No-IMG

حکمتیار: حکومت کولی شي چي د بهرنیو فشارونو پر وړاندې بالمثله معامله وکړي

بهرني ځواكونه له افغانستان وتلي؛ خو امريكا نه زموږ هېواد خپلو رقيبانو ته پرېږدي او نه داسي چي دلته امنيت او آرامي وي او افغانان د خپلي خوښي نظام او حكومت ولري، د امريكايي چارواكو له اظهاراتو او اقداماتو په واضح توگه جوته ده چي دوى همدا تگلاره غوره كړې؛ د افغانستان حريح مسلسل نقض، تحريمونه وضع كول، په بانكونو كي د افغانانو د شتمنيو منجمد كول، گراني او د ضروري حياتي توكيو د قلت او كمښت ستونزه رامنځته كول، بل جنگ ته د مخكنيو كرايي جنگياليو هڅول او چمتو كول، ... ښيي چي دوى بدي ارادې او ناولي عزئم لري.

په مقابل كي ئې افغانان او نوى حكومت ئې څو بديلونه لري:

1- گواښونو او فشارونو ته تسليمېدل؛ د اشغالگرانو شرائط منل؛ دا طمع درلودل چي له دې لاري كېدى شي فشارونه راكم او ستونزي تخفيف شي.

2- نه تسليمېدل، د مقاومت لار غوره كول، بالمثله معامله،

كه  دوهم بديل انتخاب كړو نو څو كارونه كولى شو:

حكومت دي ټول هغه خصوصي شركتونه په خپل بشپړ واك كي واخلي چي ظاهر ئې افغاني دئ خو په غربي هېوادو او په سر كي ئې امريكا؛ پوري تړلي دي، هغو غربي هېوادو په كي پانگوني كړې چي د افغانستان په جگړي كي ښكېل وو، دا شركتونه هر كال په سلگونو مليونه ډالر گټه ترلاسه كوي، مثال ئې مخابراتي شركتونه دي؛ كه حكومت دا شركتونه يا په بشپړه توگه مصادره كړي او يا ئې تر هغه مديريت او اداره په خپل لاس كي واخلي چي دا هېوادونه له گواښونو او فشارونو لاس اخلي او تحريمونه پاى ته رسوي، نو هره مياشت؛ د دغو شركتونو له لاري د حكومت د عوائدو مقدار او تفصيل به داسي وي:

كه د افغانستان د ټولو مبايلونو شمېر حد اقل شل مليونه وي او دا شركتونه له هر مبايل د ورځي يو ډالر ترلاسه كړي؛ نو د ورځي شل مليونه ډالر، د مياشتي شپږ سوه او د كال اوه مليارډه او دوه سوه مليونه ډالر ترلاسه كوي؛ د دغو شركتونو كلنى لگښت؛ جمعاً دوه سوه مليونه ډالرو ته نه رسېږي؛

او كه حكومت د مبايل له خاوندانو د ورځي د يوه ډالر په ځاى نيمايي ئې؛ 50 سنټه واخلي؛ كلنى عائد به ئې 3.6 مليارډه ډالر وي. دا مبلغ د افغانستان ټول لگښتونه تأمينولى شي.

همد راز حكومت دي د هغو شركتونو قراردادونه فسخ كړي چي اشغالگرانو او لاسپوڅي حكومت د تيل، گاز، غذائي موادو او نورو ضروري توكيو واردول د هغوى په انحصار كي وركړي وو؛ په دغو شركتونو كي هم غربي هېوادونه شريك دي.

وروڼو خوېندو!

د نړۍ ډېر هېوادونه له جگړو، اشغال، انقلابونو او بحرانونو سره مخامخ شوي، ترې تېر شوي، له بدلون وروسته ئې يا موفق حكومتونه په برخه شوي او يا د تېر په څېر حكومتونه او يا تر مخكنيو هم بد او ناكام. او دا مربوط وو د نوي حكومت په سياسي، اجتماعي او اقتصادي تگلارو او سياستونو پوري. لږ حكومتونه توانېدلي چي د اشغالگرانو له وتلو وروسته؛ د استقلال او خپلواكۍ په لور تللي او د اشغالگرانو له هر راز سياسي، فكري او اقتصادي اغېز ژغورل شوي؛ خو يوازي هغه چي خپل ملت او ارزښتونو ته ژمن حكومت او واكمن ئې په برخه شوى.  

موږ نن له همداسي يوه ستر او تاريخي امتحان سره مخامخ يو؛ اشغالگران په ظاهر كي وتلي خو لا ئې زموږ له هېواد په بشپړه توگه د لاس اخيستلو او افغانان خپلي مخي ته د پرېښودو تصميم او اراده نه لري.

په ايران كي له انقلاب وروسته؛ بانكونه، مخابراتى شركتونه، رسنۍ، او گڼ شمېر نور خصوصي شركتونه دولتي شول؛ له دې لاري ئې له يوې خوا د امريكا له مخكينۍ سلطې د ژغورني لار خپله كړه او له بلي خوا ئې په امريكا پوري د مربوطو خصوصي شركتونو مزيد گټه اخيستنه متوقف كړه.  

له انقلاب وروسته د ايران نوي حكومت؛ نه يوازي بانكونه، مخابراتى شركتونه، رسنۍ، او گڼ شمېر نور خصوصي شركتونه دولتي كړل بلكي د ښارگوټو د جوړولو په ارتباط ئې پانگوني وكړې، دا مهمه برخه ئې د خصوصي شركتونو له انحصار وايستله او په دې توگه ئې د عوائدو كافي مدارك ترلاسه كړل. كه څه هم ايران نفت او گاز درلودل او د عوائدو اساسي مدرك ئې همدا وو، د محاصرو، تحريمونو او له عراق سره اوږده جگړه ئې د نفت او گاز صادرات د بشپړ توقف حد ته نږدې كړ؛ مجبور شو د اقتصادي ستونزو حلولو لپاره نوري لاري غوره كړي.

افغانان نن د همداسي تگلارو پلي كولو ته ضرورت لري.

د اقتصادي مشكلاتو حلولو لپاره دي حكومت؛ هغه هېوادونه په افغانستان كي د پانگوني لپاره تشويق كړي چي د افغانستان استقلال او خپلواكي مني او زموږ د هېواد په كورنيو چارو كي لاسوهني نه كوي؛ په اسلامي هېوادو كي تركيه او مليزيا او په لويو هېوادونو كي چين مناسب گڼلى شو. له چين سره د ايغور جنگياليو لانجه بايد حل شي؛ حكومت كولى شي له چين سره داسي معاهده ولري چي يو به د بل وسله وال مخلفين نه پالي؛ همغسي چي قرآن فرمايي:

 وَإِنِ ٱسۡتَنصَرُوكُمۡ فِي ٱلدِّينِ فَعَلَيۡكُمُ ٱلنَّصۡرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوۡمِۢ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُم مِّيثَٰقٞ ۗ... الانفال: 72

او كه مسلمانان له تاسو د دين په ارتباط مرسته وغواړي نو پر تاسو د هغوى مرسته فرض ده؛ مگر د هغه وگړو په خلاف چي ستاسو او دوى تر منځ كوم تړون وي... يو د بل خلاف نه جنگېدو تړون.

نوى حكومت كولى شي د چيني مسلمانانو په ارتباط همداسي وكړي او يوازي د سياسي حمايت او مرستي له لاري د دوى ستونزي حل كړي؛ په معاهدو كي د دوى د انساني حقوقو تأمين د شرط په توگه وړاندي كړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟