No-IMG

د طالبانو د رسمیت پیژندلو په تړاو

۱د طالبانو له راتګ وروسته اکثرو لویدیځو هیوادونو خپل سفارتونه دوحې ته و لیږدول او قطر له افغانستان سره د خپلو اړیکو د منځګړي په توګه یادوي، په داسې حال کې چې قطر هم تر دې مهاله رسما نوی افغان حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

۲ _ اروپایې اتحادیې په کابل کې د محدودو اړیکو او

بشردوستانه مرستو په پار خپله  ډیپلوماټیکه استازولي پرانیزي.

د نړیوالو حقوقو له نظره او د نړیوالو ډیپلوماټیکو اړیکو تاریخ او ورته وقایعو ته په پام سره په لومړۍ شماره کې ذکر شوی وضعیت دا په ډاګه کوي چې دوحې د کابل نوی وضعیت په رسمیت پیژندلی دی، او دېته عملي/ ډیفاکټو، ابتدايي او غیر صریح رسمیت پیژندنه وايې کوم چې د ډیژوري، بشپړې او دايمي رسميت پيژندنې مقدمه ګڼل کیږي. ځکه دوحه په کابل کې پرانیستی او فعال سفارت لري او په عین وخت کې د کابل او نړۍ ترمنځ د تعامل کوربني کوي، که قطر افغان حکومت په رسمیت نه وي پیژندلی؛ نو کله هم د نورو هیوادونو د ډپلوماټیک وساطت او نیابت جوګه نشي کیدای.

په دوهمه شماره کې ذکر شوی حالت هم عینا د اروپايي اتحاديې له لوري د طالبانو په رسمیت پیژندل رسوي که څه هم دا رسمیت پیژندنه به هم بشپړه، يوځلي، څرګنده او مستقیمه نه وي او وروسته _ وروسته به انکشاف مومي.

دا ښه زیری دی او ترټولو ښه داچې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل لپاره د پاکستان د هڅو سره - سره، دوحه غوره شوې نه اسلام آباد او دا ټکی د افغانستان او سیمې په تړاو  د لویدیځې نړۍ په اند کې د پاکستان محوریت او اغیزمنتیا نفي کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟