No-IMG

د نورو پرديپالو په څیر د خلیلزاد ماموریت هم پای ته ورسيد

ښاغلی خلیلزاد په امریکا کې د جمهوریت غوښتونکو ډلې غړیتوب لري، ډیر وخت کیږي چې د امریکا حکومت لخوا په افغانستان او عراق کی یې په رسمي ډول ماموریت کاوه.

اوس مهال چې کله بهرنیانو له افغانستان څخه ووتل سمدلاسه د نورو پرديپالو په څیر د خلیلزاد ماموریت هم پای ته ورسيد. د امریکا اوسنی حاکم ټیم چې ډموکراتان دي خلیلزاد ئې په رسمي ډول له دندې ګوښه کړ.

د ښاغلي زلمي خلیلزاد په رابطه داسې ضد او نقیض خبرې اوریدل کیږي چې ګویا معلم غني ئې دیته مجبور کړو چې له ارګ څخه فراري شي، د معلم غني په تیښته کې د خلیلزاد لاس و، او بل د افغانستان د اوسني تحولاتو ټول کریډیټ زلمی خلیلزاد ته ورکوي، داسې ګومان او فکر کوي چې نوموړي ټول سیاسي امتیازات اسلامي امارت ته ورکړل او د ارګ په سقوطولو کې لاس درلود

د تیر شوي حکومت بعضې مامورین داسې فکر کوي چې ګواکې خلیلزاد د افغانانو نماینده و دومره واک او صلاحیت ئې نه درلود چې ارګ ئې ژغورلی وای، هغه یو امریکايي دی او د امریکا ځانګړی نماینده و.

حقیقت دا دی چې کله هم اشغال له شکست سره مخ شوی نو خپل ځواکونه، مامورین، حامیان، او پلویان ټول په بشپړ ډول له ځان سره بيرته وباسي؛ چې بادار ئې نه وي ماموریت چیرې کیږي؟ په افغانستان کې نور د دوی ټولو ماموریت د تل لپاره متوقف شوی.

شل کاله وړاندې دوی ټول خالي لاس او په کرايي شکل د بون کنفرانس ته رابلل شوي و، چې په بون کې ورته دندې مسؤلیت ورکړي او مشري ئې هم خلیلزاد کوله، شپه ورځ به ټول ترې تاویدل چې کله له دندې لرې شو اوس منفي تبلیغات ورپسې کوي.

خو له بده مرغه دوی ټول له ډک لاس سره بيرته خپلو ځایونو ته په تیښته بریالي شول.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟