No-IMG

د مسکو غونډه؛ روسیه د افغانستان قضیه کې خپل رول جوتولو لپاره په لاره اچوي

د مسکو غونډه د "مسکو فارمټ" د هغې غونډو تسلسل دی چې له ۲۰۱۸م څخه یې روسیه د افغانستان قضیه کې خپل رول جوتولو لپاره په لاره اچوي.‌

د تېر حکومت او اوسني حکومت سیمه ایزه ډپلوماسي اساسي توپیرونه لري. د تېرو افغان حکومتونو روسیې، چین او د سیمې نورو هیوادونو سره ډپلوماسي ځکه نه جوړېده چې هغوی د ناټو په پیسو خپله چورلۍ تاووله، ناټو د سیمې دښمنه وه،‌ زمونږ شا او خوا ټولو هیوادونو ته پخوا زمونږ پیام دا ؤ چې مونږ داسې همسایه ګان یو چې ستاسي دښمن مو خپل کور کې ساتلی. طبعي خبره ده چې د داسې همسایه پر ضد نور چم ګاونډ د همکارۍ او ښو اړیکو پر ځای د ځان ساتنې ترتیبات نیسي.

نوي حکومت سره چې یو مثبت تحول رامنځ ته شوی دا دی چې مونږ اوس سیمې سره د دښمنۍ په ځای کې قرار نه لرو خو د دې مفهوم دا هم نه دی چې سیمه زمونږ ملګرې ده او چې څه وغواړو زمونږ به مني بلکې اوس مونږ داسې طبعي حالت کې قرار لرو چې سیمې سره د تعامل او ډپلوماسۍ له لارې مشترکات پیدا کولی شو.

له کومې ورځې چې سیمه په دې پوهه شوې چې امریکا پخې وباسي، ټولو هیوادونو د خپلې ایندې لپاره د طالبانو سیاسي دفتر سره اړیکې جوړول پیل کړل. چین، روسیې او ځینې نورو هیوادونو دا اړیکې په ۲۰۱۸م کې په ظاهره پیل کړې، ښايي له دې مخکې هم دې اړیکو وجود درلود.

اوس روسیه د مسکو له فارمټ څخه څه لاسته راوړل غواړي؟

روسیې او د سیمې هیوادونه دا مهال له درې شیانو ډېر ډار لري‌. تروریزم، د نشه اي توکو قاچاق او د دوی هیوادونو ته د افغانانو مهاجرتونه هغه څه دي چې سیمه یې په افغانستان کې د حل لپاره کوښښ کوي او نه غواړي دا کیسې له افغانستان څخه د دوی هیوادونو ته صادرې شي.‌

د سیمې ټول هیوادونه دې درې واړو مسائلو لپاره په افغانستان کې په نوي حکومت حساب کوي.‌ له دې امله دوی مجبور دي چې نوي‌ حکومت سره تعامل وکړي.‌

همدا راز د سیمه ایز نښلون د پروژو او د سیمې او افغانستان  اقتصادي ښیرازۍ لپاره دا مهمه ده چې سیمه سره تعامل وکړي.

دهمدې پورتنیو اهدافو لپاره پرون د مسکو غونډه تر سره شوه.‌ د مرکزي آسیا د هیوادونو تعاملات، په راروانو ورځو کې د چین د بهرنیو چارو او افغانستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ناسته، د ایران راروانه سیمه ایزه غونډه او د هند راروانه سیمه ایزه غونډه د همدې تعامل او باور جوړونې لپاره ابتدایي اقدامات دي.

دا دوهم ځل ؤ چې پرون د هند چارواکو د افغانستان نوي‌ حکومت سره وکتل او افغانستان سره یې د بشري مرستو وعده هم وکړه. دا ځکه چې هند پوهېږي چې له دې پرته بله چاره نه لري‌ چې نوي حکومت سره تعامل وکړي.

سیاسي مسائل وخت نیسي، حکومتونه ژر تصامیم نه نیسي،‌ دوی غواړي له هر څه ځان مطمئن کړي او دا کار د همدې تعاملاتو له لارې کېږي. دوی به سره باورونه پخوي، اعتماد به رامنځ ته کوي او بیا به رسمي تعامل ته ملا تړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟