No-IMG

له اوښکو ډکه بریا

ټولو کور مېشتو او بهر مېشتو افغانانو ته  دې د هېواد په دې دردمنو او  سختو شېبو کې د کرکټ  نننۍ ستره بریا مبارک وي.دا بریا موږ ته دا پیغام راکوي چې تر هرې سختې وروسته اساني راتلونکې ده. نننۍ بریا سره دا پیغام هم مل دی ، چې د کرکېټ مینوال باید د بایلونې پر مهال خپله خوله او خپل احساسات کنټرول کړي ؛ د کرکېټ لوبغاړي تحقیر او توهین نه کړي، ګټنه او بایلونه د لوبې دوه متضادې او حتمي خواوې دي. څومره خوښي چې په تېرو شلو کلونو کې د کرکټ اتلانو زموږ  هېوادوالو ته وربښلې ده ، هم حکومتونه او هم سیاسیون هېڅکله هم د دومره خوښۍ جوګه شوي نه دي.

د کرکېټ اتلانو د افغانستان ملي بیرغ یو ځل بیا د نړۍ ملیاردونو وګړو ته د زرګونو رسنیو له لارې وځلاوه ، ملي سرود یې و غږاوه. له دې څخه دا ښکاري چې  ملي ارزښتونه د ملت په روح او روان پورې تړلي ، د حکومتونو مال او میراث نه دی، تېر حکومت ړنګ او نوی واکمن دی،  خو ملت د دواړو تر منځ نن خپل ملي حیثیت وځلاوه. د نننۍ بریا  او دردمنو اوښکو په ترڅ کې دا ستره هیله هم ځلېدله چې که حالات هر څومره ستونزمن او اغزن دي ، خو ورو ورو نورماله بڼه خپلوي او داسې وخت به راځي چې هر څه د ملت د خوښې او ارادې  تمثیل وکړي.لږه اوسېله، یو څه جرات او یو څه تدبیر په کار دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟