No-IMG

د خندا او که د ژړا وړ ؟

دوکتور عمر عماد

 

یو څه فدیوګانی می ولیدلی چه یوه ډله خلکو چه اوږدی ږیری یی پر مخ او سپینی پګړئ یی په سر وی په مسجد او یا کوم بل ځای کی توره ګردله او هیا هوی شروع کړی وی او د یو مکار مشر په مخ کی داسی حرکتونه کوی چه ځما غوندی نابلده خلک ورته هک حیران شی چه دغه خلک لیونیان دی او که نشه؟ خو خبر نه وی چه بله ټکه پری رالویدلی ده ، دوی د پیر په مینه کی داسی په وجد راغلی او داسی مستئ اخیستی چه دهغه په وړاندی یی خپل انسانی کرامت هم هیر کړی ، او له ځانو سپی جوړول او یا په یوه پښه نڅاکول اودی ته ورته کارونه ورته دپیر درناوی ښکاری ، ګوندی وی چه پیر صاحب د خپلو برکاتو او رحماتو پیرزوینه پری وکړی ...

ما چه اول ځل دغه خلک ولیدل نو د ځان سره می وویل چه دوی به د کوم دین لارویان وی ؟! ځکه چه اسلام خو دداسی کړنو څخه بری او بی زاره دی . هغه اسلام به څنګه دداسی سپکو حرکاتو اجازه ورکړی چه مسلمان يي د جماعت لمونځ د نیولو په پار له منډو کولو منع کړی او امر یی ورته کړی چه لمونځ ته په کراره او په وقار راځئ ، څه چه مو ونیوه هغه وکړئ او څه چه درنه پاتی شو هغه قضاء کړئ لكه ابو قتاده رضي الله عنه چه روايت كوي : بَيْنَمَا نَحْنُ نُصَلِّي مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذْ سَمِعَ جَلَبَةَ رِجَالٍ، فَلَمَّا صَلَّى قَالَ: «مَا شَأْنُكُمْ؟» قَالُوا: اسْتَعْجَلْنَا إِلَى الصَّلاَةِ؟ قَالَ: (فَلاَ تَفْعَلُوا إِذَا أَتَيْتُمُ الصَّلاَةَ فَعَلَيْكُمْ بِالسَّكِينَةِ، فَمَا أَدْرَكْتُمْ فَصَلُّوا وَمَا فَاتَكُمْ فَأَتِمُّوا)

هو ، نه پوهیدم چه دغه خلک چه شکل یی د همدی سیمی د خلکو دی دوی به څوک وی ؟

وروسته پوه شوم چه دا ددی زمانی پیران او مریدان دی .

نو حیران شوم چه اوس ددغی  پیرانو په چالاکئ او ټګئ او برګئ، او د مریدانو په ساده ګئ او ناپوهئ وژاړم که وخاندم؟!

او حتی که خندا وی هغه به هم عادی او طبیعی خندا نه وی ، بلکه هغه به د تآسف او خفګان نه ډکه وی ، او لکه چه متل وایی : ( شر البلیة ما یضحک)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟