No-IMG

حکمتیار: چارواكي مطبوعات مهار او د اسلامي لارښوونو په مراعات ئې وگماري

له بدلون ورسته ډېرى رسنۍ؛ تر ډېره حده اصلاح او د نوي وضعيت له غوښتنو سره سم عياري شوې، د خبريالانو په ويناوو او لهجو كي هم بدلون راغى او د څېرو په ظواهرو كي هم، گنده او مبتذل سريالونه، مسخره او منحط پروگرامونه بند شول او ځاى ئې نسبتاً ښو او زموږ له ديني او ملي ارزښتونو سره متناسب سريالونو او پروگرامونو ته پرېښود؛ خو لا څو ورځي نه وې تېري شوې چي رسنۍ مخكني حالت ته ستنې شوې؛ همغه مخكيني مبتذل سريالونه او پرگرامونه؛ له همغه ځاى بېرته پيل شول چي متوقف شوي وو!! د كاركوونكو څېرې ئې هم بدلې شوې او لهجې ئې هم. ځيني وايي چي دوى ته د اړوند چارواكو له لوري ويل شوي چي رسنۍ آزادي دي او كولي شي د مخكي په څېر نشرات ولري!! ځيني لا مخكي ځي او وايي: پر خپل حال د مطبوعاتو او رسنيو پاته كېدا؛ د دوحې د معاهدې يوه ماده او ژمنه ده؛ هيله مو دا ده چي خبره داسي نه وي؛ هيله ده چارواكي مطبوعات او رسنۍ مهار كړي او د اسلامي لارښوونو په مراعات ئې وگماري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟