No-IMG

افغانستان او امریکا؛ د اړیکو آینده

د شلمې پیړۍ سر کې اولین ځل امریکا د تیوډور روزلوېټ په وخت کې په عملي توګه د نړۍ سیاست ته راووتله. امریکا له خپلې آزادۍ وروسته د شمال اټلانټک څخه اخوا په لویدېځې نیمه کره کې آرام ژوند کاوه. د نړۍ سیاست سره یې ډېر کار نه ؤ. دا هغه وخت ؤ چې انګلیس د نړۍ مشري کوله.‌ له لومړۍ نړیوالې جګړې مخکې امریکا د اروپايي هیوادونو تر منځ له جنجالونو لرې پرته وه او په امریکا داسې فکر غالب ؤ چې ګواکې دوی د انسانیت داسې نمونه ده چې نور ځای کې نشته. دوی ځان ته له نورې نړۍ په بېل فکر قائل ول او ځانونه یې د نړۍ له خلکو بهتر ګڼل.‌ د امریکا دې بې ځایه استثنائیت ته بیا وروسته خلکو د American Exceptionalism  نوم ورکړ. دغه امریکايي استثنائیت اوس هم د امریکا په سیاست او ټولنه کې ښکاره دی.

په سیاست کې د دوی محاسبه اوس هم دا ده چې هر هغه نظام چې لبرال ډیموکرات نه وي، سم نظام نه دی. له لبرالې ډیموکراسۍ پرته بل هر نظام ته دوی د شیطاني نظام نوم ورکوي. دا په دې اساس چې دوی خپل لبرال ارزښتونه نړیوال ارزښتونه ګڼي او فکر کوي چې هر هغه څوک چې په دې ارزښتونو ایمان نه راوړي د شیطان پیرو دی.

د شوروي له ماتې وروسته د دې فکر پر وړاندې مبارزه ډېره تته وه ځکه دوی د نړۍ پاچاهان ول، وسلې یې لاس کې نیولې وې، هر چا چې کړت کاوه له تېغه یې تیراوه خو کلونه وروسته مونږ دا مهال بیا په داسې حالت کې یو چې د امریکا دغه یکه تازي‌ مخ په زوړ ده.‌ چین، روسیه، ترکیه، مالیزیا او د نړۍ نور ډېر هیوادونه اوس ډیموکراسۍ او د نظام چلولو لپاره خپل تعریف لري. دا بېل بحث دی چې ولې امریکا دا یکه تازي وبایلله او نوي رامنځ ته کېدونکي سیمه ایز قدرتونه نړیوال سستم ته له کومې زاویې ویني.

امریکا په شلمه پیړۍ کې روزلوېټ له لویدیځې نیمې کرې راوویستله او په لومړۍ نړیوالې جګړې ته یې ټیل وهله. له لومړی نړیوالې جګړې وروسته هغه وخت چې د افغانستان اشغال ضد ولس او دیني علماؤ د امان الله خان په مشرۍ د انګریز دریم اشغال څخه آزادي واخستله، امریکا په اول ځل ۱۹۲۱م کې د افغانستان حکومت په رسمیت وپیژنده، بیا یې وروسته په ۱۹۳۵م کې ډپلوماتیکې اړیکې پیل کړې او وروسته له چارج د افېر څخه امریکا افغانستان ته سفیر واستوه. په دې اساس افغانستان سره د امریکا د اړیکو اساس کېښودل شو. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یو ځل د امریکا رئیس جمهور افغانستان ته هم سفر وکړ او وخت پاچا ظاهر شاه سره یې کابل ګې ولیدل. په دې سفر کې د امریکا رئیس جمهور افغانستان سره د کانال، اوبو رسونې او هلمند کې د اوبو د ډیمونو جوړولو او څه نورو همکاریو ژمنه هم وکړه.

دا کومکونه او د ایزان هاور سفر افغانستان ته دې لپاره ؤ چې افغانستان په سړه جګړه کې د شوروي په خوا کې ونه درېږي. همدا وخت ؤ چې ظاهر شاه هم یو ځل د امریکا سفر وکړ او په واشنګټن کې یې ګرم استقبال وشو.

شوروي چې کله په افغانستان اشغال راوړ، امریکا د شوروي ضد مجاهدینو بسپنه پیل کړه خو چې کله شوروي مات شو، امریکا افغانستان په کورنۍ جګړې کې ځان ته پرېښود.

د طالبانو حکومت سره هم بیا د امریکا رسمي اړیکې نه وې خو وخت نا وخت یې وروسره په ځینو مواردو کې غیر رسمي تعاملات کول.

۲۰۰۱م کې د امریکا اوږد مهالې ستراتیژي دا وه چې د ایرو آسیا په بالکان یعنې مرکزي آسیا یا سوېل آسیا کې یو هیواد کې خپل نظامي حضور ولري. د مرکزي آسیا هیوادونه د شوروي د تاثیر لاندې ول، پاکستان اتومي اسلحې درلودلې، ایران د انقلابیانو لاس کې یو قوي هیواد ؤ. یواځې افغانستان داسې هیواد ؤ چې د یو ضعیف حکومت او په نړیواله سطحه د یو منزوي حالت څخه کړېده. افغانستان ټارګېټ شو، امریکا راغله، شل کاله یې تېر کړل، نظامي ستراتیژي یې ناکامه شوه،‌ نه یې نظامي میدان وګټه او نه فرهنګي او فکري.‌ امریکا ته په نړیواله سطحه لوی مشکلات پیدا شول او له افغانستان یې خپې سپکې کړې.

اوس بحث دا دی چې د افغانستان نوي حکومت سره به د امریکا تعامل څه وي.‌‌

تېر حکومت سره د امریکا تعامل د یو اشغال شوي هیواد تعامل ؤ،‌ هلته زمونږ بهرنی سیاست او داخلي پالیسیانې په واشنګټن یا کابل کې د امریکا سفارت کې جوړېدلې، حکومت فقط اجرايي مسؤلیت درلود‌. تر دې چې د د امنیتي ادارو مجالس به د خارجیانو له حضور پرته نه تر سره کېدل. د امریکا له وتلو وروسته نور افغانستان په دې حال کې نه دی.

له دې وروسته د افغانستان او امریکا امریکا اړیکې د دوه آزادو هیوادونو اړیکې دي چې یو یې هم اجازه نه لري د بل ملي حاکمیت او ارضي تمامیت چېلېنج کړي.

لاندې درې سیناریوګانې دي چې ښايي یوه یې د افغانستان او امریکا د اړیکو آینده تشریح کړي.‌

۱ دا چې د امریکا او افغانستان اړیکې د داسې دښمنۍ اړیکې شي لکه دا تېر شل کاله چې د طالب او امریکا اړیکې وې. دا سیناریو په دې اساس ډېره ممکنه نه پرېښي چې امریکا د افغانستان نوي‌ حکومت او نوی حکومت د امریکا اړیکو ته اړتیا لري. په دې اساس دا آپشن ښايي د افغانستان او امریکا د خارجي سیاست چلونکو ذهن کې ډېر ځای ونلري.‌

۲ دا چې د افغانستان نوی حکومت او یا د سیمې کوم هیواد امریکا ته نظامي اډې ورکړي. زه فکر کوم په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ څه موده وړاندې خبرو کې امریکا په غیر مستقیم ډول دا غوښتنې له طالبانو کړي وي حتما به طالبانو رد کړي‌ وي.‌ په همدې اساس اوس امریکا سره بله لار دا ده چې د سیمې هیوادونو کې ځانته ځای پیدا کړي، تر څو هغه اهداف چې امریکا یې له دې سیمې لري‌ تر لاسه کړي. په سیمه کې د مرکزي آسیا ټولو هیوادونو د قرغستان او ازبکستان په شمول امریکا ته ځواب ورکړ چې دوی نظامي اډو ته تیار نه دي. روسیې هم امریکا ته سور سګنال ورکړ چې مرکزي آسیا کې دا شی نه مني. هغه ورځ خبر خپور شو چې پاکستان منلې خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت فورا رد کړه.‌ پاکستان له یوې خوا اقتصادي بسپنې ته اړتیا لري خو له بلې خوا که امریکا ته نظامي اډې ورکړي، داخل کې د مذهبي او سیاسي ګوندونو خطرناک فشار سره مخ کېږي. د پاکستان د طالبانو تحریک به هم خپلې مبارزې ته نوی مشروعیت پیدا کړي‌ او چین به هم له د پاکستان دا کار ډېر برګ کړي.

که چرته دا سیناریو کامیابه شوه او امریکا په سیمه کې ځای پيدا کړ نو بیا به یې د افغانستان نوي‌ حکومت سره اړیکې ساتي خو په داسې شکل چې هېڅ باور به وجود نلري. دا ځکه چې په سیمه کې د امریکا نظامي اډه به د افغانستان د حکومت په مقابل کې د امریکا کمین وي‌ او هر وخت به د افغانستان د فضايي حریم د ماتولو او د افغانستان په داخل کې د نظامي عملیاتو ډار وي.

امریکا دا مهال دې سیناریو لپاره پوره کار روان کړی او کوښښ کوي چې په څه نا څه شکل د سیمې په یو هیواد کې ځانته ځای پیدا کړي.

۳ دا چې امریکا کله په سیمه کې ځای پیدا نه کړي دوی سره یواځې د دې لار پاته کېږي چې په افغانستان کې ډپلوماتیک حضور ولري. دوی به بېرته خپل سفارت فعالوي او نوي حکومت سره به طبعي روابط پیلوي. په دې صورت کې به امریکا سره د نوي حکومت د فشار لپاره یواځې د اقتصادي بندیزونو او رسمي اعلامیو وسیلې پاتې وي.

طالبان غواړي چې امریکا دې دریمې سیناریو سره روابطو ته برابره کړي‌ خو امریکا د دوهمې سیناریو لپاره کوشش پیل کړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟