No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏طالب چارواکو رسنیو ته ويلي دي چې د افغانستان د نوي وسله وال پوځ پر جوړېدو کار روان او هغه کسان به هم په کې شامل شي چې رېښتني، هېواپاله دي او په تېر پوځ کې کدرونه پاتې شوي وو.

: ‏نن غرمه له هرات ولايته د نښتې راپورونه خپاره شول خو وروسته د کورنیو چارو وزارت وياند ويلي چې درې انسان تښتونکي چې په يو کور کې پټ شوي وو،  له امنیتي کسانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي.

: ‏ترکيه کې د عبدالرب رسول سياف، عطا محمد نور، محمد محقق، عبدالرشيد دوستم او يو شمېر نورو پخوانيو جهادي څېرو له خوا د يوې نوې شورا د جوړېدو په غبرګون کې د کورنیو چارو پخواني وزير مسعود اندرابي پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې دا ډوله شورا نه ګټه لري او نه هم پرې څوک باور کوي‏، له دې وړاندې طا_لب چارواکو هم رسنيو ته ويلي وو  چې اوس افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې؛ پخوانيو چارواکو خپل امتحان ورکړی او نور دې عادي ژوند غوره کړي.

: ‏مسوولين وايي چې د هېواد په شمال مزار قول اردو څخه څلور سوه تنه له يوې مياشتې پوځي زده کړو وروسته فارغ او امنيتي چوپړ ته وړاندې شوي.

: ‏ولی الله شاهین دبهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو رئیس ټاکل شوی.

د باختر خبري اژانس وايي، نوموړي  مقایسوي ادبیاتو کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې کړې دي.

: ‏د تخار په مرکز تالقان ښار کې یوشمېر کسانو د فقر اوبې وزلۍ د زیاتېدو له امله د ولایت مخې ته اعتراض کړی او له مسوولینو یې غوښتي چې مرسته ورسره وکړي او ستونزې یې حل کړي.

: ‏د وارداتي برښنا پرې شوي مزي بیرته تړل شوي او د برښنا جریان بیرته عادي حالت ته را وګرځېده.

برښنا شرکت وایي نن یې د کابل په مرادبیګ سیمه کې د برښنا بل پرې شوی مزی هم وصل کړ ،چې په دې سره د کابل او په دې مسیر کې د نورو ولایتونو د برښنا ستونزه حل شوه.

: ‏محمد محقق وایي د کابل په لویدیځ کې ۸ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي دي.

نوموړي پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، دغه اته ماشومان د داسې کسانو تر حاکمیت لاندې د لوږې له امله مري، چې خپل حکومت اسلامي بولي.

‏محقق پر نړیواله ټولنه غږ کړی، چې له بې وزله خلکو سره مرستې ته را ودانګي او د یوې سترې انساني فاجعې مخه ونیسي.

د کابل ولایت مسوولانو تر دامهاله د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

: ‏په کابل کې د یوناما د دفتر مشرې، د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي، بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي او د مالیې وزارت له سرپرست هدایت الله بدري سره افغانستان کې د پراخیدونکي اقتصادي او بشري ناورین او د بشري حقونو په برخه کې د شته د اندیښنو په اړه خبرې کړې.

: په ختیځ زون کې د طلوع نیوز ازاد خبریال صداقت غورځنګ چې له طلوع نیوز سره همکاري لري، په تورخم کې د روان وضعیت په اړه د راپور جوړونې په موخه هلته تللی وو؛ د یکشنبې په سهار د تورخم د سرحدي ځواکونو له لوري وهل ټکول شوی دی.

نوموړی وايي چې له وهل ټکولو وروسته کمره او د خبریالۍ نور وسایل یې سیند ته اچولي او ګرځنډه ټلېفون یې هم مات کړی دی.

غورځنګ وايي:«د تورخم له کمیسیارۍ سره له مرکې وروسته، د دغه کمیسیارۍ له یوه ساتونکي سره د رپوټ د چمتو کولو لپاره د تورخم دروازې ته څېرمه ولاړو. هلته له څه پرته د تورخم دروازې د ساتونکو له خوا ووهل شوم او همدارنګه وې ګواښلم، کمره او د خبریالۍ نور وسایل یې راته په سیند کې واچول او زه یې د څو دقیقو لپاره په کمیسیارۍ کې وساتلم او موبایل مې را ته مات کړ. تراوسه د کمرې په هکله مې کوم معلومات نشته

: ‏د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست چارواکي وایي چې پر کابل څانګه د ډېرې ګڼې ګوڼې مخنیوي لپاره په پام کې ده چې تر راتلونکو درې اوونیو پورې په ټولو ولایتونو کې د پاسپورت مدیریتونه بېرته فعال کړي.

: ‏د افغانستان ا.ا د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې د ایران پلازمېنه تهران کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې ناسته کې ګډون نه کوي.

: ‏باگذشت هر روز زمینه کار برای مردم در کشور مهیا می‌شود.

ذبیح‌الله مجاهد سخنگوی ا.ا.ا. و معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ امروز با ساير مسوولان ا.ا.ا. برنامه گندم در مقابل کار را که برای ۴۰ هزار نفر زمینه کار فراهم  کرده است، افتتاح کرد.

: ‏مولوی عمر یاسر به‌حیث قوماندان لوای کنر و قاری معراج‌الدین عثمانی به‌حیث قوماندان لوای لغمان گماشته شدند.

: ‏تیم ملی کرکت فردا حوالی ساعت ۶:۳۰ شام در نخستین بازی رسمی مسابقات جاری جام جهانی بیست آوره به مصاف تیم ملی سکاتلند می رود.باید گفت که می توانيد پخش زنده این بازی را از تلویزیون‌های ملی سپورت و آریانا تماشا کنيد.

: رجب طیب اردوغان، رئيس جمهور ترکیه روز سه شنبه 26 اکتبر به جمهوری آذربایجان سفر می‌کند و قرار است در مراسم افتتاحیه میدان هوایی بین المللی فضولی که اولین فرودگاه در مناطق آزاد شده است، شرکت و سخنرانی کند.

این سومین سفر اردوغان به آذربایجان در یک سال اخیر بوده و او پیش از این در 9 دسامبر 2020 و 15 ژوئن 2021 به این کشور سفر کرده بود.

وی در جریان سفر خود در 9 دسامبر 2020 که پس از پیروزی ارتش آذربایجان در جنگ قره‌باغ انجام شد با الهام علی‌اف، رئيس جمهور این کشور دیدار و در رژه پیروزی روز 10 دسامبر شرکت کرد.

: ‏ایران: روابط با آذربایجان توسعه می‌یابد.

حسین امیر عبداللهیان، وزیر امور خارجه ایران با انتشار پیامی در توئیتر درباره روابط کشورش با آذربایجان نوشت: روابط دو دولت و دو ملت در سایه احترام متقابل توسعه می‌یابد.

: ‏مخوف‌ترین قاچاقچی مواد مخدر در کلمبیا دستگیر شد.

دایرو آنتونیو اوسوگا با نام مستعار "اوتونیل" که یکی از بزرگترین قاچاقچیان مواد مخدر تحت تعقیب در کلمبیا بود، طی عملیات مشترک ارتش و پلیس این کشور دستگیر شد.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د بهرنیو چارو وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې د امریکا په ګډون د لسو غربي هېوادونو سفیران نامطلوب اعلان کړي.

: ‏خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت یو ځل بیا پر پخواني ولسمشر اشرف غني اچولی دی او په خبره یې د هغه تګ ددې سبب شو چې د افغانستان پوځ وپاشل شي او اوسنی نامعلوم وضعیت رامنځ ته شي.

: ‏د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني د اسراییلو د هغو څرګندونو په ځواب کې چې ویلي یې وو پر ایران د برید لپاره تر یو نیم میلیارد ډېره بودجه یې ځانګړې کړې ده ویلي، چې اسراییل دې پر ایران د برید پر ځای د هغو ورانیو د رغولو غمه وخوري چې د ایران تر ګوزار وروسته ورته رسېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟