً به له همداسي تور برخليك سره مخامخ كېږي. موږ د دې ثابت الهي سنت مصداق په وار وار په خپلو سترگو وليد. د بريتانيا ماته او زوال او په بريتانيا پوري د تړلو ذليلو حكامو تور برخليك. د شوروي زوال او د شوروي د ملحدو او مفسدو بړېڅو بده پايله، د ناټو شرمېدلې ماته او د دوى د سيكولر مزدورانو سپيره برخليك؛ د همدې الهي سنت او د قرآن د دغو مباركو آيتونو څرگند مصداقونه دي.  

وروڼو خوېندو!

افغانستان له يوه بل حساس پړاو تېرېږي، دښمنان په كمين كي دي، شرارتونه كوي، د يوه بل جنگ پيلولو په لټه كي دي او تيارى ورته نيسي، له يوې خوا د امريكا او په ناټو كي د شاملو هېوادو گواښونه او تهديدونه، چي غواړي خپله شرمېدلې ماته او سپك شوى حيثيت؛ جبران كړي. د افغانستان فضائي حريم په مكرره توگه نقض كوي، ډرون جهازونه ئې د افغانستان په فضاء كي چورلي، وايي: د تروريستانو خلاف بريدونه به ئې دوام كوي او په دې اړه د طالبانو اجازې ته ضرورت نه لرو، د افغانستان بانكي پانگي ئې منجمد كړې، د تحريمونو په وضع كولو سره ئې گراني او د ضروري توكيو د كمښت ستونزه راولاړه كړې، هڅه كوي چي هيڅ هېواد د افغانستان نوى حكومت په رسميت ونه پېژني. د دغو هڅو په نتيجه كي د اسلامي هېوادو هغو حكومتونو هم نوى حكومت په رسميت ونه پېژندو چي طمع وه له ځنډ پرته به دا حكومت مني او ديپلوماتيكي اړيكي به ورسره پيلوي. متأسفانه د دغو هېوادو وضعيت داسي دئ چي نشي كولى په مهمو نړۍ والو قضاياوو كي مستقل دريځ غوره كړي، ځينو د افغانستان په اشغال كي د شوروي ملتيا وكړه او ځينو د ناټو!! كه دوى غواړي چي د افغانانو تر منځ روغه جوړه وكړي نو لار ئې دا نه ده چي د غربي اشغالگرانو ملگرتيا وكړي او د افغانستان د نوي حكومت د منلو په ارتباط هغه شرائط وضع كړي چي امريكا او اروپا وضع كړي، مگر نشي كولى رغنده، سالم او مستقل دريځ غوره كړي، داسي چي هم نوى حكومت په رسميت وپېژني او هم د روغي جوړي او پراخ بنسټ حكومت رامنځته كولو لپاره په مستقله او صادقانه توگه هڅه وكړي. نه دا چي له اشغالگرانو سره همغږي شي او د غرب د يوه بل لاس پوڅي حكومت د رامنځته كېدو لپاره لار پرانيزي.

له بلي خوا د مسكو له چارواكو داسي څه اورو چي جنگي شعارونو ته ورته دي؛ او له افغانانو سره ئې دا اندېښني راولاړي كړې چي ښايي مسكو به يو ځل بيا له امريكا سره د يوه بل جنگ په تپلو كي ملگرتيا وكړي. د افغانستان پولي ته نږدې د روسي ځواكونو فعال حضور او د تحركاتو تشديد د افغانانو اندېښنې زياتي كړې، مخكي ئې د اوزبكستان او تاجكستان په اشتراك نظامي مانور ترسره كړ؛ اورېدل كېږي چي غواړي يو ځل بيا دې ته ورته خو د مشترك المنافع هېوادونو د ځينو نورو غړو په گډون پراخ نظامي مانور ترسره كړي، د همدغو هېوادونو له امنيتي مسئولينو سره د پوتين آن لاين ناسته او ويډيو كنفرانس او د افغانستان د حساس او ترينگلي وضعيت په اړه د هغه اظهارات همدا مطلب په گوته كوي. د ده دا وينا عادي نه ده چي وئې ويل: له افغانستان د مشترك المنافع هېوادو غړو ته امنيتي گواښ متوجه دئ!!

د ښاغلي پوتين دې وينا هم د افغانانو اندېښني زياتي كړې دي چي وئې ويل: یو شمېر تروریستي ډلي چي له داعش سره تړاو لري او په عراق او سوريې كي ئې د جنگ تجربې ترلاسه كړې؛ افغانستان ته راانتقال شوې او په فعاله توگه د منسجم كېدو په حال كي دي!! د دوى له لوري مشترك المنافع هېوادو ته گواښونه متوجه دي چي د مخنيوي لپاره ئې بايد لازم گامونه واخيستل شي!! ښاغلي پوتين دا ونه ويل چي څوك داعش راانتقالوي او له كومي لاري؛ البته د داسي اظهاراتو او تورونو مخينې ته په پام سره جوته ده چي هدف ئې امريكا او ملگري ئې دي!! خو امريكا اوس له عراق او سوريې افغانستان ته نه زمكنۍ لار لري او نه فضائي، كه د زمكي له لاري راځي نو يا د ايران له لاري راتلى شي او يا د شمالي گاونډيو له لاري.

په داسي حال كي چي د تروريزم رېښې له افغانستان بهر دي، له اشغالگرانو سره يو ځاى راغلي او د هغوى په فعال شتون كي ټوكېدلي، معمولاً گوندي تروريزم د دولتي تروريزم زېږنده وي، اصلي تروريستان استعماري ځواكونه دي، تروريستان نه مخكي له عراق او سوريې افغانستان ته راغلي او نه اوس،  دلته نن يو عراقي او سوري جنگيالى هم نشته، جنگ او تروريزم سره تړلي دي، جنگ شوروي اتحاد او متحده ايالاتو پر افغانستان تحميل كړ، تروريزم دوى زېږولى او پاللى. او د يوې پلمې په توگه ئې ترې استفاده كړې، په افغانستان كي ډېرى تروريستي عمليات د اشغالگرانو استخباراتي شبكو تر سره كړې؛ خو لاس ئې د داعش په لمنه پاك كړي، خپل تروريستي عمليات ئې د داعش له مجهول آدرس اعلان كړي او مسئوليت ئې هغوى ته منسوب كړى،

دوى پر افغانستان د يوه بل جنگ تپلو اراده لري، دا جگړه به له داعش سره د جنگ په نامه پيلوي؛ نه د افغانستان د بيا اشغال يا د اوسني حكومت د ړنگولو په نامه! د همدې لپاره ئې د داعش د فعاليتونو او خطر په اړه تبليغات پراخ كړي، د كندز د شيعه استوگنو په جومات كي وروستۍ وحشيانه چاودنه د هغو اسخباراتي شبكو كار دئ چي د بل جنگ پيلولو لپاره لار آوارول ئې مأموريت دئ. له دې وحشيانه عملياتو داعش ته هيڅ گټه نه رسېږي، بلكي د ولس له لازياتي كركي سره ئې مخامخ كوي او حيثيت ئې صدمه گوري؛ داسي هېواد هم نشته چي د داسي عملياتو په بدل كي تروريستانو ته جائزه وركړي، هغو ته ئې گټه رسي چي د اوسني حكومت ړنگول ئې د نظامي او استخباراتي سټراټيژي أساسي برخه ده.

له بلي خوا گورو چي په تاجكستان كي د مقاومت په نامه د يوې جنگي ډلي فعاليتونه تشديد او د افغانستان هغه دښمنان په كي راغونډېږي چي هم د شوروي اتحاد كرايي جنگيالي وو او هم د ناټو!! امام علي رحمن دوى ته پناه وركړې او د دوى په وياند او سرسخت مدافع بدل شوى. په همدې ارتباط پاريس ته تللى، د فرانسې جمهور رئيس د اليزه قصر كي ورسره ليدلي او هغه ته ئې د خپلي مرستي ډاډ وركړى. فرانسه د اسلام او مسلمانانو ضد هڅو كي مخكښ ده؛ د شمالي ټلوالي او په ځانگړې توگه د شورى نظار په زېږولو، پړسولو او جنگ ته چمتو كولو كي ئې فعاله ونډه وه، مخكي ئې د حزب اسلامي په خلاف وجنگوله او اوس غواړي د طالبانو په خلاف ئې وجنگوي.

وروڼو خوېندو!

اوس او د ډېرو پټو حقائقو له څرگندېدو وروسته بايد هغه اشخاص او ډلي په خپل ليدلوري او دريځونو كي تجديد نظر وكړي چي له حقائقو يا خبر نه وو يا ئې اعتناء ورته نه كوله. دوى بايد خپل اشتباهات جبران كړي چي د حزب اسلامي خلاف ئې د شمالي ټلوالي د جنگ ملاتړ كړى، يا ئې له دې ډلي سره ائتلافونه كړى، يا ئې حزب اسلامي ملامتولو او له شمالي ټلوالي سره ئې يو شان گڼلو. اوس خو ټولو ته معلومه شوه چي شمالي ټلواله د كرايي جنگياليو ټولى ده، د اسلام دښمنانو رامنځته كړى، د نړۍ كفري او اسلام ضد ځواكونه ئې تر شا دي.

په همدې اونۍ كي د سي آى اې يوه لوړ پوړي مأمور چي دنده ئې د حزب اسلامي په خلاف د شورى نظار جنگول وو؛ په خپلي مركې  كي اعتراف كړى او د اعتراف ويډيو ئې په رسنيو كي خپره شوې؛ وايي: زما اصلي او يوازينى مأموريت دا وو چي مسعود د حزب اسلامي او په ځانگړې توگه د حكمتيار په ضد حمايت او جنگ ته چمتو كړم.

تر دې وړاندي ډېرو يا دا څرگند حقيقت نشو درك كولى يا ئې له حزب اسلامي سره حقد او حسد منع كول چي په حقيقت اعتراف وكړي. خو اوس دا حقيقت هر افغان ته واضح شوى چي شمالي ټلواله او شورى نظار، د اسلام د دښمنانو په لاس او د واقعي مجاهدينو په خلاف رامنځته شوې؛ په دې موخه چي په افغانستان كي د اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ونيسي.

وروڼو خوېندو!

موږ تر نن وړاندي د هيڅ حكومت حمايت نه دئ؛ دا ځكه چي مخكني حكومتونه مفسد او د پرديو لاسپوڅي وو؛ دا لومړى ځل دئ چي موږ د طالبانو د حكومت بلاقيد و شرط ملاتړ او حمايت اعلان كړ؛ د حمايت تر څنگ مو د حزب اسلامي غړو او افغان ولس ته دا هم وويل چي طالبانو ته فرصت وركړئ، د ستونزو په حلولو كي ئې مرسته وكړئ او كه څوك شرارت وكړي او وغواړي  افغانستان مخكني حالت ستون كړي او د بل جنگ اور بل كړي بايد په ټول توان طاقت د شريرو پردي پالو ځواكونو په وړاندي كلك ودرېږي او توطئې شنډي كړي. خو ځيني كړۍ هڅه كوي چي د طالبانو او حزب اسلامي ترمنځ د وروري او يووالي مانع شي او ستونزي رامنځته كړي، په همدې لړ كي مو له ځينو سيمو شكايتونه ترلاسه كړي چي د حزب اسلامي ځيني غړي يا ځورول شوي او يا محبوس شوي؛ په تېرو دوه دريو ورځو كي د حزب اسلامي يو مشهور غړى احساني توخي په سپين بولدك كي نيول شوى او په جلال آباد كي د انجنير محمد آصف احمدزي په كور بريد شوى او څلور وروڼه ئې نيولي او له ځان سره بېولي، موضوع له چارواكو سره ياده شوې؛ هيله ده ستونزه حل او د عدم تكرار په اړه ئې لازم اجراءات وشي. بايد د هغو مخنيوى وشي چي ستر مصلحتونه د شخصي رقابتونو قرباني كوي.

روڼو خوېندو!

ځينو اروپايي هېوادونو له افغانستان سره د مرستو اعلانونه كړي خو دا شرط ئې وضع كړى چي دا مرستي به د غيرحكومتي ادارو او ان جي او گانو له طريقه او د دوى د منصوبو مطابق توزيع او لگول كېږي!! دا په اصل كي د حكومت د نفي او بې اعتباره كولو منصوبه ده؛ نه د افغانانو د ستونزو د راكمولو او حلولو منصوبه. هيله دا ده چي د حكومت مسئولين دې ته متوجه وي او پرې نږدي دښمنان د مرستو تر پوښښ لاندي خپل خطرناك عزائم پلي كړي

وروڼو خوېندو!

مذهبي اختلافاتو ته لمن وهل؛ تل يا د زرنگو دښمنانو كار وي او يا د بې عقلو دوستانو، هوښيار او كييس مؤمنان به ئې په حكمت او درايت سره د مخنيوي هڅه كوي او جاهلان به ئې د تشديد هڅه. كمعقلان هغه دي چي اصلي دښمنان يا نه پېژني يا ئې له پام غورځوي يا له خپل سياسي او مذهبي سيال او رقيب سره په لانجو كي دومره ښكېل او مصروف وي چي له اصلي دښمن سره نه يوازي د مقابلې فرصت نه مومي؛ بلكي د خپل نږدې رقيب د پرځولو لپاره اصلي دښمن ته لاس اوږدوي؛ او حتى حقد او كينه ئې هغه ځاى ته ورسېږي چي په جومات كي او د محراب او منبر لاندي به ورته بم ږدي او انگېرنه به ئې دا وي چي هر څومره زيات ئې ووژل همدومره ژر به جنت ته درومي او خداى به زيات ترې راضي كېږي، واى د ړانده تعصب او جاهل متعصب په بد حالت او كركجنو گنده انگېرنو!!

د وهابي او حنفي په نامه د مسلمانانو جنگول هم د هغو دښمنانو كار دئ چي غواړي مسلمانان ايل او غلام كړي او هېوادونه ئې اشغال كړي.  شيعه او سني جنگول هم د همدې شوم غرض لپاره او د همدغو دښمنانو كار دئ.

دوى ته وابو: كه په قرآن باور او ايمان لرئ نو قرآن تاسو ته وايي: چا چي پر تاسو سلام واچولو؛ هغه ته مه وايه چي مؤمن نه ئې، همدا سلام كافي دئ چي هغه مؤمن وگڼې او د هغه خلاف له دښمني او جنگ ډډه وكړې، حنفي ورور ته وايم: ستا امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: موږ اهل قبله نه تكفيروو.

قرآن موږ ته وايي: يوازي د هغه خلاف به جنگېږې چي ستا خلاف جنگېږي، له دې پرته د هيچا د وژلو حق نه لرې، او چا چي يو انسان په ناحقه ووژلو؛ داسي ستره گناه ئې كړې لكه چي ټول انسانان ئې وژلي وي، څوك چي يو مؤمن عمداً ووژني ځاى ئې دائمي جهنم دئ او د الله تعالى د غضب او لعنت مستحق.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟