No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ریاست خدمات اجتماعی حزب اسلامی افغانستان به سلسله کمک های قبلی خود امروز مبلغ (193,000) افغان کمک نقدی به فامیل های شهداء، استادان مدارس دینی و مستحقین واقعی در کابل توزیع نمود؛ مسئولین ریاست خدمات اجتماعی در جریان توزیع این کمک ها یاد آدر شدند که ما همیشه طبق معمول در پهلوی فامیل های شهداء، استادان مدارس و برادران و خواهران بی بضاعت خود هستیم و همواره در تلاش هستیم تا به مشکلات برادران و خواهران خود رسیدگی کرده بتوانیم چون دست گرفتن و یاری فامیل های فقیر و بیچاره از اولویت های اصلی ما بود و میباشد.

: ‏د ولسمشر پخواني سلاکار شاه حسين مرتضوي پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې په تېرو شلو کالونو کې حکومتيان او سیاسي څېرې بايد ولس ته حسابي ورکړي چې اوسنۍ پانګې يې له کومه کړې.

 مرتضوي هم په تېر حکومت کې د ولسمشر مرستیال ویاند او بيا يې د سلاکار په توګه دندې تر سره کړې.

: ‏بغلان ولايت کې شپږ انسان تښتونکي د امنيتي کسانو له خوا ژوندي نېول شوي او يو بل په نښته کې وژل شوی.

تېره ورځ هم هرات ولايت کې درې انسان تښتونکي د امنيتي کسانو سره په مخامخ نښته کې ووژل شول.

: ‏د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وياند د پوتین څرګندو هرکلی کړی او زیاتوي چې افغانستان کې اوس جګړه پای ته رسېدلې ده او موږ غواړو نړۍ سره ښې او مثبتې اړيکې ولرو.

‏د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له ملګرو ملتونو غوښتي چې له تور نوملړ د ځينو طا_لب مشرانو نومونه لېرې کړي. پوتین ويلي چې دې برخه کې د روسیې يو اړخيز اقدام پايله نه ورکوي بلکې ملګري ملتونه دې اقدام وکړی.

: ‏اسلامي امارت د خپلو ویندویانو ټیم معرفي کړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي چې نوموړی خپله د حکومت مرکزي ویاند دی او انعام الله سمنګاني، احمدالله وثيق، اسدالله (بلال کريمي) یې مرستیالان دي.

دغه کسان نن په ارګ کې په رسمي توګه معرفي شوې دي.

: ‏د جلال اباد ښاروالۍ د پنځمې ناحیې امر په یوه وسله وال برید کې وژل شوی دی.

ځايي سرچینې وایي، غفران الله مراد د جلال اباد ښار اړوند بهسودو پله ته په غځیدلي سړک ترور شوی شوی.

تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

غفران الله مراد د ولسي جرګې د پخواني غړي ابرارالله مراد ورور و.

: د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغنی برادر د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له مسوول سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې.

: ‏ننګرهار کې سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې نامعلومو کسانو نن سهار  په جلال‌اباد ښار کې یو دیني عالم په ډزو وژلی.

چارواکي دا هم وایي، چې نن سهار جلال‌اباد کې دوه چاودنې شوي.

عیني شاهدان وايي، چاودنو کې یو نظامي وژل شوی او دوه ملکي کسان ټپیان شوي.

: ‏تیم ملی کریکت افغانستان در نخستین بازی‌اش در جام جهانی بیست آوره ۲۰۲۱، امروز به مصاف تیم اسکاتلند می‌رود. این بازی در امارات متحده عربی انجام می‌شود.

: ‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ پیغام کې د اروپایي ټولنې د هغه پریکړې هرکلی کړی چې،له مخې به یې کابل کې په رسمي توګه دفتر پرانیستل شي،بلخي ویلي څنګه چې د نورو بهرنیو سفارتونو امنیت خوندي دی دغه راز به د اروپایي ټولنې دفتر او کارکوونکي هم خوندي وي.

: ‏د ښځو چارو وزارت مامورین وایي چې نن ددغه وزارت ګڼې ښځینه مامورینې د وزارت مخکینۍ ودانۍ ته غوښتل شوې او له ټولو مامورینو غوښتل شوي چې خپلې حاضرۍ لاسلیک کړي، دغه راز د وزارت مامورینو ته ډاډ ورکړل شوی چې وزارت نه دی لغوه شوی او د نوې ستراتیژۍ له مخې به د وزارت چارې ژر له سره پیل شي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت ویاند: د افغانستان اسلامي امارت او د چين جمهوريت لوړ پوړي چارواکي به دوحه کې دوه ورځې مهمې ناستې ولري. دواړه لوري به پر دیپلوماتیکو اړیکو، سيمه‌ييزې سوداګرۍ، سيمه‌ييز نښلوون، د سيمې امنيت او پر مشترکو فرصتونو او ننګونو هراړخيزې خبرې وکړي.

: عبدالفتاح البرهان، فرمانده کل ارتش سودان طی سخنانی در تلویزیون این کشور اعلام کرد که در سراسر سودان وضعیت اضطراری اعلام شده است.

وی افزود: شورای حاکمیتی و شورای وزرای سودان منحل شده و به جای آن "دولت تکنوکرات ملی مستقل" تشکیل خواهد شد که ماموریت آن تا زمان برگزاری انتخابات در سال 2023 ادامه خواهد داشت.

او همچنین تصریح کرد: نیروهای مسلح سودان در تلاش برای حفاظت از گذار دموکراتیک در این کشور هستند. ارتش به بیانیه قانون اساسی سودان به جز برخی از مواد آن پایبند خواهد بود.

: ‏وزارت خارجه ترکیه: اخبار تلاش برای کودتا در سودان را با نگرانی عمیق پیگیری می‌کنیم.

: منابع ریاست جمهوری اعلام کردند که توضیحات سفارتخانه‌ آمریکا و دیگر کشورها درباره قرارداد وین مورد استقبال رئیس جمهور اردوغان قرار گرفته است.

: ‏د مالیزیا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر قمرالدین جعفر ویلي دوی د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له غړو او نورو هېوادونو سره خبرې کوي څو وکړی شي په افغانستان کې د ښځينه وو د تعلیم او لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.

: ‏هند د مسکو په غونډه کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د ترسره کولو ډاډ ورکړی دی، خو هڅه کوي داسې لارې چارې وپلټي چې دغه مرستې افغانانو ته ورسولی شي.

: ‏فایننشل ټایمر د اروپایي ټولنې د یوه ویاند په حواله لیکلي، چې اروپايي ټولنه هڅه کوي، راتلونکې څه کم یوه میاشت کې، کابل کې خپل ډېپلوماټیک ماموریت بېرته پیل کړي.

‏برنامه غذایی جهان گفته است که بیش از نصف جمعیت افغانستان (۲۲,۸ میلیون نفر) با نبود مصونیت غذایی از نوامبر سال روان روبرو خواهند شد.

: ‏ضمیر کابلوف، نماینده خاص رییس‌جمهور روسیه در امور افغانستان، اشتراک  مسکو در دومین نشست وزرای خارجه کشورهای همسایه افغانستان درباره تحولات این کشور در تهران را تأیید کرد.

: ‏زلمي خليلزاد له سي سي اس سره په خبرو کې ويلي دي چې اشرف غني د تمې خلاف کارونه وکړل او له افغانستان ووت.

خليلزاد ويلي چې که اشرف غني تښتېدلی  نه وای نو افغانستان به اوسني وضعيت کې نه وای او يو ټول - شموله حکومت به جوړ شوی وای.

: ‏پلار يې د اندونيزيا ولسمشر او مور يې د اندونيزيا ملي اتله وه؛ د اندونيزيا د پخواني ولسمشر (احمد سوکارنو) لور (سکمواتي سکورنوپوتري) اسلام مبارک دين پرېښود او هندو مذهب ته اوښتې.

نوموړې ويلي دي چې نيا يې هم هندو وه. د وګړو پر بنسټ اندونيزيا د نړۍ تر ټولو ستر اسلامي هېواد دی.

: ‏ارتش سودان کودتای نظامی در این کشور به راه انداخته و چندین مقام غیرنظامی از جمله عبدالله حمدوک، نخست وزیر این کشور را بازداشت کرده است، عبدالفتاح البرهان، جنرالی که ریاست شورای حاکمیت، یک نهاد حاکم تقسیم قدرت را بر عهده داشت، در سراسر کشور وضعیت اضطراری اعلام کرد، شورای و دولت انتقالی را منحل کرد.

: ‏له سي بي اِس رسنۍ سره خبرو کې زلمي خليلزاد ویلي دي چې طاـلبانو سره يې په دې پار خبرې پيل کړې چې د جګړې په ډګر کې له ستونزو او ماتو سره مخ وو.

خليلزاد وايي چې د سولې خبرو لامل دا وو چې امريکا ماتې سره مخ وه او بريا لېرې ناشونې وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک