No-IMG

حکمتیار: حكومت بايد دا تضمين كړي چي د هر چا سر، مال، عزت خوندي دئ

البته تر هر څه وړاندي بايد امنيتي وضعيت داسي ډاډمن پړاو ته ورسول شي چي هيڅوك د وېري له كبله له هېواد د تېښتي لار غوره نه كړي؛ حكومت بايد دا تضمين كړي چي د هر چا سر، مال، عزت خوندي دئ، هيڅوك نشي كولى په خپل سر او له دولتي واك په استفادې سره؛ خپل سياسي، فكري او قومي رقيب او سيال وگواښي او له هغه انتقام او غچ واخلي. د شريعت او قانون  بشپړ تسلط بايد داسي تضمين شي چي د حكومت د لومړي كچي چارواكي هم د چا كور ته د هغه له اجازې او موافقې پرته د ننوتلو جرأت ونه كړي؛ حتى كه په دې كور كي كوم قاتل پناه وړې وي. هيڅوك حق ونه لري چي كوم مجرم په خپل سر او د محكمې او عادل قاضي له حكم پرته مجازات كړي؛ د محكمې له حكم پرته؛ هر مجازات؛ كه دا په لښتي او څپېړي وهل هم وي؛ جرم دئ او قصاص ايجابوي.

داسي امنيت چي يوه مېرمن؛ د اسلامي هېواد له يوه سر تر بل پوري؛ له محرم پرته او يوازي سفر كوي خو له الله تعالى پرته له هيچا وېره ونه لري، يو شپون په صحرا كي؛ پر خپلي رمې؛ له لېوه پرته د بل چا له تېري اندېښنه ونه لري، پر واكمنو او حكامو شريعت همغسي نافذ شي لكه پر عادي ولسي وگړو. كه ولسمشر د خپل ورور قاتل وگوري؛ په داسي حال كي چي دا قاتل له عمومي عفوي برخمن شوى وي؛ دا ولسمشر حق ونه لري او جرأت ونه كړى شي چي د خپل ورور قاتل په څپېړي ووهي؛ مشر وېرېږي چي قاضي به مي قصاص كوي او قاتل پوهېږي چي شريعت هغه ته داسي امان وركړى چي ولسمشر او اميرالمؤمنين هم څه نشي ورته ويلى.

اوس بايد يوازي له هغو سره جنگ وشي چي له بدلون وروسته له نظام او ولس سره جنگېږي؛ نه مذهبي، سياسي او فكري اختلافات د دې باعث شي چي د چا سر، مال، عزت او امنيت وگواښل شي او نه مخكيني سياستونه، تگلاري او دريځونه. هم شيعه خوندي او مصون وي او سلفي، حتى د داعش هغه مخكيني ملگري او حاميان هم بايد وېره ونه لري چي اوس د داعش له سياستونو سره موافق نه دي او عملاً د هغوى ملاتړ او ملگرتيا نه كوي. دوى بايد دې ته اړ نه كړى شي چي د نظام له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شي.

نوى حكومت دي غربي هېوادو ته دا اجازه نه وركوي چي د خپلي خوښي افراد له افغانستان وباسي؛ دا به لويه اشتباه وي چي پرېږدو دا هېوادونه هغه كرايي جنگيالي او په مطبوعاتي او استخباراتي برخو كي كي استخدام شوي افراد له ځان سره بوځي او يو ځل بيا ئې د خپلو ناولو موخو لپاره وكاروي. دوى ئې د همدې لپاره بيايي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟