No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي.

په دې کتنه کې دیبورا لاینز د ژمي تر راتلو وړاندې د بشري او اقتصادي ناورین مخنیوي لپاره پر بېړنیو اقداماتو او ګډ کارکولو ټینګار کړی.

‏نوموړې ویلي، چې یوناما به له تمویلونکو هیوادونو سره خبرې وکړي، څو پراختیایي پروژې تمویل کړي او د پیسو جریان بېرته عادي حالت ته وګرځي.

بل لور ته مولوي عبدالکبیر له یوناما غوښتي، څو  د افغانستان کنګل شوې پانګې د خلاصولو لپاره پر امریکا فشار راوړي.

: ‏کابل ښار کې يو شمېر ښځینه فعالانو د یوه لاريون په ترڅ کې له نوي حکومت څخه د خپلو حقونو غوښتنه وکړه.

دوی وایي د کار او زده کړو حق د دوی اساسي حق دی او په دې اړه د نړیوالو چوپتیا د اندېښنې وړ ده.

: ‏ډاکټر اسامه عزیز د اشرف غیرت پرځای د کابل پوهنتون رئیس ټاکل شوی.

اسامه عزیز د ننګرهار اوسیدونکی دی، د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو او قانون له پوهنځي يې لسانس کړی، هغه له همدې پوهنتون څخه په اسلامي تجارتي قوانینو کې ماستري لري او په فقه او قانون کې یې دوکتورا کړې.

: ‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر دوحه کې سره کتلي او دواړو لوریو په دیپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او افغان زده‌کوونکو ته په چین کې د لوړو زده‌کړو د فرصتونو ایجاد ترڅنګ پر یو لړ مسائیلو خبرې کړي.

: ‏د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بریا د افغانانو د خوښۍ او ګرم هرکلي سبب شوې.

د لوبې په پيل کې د افغانستان له دری رنګه ملي بیرغ سره د هیواد ملي سرود وغږول شو،چې د لوبډلې د کپتان محمد نبي له سترګو اوښکې راغلې ‏او د دې صحنې په لیدو سره ګڼو افغانانو د ملي بیرغ او ملي سرود په ملاتړ تبصرې وکړي.

د پخواني ولسمشر حامد کرز ترڅنګ، د مخکیني حکومت یوشمېر چارواکو هم په دې لوبه کې د افغانستان د بریا مبارکي ورکړې او په کور د ننه او بهر ګڼو افغانانو پر دې بریا خوښي ښودلې ده.

: ‏ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی می‌گوید چین یک میلیون دالر به افغانستان کمک کرده و وعده داده است که به ارزش پنج میلیون دالر دیگر کمک‌های بشردوستانه فراهم می‌سازد. مقام‌های کشور چین همچنان گفته اند که در بخش‌های اقتصادی و دیپلماتیک نیز با افغانستان همکاری می‌کنند.

: ‏د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون په دوحه کې د چین له سفیر سره وکتل.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې دې کتنه په دوه اړخېزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې شوې دي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپايي ټولنې د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې افغانستان کې به بيا خپل دفتر پرانیزي.

نوموړي له نړۍ غوښتي دي چې اوسني وضعيت کې افغانستان سره بشري مرستې زياتې کړې ترڅو په راروان يخ ژمي کې د خلکو لاس نېوی شوی وي.

: ‏د وزيرانو شورا په ناسته کې پرېکړه شوې چې د يو ځانګړي کمېسيون له لارې به د افغانستان د دیني عالمانو د زده کړو کچه وارزول شي او علمي رتبې به ورکړل شي.

: ‏د ا.ا.ا د اروپايي ټولنې د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې کابل کې به خپل دفتر بيا پرانېزي.

که څه هم اروپايي ټولنې ويلي چې دا کار د طا_لبانو د رسميت پېژندنې په مانا نه دی خو دې سره به له افغانستان سره په اړيکه کې اوسي.

: ایران: دومین نشست همسایگان افغانستان به اضافه روسیه فردا در تهران برگزار می‌شود.

نشست همسایگان افغانستان با حضور وزرای امور خارجه ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان  پاکستان و شرکت آنلاین وزیران امور خارجه چین و روسیه برگزار خواهد شد.

دبیر کل سازمان ملل پیامی برای دومین نشست همسایگان افغانستان صادر خواهد کرد

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه که به منظور حضور در مراسم افتتاحیه فرودگاه بین‌المللی شهر فضولی و مراسم کلنگ زنی پردیس کشاورزی هوشمند در زنگیلان به آذربایجان سفر کرده در مراسم کلنگ‌زنی ساخت بزرگراه فضولی شرکت کرد.

حین بازدید اردوغان و الهام علی‌اف، همتای آذربایجانی‌اش از فرودگاه بین‌المللی فضولی به اردوغان کلید نمادین فرودگاه اهدا شد.

روسای جمهور دو کشور سپس در مراسم کلنگ‌زنی بزرگراه احمد بیلی-فضولی-شوشا و احمدبیلی-هورادیز-منجوان-آق بند حضور یافتند.

اردوغان و علی‌اف پس از دریافت اطلاعات در مورد روند کار در منطقه، دکمه بتن ریزی را فشار دادند.

اردوغان وعلی‌اف متنی را كه به مناسبت بزرگداشت اين روز امضا كرده بودند، در پایه این طرح گذاشتند.

در این متن آمده است: «بزرگراه هورادیز- جبرائیل- زنگیلان- آق بند توسط الهام علی‌اف، رئیس جمهور آذربایجان و رجب طیب اردوغان رئیس جمهور ترکیه در 26 اکتبر 2021 پایه‌گذاری شد.

: ‏عمران خان:

د افغانستان کرېکټ ټیم ته دې مبارک وي؛ هېواد کې يې له شته ستونزو او ناخوالو سره بيا په زړورتيا لوبه وکړه او سکاټلنډ ته يې ماته ورکړه.

: ‏د ترکيې په کورنيو چارو کې يې د نه لاس وهنې ډاډ ورکړ؛ ولسمشر اردوغان د لسو هېوادونو د سفيرانو له شړلو لاس پر سر شو.

درې ورځې وړاندې ولسمشر اردوغان بهرنیو چارو وزارت ته امر وکړ چې  په ترکیه کې د امریکا، جرمني، کانډا، دنمارک، فینلنډ، نیدرلینډ، نیوزیلنډ، ناروی او سویډن هیوادونو سفیران «نامطلوب اشخاص» اعلان او له ترکیې وشړي. دغو سفیرانو  په یوه شریکه نادره بیانیه کې د ترکیې له حکومت غوښتي وو چې په دغه هیواد کې بندي مدني فعال عثمان کوالا خوشې کړي.

: ‏د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال سازمان په راپور کې راغلي دي چې له نيمايي ډېر افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او که پر وخت ورته مرستې ونه رسيږي د مړينې ګواښ شتون لري راپور کې ويل شوي دي چې په تېر کې د افغانستان ۱۴ مېلیونه وګړي لوږې سره مخ وو خو اوس د افغانستان د ټول نفوس (۳۹ مېليونه)؛ له نميايي ډېر (۲۳ مېليونه) له سختې لوږې سره مخ دي.

: ‏لیندسي ګراهام په یوه مرکه کې ویلي په افغانستان کې د وضعیت د ناسم مدیریت له امله بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی او که بې پروايي وشي په دغه هېواد کې به په اوس وخت کې د نړۍ په کچه تر ټولو ستره فاجعه رامنځ ته شي.

: ‏پمپیود بایډن حکومت په بې کفایتۍ تورن کړی دی او وايي بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د افغانستان د وضعیت پر وړاندې مسوول دی او باید خپل غږ اوچت کړي.

: ‏راپور کاږي چې د ټورنټو په فوران سیمه کې په یو وسله وال برید کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي. په ورته وخت کې همدې سیمې ته څېرمه په یوه بله پېښه کې بیا یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

: ‏چین او پاکستان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د ژمې تر یخنۍ مخکې دې افغانستان ته بشري مرستې واستوي.

: ‏کمیته مرکزی انتخابات ازبیکستان تایید کرده است که شوکت میرضیایف، رییس حمهور بر حال این کشور، با کسب بیش از ۸۰ درصد آرا، برای دومین بار رییس جمهور این کشور انتخاب شده است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک