No-IMG

د سیمې هیوادونه نوي حکومت سره تعامل لپاره تیاری نیسي

د سیمې هیوادونه افغانستان کې له وروستیو تحولاتو وروسته نوي حکومت سره تعامل لپاره تیاری نیسي. دا تعامل دې لپاره دی چې سیمه نوی حکومت منحیث یو واقعیت مني‌ او غواړي‌ چې د هغه مسائلو په اړه دې واقعیت سره باور رامنځ ته کړي‌ کوم چې دوی ته مهم دي.

سیمه د افغانستان له بې امنیتۍ څخه ډ‌ېره کړېدلې، اوس ټول په دې فکر کې دي چې د افغانستان لخوا د امنیتي مسائلو ځان مطمئن او نوي حکومت سره جوړ تعامل ته ادامه ورکړي.

د مهاجرتونو،‌ نشه ای توکو د قاچاقو او ترورېزم، درې مسئلې داسې دي چې ټوله سیمه ورته په تشویش کې ده خو د دې مسائلو د حل لپاره ټول هیوادونه مجبور دي چې په نوي حکومت حساب وکړي. روسیه، چین، پاکستان، ایران او له تاجکستان پرته د مرکزي آسیا ټول هیوادونه له همدې لارې کار اخلي.

د تاجکستان- افغانستان په مرز کې د تاجکستان د اردو نظامي تمرینات دې لپاره دي چې ځان مطمئن کړي چې د تاجکستان د اسلامی ګوند یا د داعش جنګیالي د دوی طرف وانه وړي.

تاجکستان له ډېر خام سیاست کار اخلي د ځان ساتنې لپاره د نورو ټولو هیوادونو په شان دوی ته هم پکار ؤ چې د نوی‌ واقعیت سره یې تعامل کړای وای خو زه فکر کوم آینده کې هم له دې پرته بله لار نه لري.

د افغانستان د نوي‌ حکومت لخوا هم پکار وه چې د تاجکستان د مشرانو څرګندولو ته یې منفي ځواب نه وای ویلی. دا د حکمت او تدبیر تقاضا نه وه.

تاجکستان او نوی افغان حکومت دواړه په دې پوهېږي چې د سیمې د مشکلاتو حل کولو او آینده کې د سیمه ایز نښلون له فرصتونو استفادې لپاره یواځې دا مهم دي چې دا دواړه هیوادونه سره ښې تجارتی، ټرانزیټي‌ او ډپلوماتیکې اړیکې ولري.

تاجکستان مونږ ته قرغزستان او چین ته آسانه لار راکوي‌ او مونږ دوی ته سوېل آسیا او عربي بحر ته آسانه لاره برابرولی شو.‌ د برق او انرژۍ په سکتور کې هم مهمه ده چې تاجکستان او افغانستان آینده کې ښې اړیکې ولري.‌

په ټوله کې د تاجکستان او افغانستان سیاسي مشران باید خپل سیاسي مشکلات حل کړي‌ او آینده کې د سیاسي اختلافاتو پر ځای د اقتصادي همکارۍ او سیمه ایز اتصال له لارې یو بل بسپنه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟