No-IMG

د یوه عباسي خلیفه حکیمانه پرېکړه

   عباسي خلیفة "القادر بالله*" یوه شپه د بغداد ښار کې ګرځیدی، نو د یوه سړي خبرې یې واوریدلي، چې بل ته غږیدی، ول د دې  بدمرغه (القادر بالله) پاچاهي به کله ختمیږي، ده خو هیچا ته خیر ونه رسوه. خلیفة خپل خادم ته وویل چې ورشه هغه کس راوله، هغه یې راوست او د ده مخته یې ودروه، خلیفه هغه وپوښتی چې دنده مو څه وه؟ هغه وویل: زه د پخواني حکومت جاسوس وم، د خلکو حالات به مې حکومت او امیرانو ته رسول. خو چې امیر المؤمنین القادر بالله، خلیفه شوی، زموږ کار یې راختم کړی او زموږ معاشونه هم دریدلي دي.

   خلیفه هغه ته وویل: ته د ښار نور جاسوسان پېژنې؟ هغه ول هو، خلیفه خپل کاتب راوغوښت او د ښار د ټولو جاسوسانو نومونه یې ورنه ولیکل، سبا یې ټول جاسوسان خپل دربار ته وروغوښتل، ټولو ته یې معاش معلوم او جاري کړ، دوی یې د هیولد لېري سرحداتو ته ولیږل. او هلته یې د هیواد د دښمنانو او کفارو لپاره جاسوسان مقرر کړل، چې د هغو په اړه به معلومات راټولوي او د خلافت مسؤلینو ته به یې سپاري.

    خلیفه القادر بالله جاسوسان رخصت کړل، بیا یې د خپل مجلس خلکو ته مخ واړوه او ورته ویې وویل: تاسو پوه شئ چې د دې جاسوسانو باطن له شره ډک دی، دوی د نړۍ له مخلوق سره حسد او کینه لري او هر وخت هغو ته د شر اراده لري، دوی ته باید داسې ځای پیدا شي چې خپل شر په کې تش کړي، نو مناسب مې وبلله چې دا شر یې د دین دښمنانو ته متوجه کړو او مسلمانان یې له فتنو خوندې شي.

* القادر بالله، أحمد بن اسحاق نومیدی، دی په عراق کې د عباسي خلافت یو خلیفه و، سړی ښه دینداری او فقیه عالم و، د ابو بشر الهروي شاګرد و، د صحابه کرامو په فضیلتونو کې یې یو کتاب هم لیکلی او هغه کې یې د عمر بن عبد العزیز رحمه الله د ژوند حالات هم راخیستي دي. ده یو څلوېښت کاله او دری میاشتې حکومت کړی. الله دې وبښي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟