No-IMG

د امارت له مسؤلینو غوښتنه

د اسلامي آمارت محترمو مسؤلینو! السلام علیکم ورحمت الله و برکاته

 یوه لنډه غوښتنه په پراخو محتویاتو!

داچې هیواد مو له کلونو کلونو د نیواکګرو ذهني ،مذهبي ،پوځي، استعماري او استحماري یرغلونو سره مخ وو، او دوی خپلې شیطاني موخې په ظاهره د ښه او جلبونکي شعار تر چتر(شخصي،قلم، وینا، عمل او دښځو ازادي) لاندې پلې کولې.

 داچې د غربي پوځي یرغل په لمړیو ورځوکې څومره هیوادوال مو داوراو باروتو په لمبو کې وریت شول، څومره په شقاوت په کانتینرو او لاس تړلي په شهادت ورسیدل دهغو دقیقه احصایه ارزول ستاسو دنده ده.

داچي څومره مدرسي،مسجدونه،مکتبونه، روغتونونه،پلونه او په مجموع کې ټولنیزو ګټو ودانۍ بمباردمان شوي یو یو د تاریخ برخه وګرځوئ.

داچې څومره بمونه په کلیو ،بانډو، د ودونو او جرګو په غونډو غورځول شوي د جزیاتو سره محفوظ کړئ.

د  دین، هیواد او خپلواکۍ هر شهید مو د  پیړۍ اتل دی، سرکونه ، روغتونونه، واټونه او...حتي کلي او بانډې د دوی په نوم مسمی کړئ، تر څو د دوی جهادي کارنامې دراتلونکو نسلونو لپاره دافتخار درس وي.

داچې عمومي عفوه مو اعلان کړه دا ستاسو بزرګواري او د پاک نیت ښکارندوی دی، مګر دهغو خلکو په څه کیږي چې په شخصي توګه زورول شوي ،وژل شوي، پانګه او ملکیت ئې په زور ترې اخستل شوی، د داسي خلکو لپاره د عدالت دړه خلاصه وساتئ، او هره دوسیه په واقعیتون وپلټل شي نه په شک او ګمان.

له غاصبینو د یوې یوې افغانۍ حساب واخلئ په داسي توګه چې خپل خلک ئې ګواهان شي اوبیا دهمغه خلکو په مشورو دتر لاسه شویو پانګو نه وړکتونونه، او روزنیز مرکزونه جوړ کړئ.

هر لوېشت دولتي زمکه چې غصب شوې په میړانې سره تر لاسه کړئ، دا دټولو افغانانو حق دی نه یواځي د غاصبینو، په دې خیر کار کې ټول ملت ستاسو تر شاه ولاړ دی.

      دشریعت په رڼا کې نه یواځي هلکانو بلکه انجونو ته هم داسي تعليمې نظام جوړ کړئ چې د نوروهیوادو انجونې او هلکان په افتخار زموږهیواد ته سفر وکړي ، دلته اسلامي روزنه او اخلاق ځان سره صادر کړي، تر څو خپل هیواد ته دبیرته ستنېدو په ترڅ کې یوه څرګند بیلګه وي.

 

موږ هر یو مسؤلیت او مکلفیت لرو چې هر څه خدمت مو دلاسه وي تر سره کړو تاسو د دې زمینه او سهولتونه برابر کړئ، د ګنډلو یو ماشین نه تر سترو روغتونو نو، پوهنتو نونو او کارخانو جوړلو په جهاد کې مخلص دوستان دعوت او وهڅوئ چې هم دنیا مو اباده شي او هم مو اخرت.

دبلګې په توګه یو مسلمان ملیونر یا دولت دیته وهڅوئ چې دهیواد په یو ولایت کې داسي یو روغتون جوړ او استفادي ته وړاندي کړي چې ناروغ مجبور نه شي دیو معاینې او عکس اخستلو لپاره بل ځي ته سفروکړي.

همدار از مدرسه، مکتب، پوهنتون او ...

نړیوال دیته مجبور او وهڅوئ چې په هره برخه کې پرته له قید او شرطه زموږ لاس نیوی وکړي، دمثال په توګه یو شمیر ځوانان مو په تخنيکي، صنعتي ، طبي او ... برخو کې وروزي، دټولنیزو خدمتونو په لړ کې دسر درو په مناسبو سیمو کې دبرېښنا یو یو توربین نصب کړي، د زراعت او مالدارۍ یو فارم جوړ کړي ، یو ډاګ ته داُبو ویاله وکندي او...، تاسو دهر وړوکي او ستر خدمت مننه، تشویق او قدر وکړئ، او هم احساس ورکړئ چې ستاسو بلا قید او شرط مرسته زموږ ملت نه هیروي.

په داسي خدمتونو سره دنیا او اخرت مو روښانه کیږي او تاریخ کې به ثبت شي چې هغو شخصیتونو چې ټوله دنیا ورته دحقارت او بې سوادي په نظر کتل د دنیا معززنین او حقیقی خادمان شول.

آمین

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟