No-IMG

د انجنير احمد شاه احمدزی کورنۍ ته د ورور حکمتيار د تسليت پيغام

بسم الله الرحمن الرحيم

انا لله و انا اليه راجعون

د محترم ورور مرحوم انجنير احمد شاه  (احمدزی) درنې کورنۍ ته!

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

د مرحوم انجنير احمد شاه (احمدزی) د وفات په مناسبت تاسو، ستاسو د درنې کورنۍ ټولو غړو او ټولو هغو دوستانو او عزيزانو ته مو تسليت وړاندي کوم چي پدې غم کي له تاسو سره شريک دي.

مرگ حق دئ؛ په خپل وخت راځي، دا د ټولو ګډ برخليک او مسير دئ، ټول د الله تعالی په لور درومو، صبر به کوو او له الله تعالی به ئې اجر او نېک عوض غواړو، بختور هغه دئ چي ژوند او مرگ ئې د الله تعالی په لار کي وي.

الله تعالی دي هغه د اسلام د لاري د يوه مخلص مجاهد په توګه د خپل وسيع رحمت او مغفرت په سيوري کي ولري، د اسلام په لار کي د هغه ټولي هڅي دي قبلوي کړي، د ده نېکي هيلي او آرمانونه دي تر سره کړي او تاسو او د ده ټولو خپلوانو او ديني وروڼو ته دي اجر او صبر درکړي.

په الله تعالی مو سپارم.

په احترام

حکمتيار

۲۵/ميزان/۱۴۰۰

 

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟