No-IMG

د مقاومت نوي مداریان به بیا په کومو سترګو له ولس ملاتړ غواړي

د مقاومت په نامه راټولې شوې څو پخوانۍ څېرې چې تاریخ یې د هر افغان په ذهن کې ثبت دی، پرون د سیاسي او نظامي فعالیت پیلولو خبر ورکړ.‌

د دوی د مقاومت لوی خبر دا ؤ چې دوی افغانستان کې دیموکراتیک نظام غواړي. سړی حیران شي، دا شل کاله چې دوی د امریکا په هر نعمت کې په دې پاکې خاورې مست وګرځېدل هغه څه ؤ!؟ :)‌

دا بې چاره مخلوک په دوه غلط فهمیو کې اخته دی؛

یوه دا چې دوی فکر کوي نړې تر اوسه هماغه د ۱۹۹۶ نړۍ ده. دوی به مقاومت اعلان کړي‌ او بیا چې د نړۍ د هر هیواد کټې اوس افغانستان کې نه تضمینېږي، له دوی به د شخصي ملېشو کار واخلي.

متأسفانه چې هغه وخت تېر شو.‌ هغه ورځې لاړې چې له ایران، فرانسې، امریکا، مرکزي آسیا او اروپا څخه به میلیونونه ډالر راتلل. اوس نړۍ لپاره دوی د پیپسي له تش بوتله لوی حیثیت نه لري.

بله دا چې دوی فکر کوي ولس اوس هم هماغه د دهه ۹۰ ولس دی چې د نړۍ له سر و بر نه دی خبر، چا چې پکول تاو کړ، دوی پسې اقتداء ته درېږي.

افغان ولس ته د دوی د مقاومت ټول پیام دا دی چې تر پرونه امریکا وه؛ زمونږ مزې وې، موټرې وې، پیسې وې، دې سره مو کار نه لرو چې نظام د چا ؤ، د ولس پکې څه ؤ،‌ خو مونږ پکې میلیونران ؤ. اوس یې مونږ له افغانستانه ویستي یو،‌ تاسي راپاڅئ، جګړه وکړئ، ځان ووژنئ، قرباني ورکړئ چې مونږ بېرته افغانستان ته راشو او خپل ټېل ما ټېل ته ادامه ورکړو.

د شل کلن مات روایت تولې مشرتابې افغان ولس ته له همدې نظره کتل، دوی ته دا ولس پرون هم احمق ښکارېد او نن هم ورته ښکاري خو اصلا کیسه سر چپه ده.

د تجزیې، نفاق، بې اتفاقۍ، جنګسالارۍ او تعصب ټولې کړۍ دې ماتې او ګران هیواد دې تل د دوی له حضوره پاک وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟