No-IMG

د بدمرغه هلمند بله تاريخي ضايعه

د افغانستان جنوب هلمند کي دوې ستري کلاوي يو وخت ددې سيمي د تاج او راج مرکزونه وه، د هلمند سيند پر غاړه دغه دوې ستري کلاوي يوه د بست کلا او بله لښکري بازار په نامه وې چي په اصل کي د يوه ښار دوې برخي [بازار او دولتي ودانۍ] وې، تاريخ راته وايي چي ددې ښار دبدبه [۳۰۰۰] کاله وړاندي د ورېښمو د لاري يو ستر کاروان سرای وو، د بده مرغه له سکندر څخه پېل بيا علاوالدین غوري، چنګېزخان، ګوډ تېمور، نادرافشار، او بېلابيلو پادشاهانو پر دې کلا تېری کړی، خو لا هم ددې کلا ځيني برخي د منځه تلو له ګواښ سره-سره ولاړي دي/وې.

د ځآيي خلګو له خولې چي اوس دې تاريخي کلا کي يو تن د حيواناتو يو فارم او ډېرۍ جوړوي او نور هغه خلګ چي له جګړو بې ځايه سوې وه، راکډه کېږي او عصري کورنه ئې پېل کړي او ښه په نره دا زر کلن ښار نړوي/تخريبوي.

ويل کېږي چي د ددې ښار په لويه کلا کي تر اوسه ۶۵کورنه جوړوی سوي دي

د غزنوي سلطنت درباري او تاریخ_بیهقی ليکوال [ابوالفضل بیهقی] دې ښار ته راغلی او ليکي:

"... له ډېرو هيلو سره مو په چټکی قدم اخيست او په ډيري بې خبرۍ سره په کومو موقعو کي چي به نوی ځايونه تر سترګو کېدل هغه مو ليدل او په دې ترځ کي د زړو دېوالو نو تر يو اوږدې لړۍ پوري ورسېدو، د دېوالونو په منځنۍ برخه کي له يوه لوي صوف څخه تير سو، چي دواړو خوا و ته يې برجونه، خوني د لويو او پنډو دېوالو جوړي سوي ودانۍ تر سترګو کېدې چي سمدستي يوې مستطلي احاطې ته ننوتو چي د څلورو خواوو دېوالونه يې روغ او په منځ کي يې يوه صوفه تر اوسه هم پرځای پاته وه، د لوی شان او شوکت سره هغه احاطې  د لويو اونړېدلو ديوالو سره چي د خرابۍ نخښې پکښي له ورايه څرګنديدې؛ زموږ ذهنونه يو دم د ځان په لور را واړول..."

 اووه سوه کاله وړاندي تېمور د سيستان دغه ستر ښار چور؛ اوسېدونکي يې مړه، او په سرونو يې تر کندهاره پر لار د منارو په شکل جوړ کړل. بندونه، لاري او ستري ودانۍ ونړولې چي تر ننه بيا چا جوړې نه کړې او پخپله تېمور هم په دې ښار کي خپله پښه د لاسه ورکړه او [ګوډ تېمور] مشهور سو.

په هلمند کي د تاريخي سيمو او زړو کلاګانو شمير ۸۰ ته رسيږي چي ډيره برخه يې بیارغوني ته اړتيا لري.

ياده دي وي چي دغه پخوانۍ کلاګاني د نوشېروان عادل قصر، لمر اوسپوږمۍ قصر، د سلطان مسعود قصر، سنجد کلاګانو په نومونو هم یادیږې، اکثري مځکي ئې د تېر دولت کسانو پلورلي او اوس پکښي غصب ګرو کار پيل کړی.

 که افغانستان خاوند لرلای، اوس به دا ځای د نړۍ د سيلانيانو غوره ځای وای.

ددې ستري تاريخي د لمنځه تلو عکسونه دلته ووينئ!

لاس که په وطن کي د تعمير کولی نسې

واوړه له تخريبه دا خبره ستا د وس ده

حمزه بابا

The ancient city of Bust on the east bank of the Helmand river in southern Afghanistan was settled as early as the seventh century B.C.E.

According to the locals, now in this historic fort, one person is building an animal farm and a lot of animals and the other people who were displaced from the war, are falling down and starting a modern home and destroying this millennial city. Destroys.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟