No-IMG

ماسکو، ترکیه، ایران او قطر ته د پلاوو تګ او هیله درلودل د وخت د ضایع کول دی

حاجي يوسف

 

داسې لیدل کیږي چي ماسکو، ترکیه، ایران او قطر ته د پلاوو تګ او ورنه هیله درلودل د وخت د ضایع کولو په معنی ده

*مسکو واضح و ویل چي د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژنو.

* قطر و ویل چي د نړۍ حکومتونه دې د طالبانو د نظام په رسمیت پیژندلو کي بیړه نکوي!

* د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مستقیم د طالبانو بهرنیو چارو وزیر ته و ویل:

مونږ د طالبانو یو ګوندیز حکومت په رسمیت نه پیژنو اما خپل تعامل ته دوام ورکوو، بله دا چي د طالبانو بیرغ یې هم د متقي صاحب په میز پرینښود.

* امریکا هم اعلان وکړ چي نه د طالبانو حکومت په رسمیت پیژنو او نه هم کنګل شوې پیسې آزادوو ځکه دا د افغان ولس پیسې دي نه د طالبانو.

* د طالبانو د حکومت د ملاتړ په برخه کي د هېواد دننه او بهر کي افغانان هم علاقمندي نلري، ښه بیلګه یې پرون انګلستان کي د طالبانو په ملاتړ احتجاج وو چي ټول شل کسانو هم ګډون نه وو کړی.

د دې بهرنیو سفرونو او دوه میاشتني حکومت له تیریدو سره سره باید طالبان متوجه شوي اوسي:

چي د افغانستان سیاسي حل زیاته برخه د دوی په لاس کي ده نه د بهرنیانو.

* اوس که چیرې طالبان و غواړي

د افغانستان سیاسي کشاله په آسانه توګه سره حل کیدلی شي او هیڅ مصرف او تاوان هم نلري هغه داسې چي فقط د کړیدلي او ځوریدلي ولس په خاطر څو اخلاقي جرأتونه وکړي:

هغه دا دي چي طالبان رسماً اعلان وکړي:

1-دا اوسنی حکومت موقت او موده یې هم دوه کاله، وروسته د پارلماني او د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د ټاکنو د نېټې اعلان، یعنې د داسې اعلان کولو اخلاقي، شرعي او سیاسي مشکل به په څه کي وي؟

حداقل ولس او نړیوالو ته به د طالبانو سیاسي خط مش او تګ لاره معلومه شي او د طالبانو دا اوسنی ګنګ او مبهم حالت به پای ومومي.

2-د پخواني پارلمان بیا فعالیدل:

د هغو وکیلانو راغوښتل چي نېک او ښه شخصیتونه دي او کوم وکیلان چي غله او مفسد وو د هغوی په ځای د طالبانو لخوا ښه، هېواد او اسلام دوسته او پوه شخصیتونه معرفي کول.

پدې سره به بیاځلې پارلمان فعال شي او افغانستان به یو قانوني حیثیت پیدا کړي.

د دې ګام اوچتولو ستونزه به څه وي؟

3-د پخواني نظام، اساسي قانون پر اساس اجراآت دې د یو کال لپاره تمدید او ومنل شي همدا راز اعلان وشي چي نوی اساسي قانون به یو کال کي جوړیږي، پدې سره به د حکومت ټول ادارات د فلج له حالت څخه و وځي.

ایا پدې اعلان سره نړۍ چپه کیږي، حرام حلال کیږي، د حکومت د واکدارانو ملا ماتیږي بالاخره څه ستونزه رامنځ ته کیږي؟

حد اقل دنیا ته به څرګنده شي چي د افغانستان حکومت یو سند د اساسي قانون په نوم لري.

4-د افغانستان د ملي بیرغ په اړه:

پرته له غرور او ملامتۍ

اعلان وکړي چي:

د افغانستان رسمي او ملي بیرغ همدا اوسنی درې رنګه بیرغ (تور-سور او شین) دی.

او له ټاکنو وروسته به د ملي بیرغ په اړه د نوي حکومت له خوا پریکړه او اعلان ترسره کیږي.

ځکه چي د ملي مسایلو په اړه د یو ګوند یا تحریک فیصله هیڅ چاته د منلو وړ نده خصوصاً بیا افغانانو ته.

یو نه پټیدونکی حقیقت دی چي اوس ولس او نړۍ همدا اوسنی درې رنګه بیرغ د افغانستان رسمي او ملي بیرغ په توګه منلی دی.

د طالبانو لخوا د خپل بیرغ اوچتولو ګټه ولس ته د اقتصادي او معنوي پلوه څه ده او څه به وي؟

5-د طالبانو لخوا پرته له ګونګو خبرو داسې واضح او څرګند اعلان ضروري دی چي:

الف- ټول دولتي پوهنتونونه له معمول سره سم پرانستل او درسونه پیل کړي.

ب- ټولو ولایاتونو کي د نجونو مکاتب فعال او په درنه سترګه کتل.

ج- د خصوصی پوهنتونو په صنفونو کي د پردو او پارټیشنو ځوړول او جوړول لرې کول.

دا د فحشاء او فساد د مخ نیوی طریقه نده.

د- دنوي اسلامي نصاب جوړولو لپاره د علماو، مجربو، مسلکي او پوه استادانو کمیسیون ټاکل

البته د ښه معاش ورکولو سره او که پیسې نه وي بیا د نصاب کمیسيون جوړول په مفته او خیراتو راټولولو نه کیږی، بیا راتلونکي ته انتظار وشي ځکه اوسنۍ بیوزلي او فقر سره د افغانستان ولس هسې هم د سپوږمۍ ختلو بیړه نلري.

د تعلیمي ادارو او د نجونو مکاتبو فعالیدلو سره به حد اقل د ولس او د نړیوالو قناعت حاصل شي، البته مهم د ولس قناعت دئ.

آیا د ټولو تعلیمي او تحصیلي ادارو د نجونو په ګډون د طالبانو لپاره د شرم اوننگ خبره ده؟ چي دوی پکې ستونزه لري.

6-مهمه خبره دا ده چي د افغانستان حکومت کورني مشروعیت لپاره جدي او اخلاصمندانه اقدامات ترسره شي.

اسانه لار یې دا ده چي د تصمیم یو معتبره لس کسیزه شوری د دولت په رأس کي جوړه شي، محترم حکمتیار، محترم کرزی، محترم عبدالله.............. او نور د هېواد ملي او منل شوي مطرح شخصیتونه پکې شامل کړل شي.

اکثریت با احساسه شخصیتونه همدا پوښتنه کوي چي د دې اعلان مشکل به څه وي؟

آیا د طالبانو قدرت حذف کیږي؟

یا د طالبانو څخه د ولس دا ستر بار کمیږي؟

7-د پخوانی رژیم د بانکي سودي یا غیر سودي سیستم دوباره په خپل حال پرېښودل.

ځکه نوی سیستم د قرارۍ، د اسلامي او دنیاوي اقتصادي علومو د استادانو کار او مسلک دی ترڅو د وخت سره سم یو معقول سیستم جوړ کړل شي.

د افغانستان اوسنی غریبي، محتاجي او سوالګرو په څیر سیاسي حکومتداري کي د بانکونو سیستم د توقف په اړه خبره په ولس او ضعیف حکومتدارۍ باندې د ریشخند او ملنډو وهلو په معنی ده.

8-پدې کي شک نشته چي الله پاک د افغانستان د حکومتدارۍ امانت طالبانو تحریک ته سپارلی دئ، سره لدې چي افغانستان کي دیرې ستونزې دي په یوه میاشت یا دوه میاشتو کي حلول یې معجزه ده.

اما اراده اونیت مهم دئ چي آیا طالبان دا نظام خپل ګني یا د ولس؟

په تیرو دوه میاشتو کي اکثریت ولس د طالبانو له بي تدبیره اجراآتو مایوس دی او داسې څرګندیږي چي طالبان یوازې خپله مني، یا داسې مطلب ورنه اخلي چي دوی بدون د ولس له ملاتړه هرڅه جوړوي.

څنګه چي لیدل کیږي ټول وزیران دیوګوند او یو مسلک خلک دي، د پوښتنې او تشویش وړ خبره دا ده چي د دط سرپرستې ادارې وخت نامعلوم دی.

داسې تګ لاره ښایي د ستر ناورین پیلامه وي چي مسئولیت به یې ټول د طالبانو په غاړه وي.

الله پاک زمونږ ولس او ملک د ټولو آفتونو وساتي، آمین.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟