No-IMG

مولوی محب الله د مظلومانه شهادت خبر زړه بوږونکی او دردونکی دی

محمد نذير حکيمي

 

مظلوم شهیده وروره!

د منتقم ذات جل جلاله پر قادر مطلق قدرت مې ایمان دی چې ستا د مظلومانه شهادت انتقام به په دنیا او آخرت کې حتما ستا د بې رحمه اسلام دښمنه ظالمانو قاتلانو څخه ډېر ژر اخلي.

ان شاء الله العزیز

و ماذالک علی الله بعزیز

اته کاله وړاندي شهيد مولوي عزت الله محب ـ د وخت جابر حکومت لخوا پداسى حالت کى ونيول شو ، چي لس دولس مرمي يى ، پر بدن لګيدلې وي ، پوره يونيم کال د خپلو زخمي ټپونو څخه په زندان کي زوريده ، بوډا پلار به يې  وخت ناوخت زندان ته ليدلو ته ورتلو ، زندان کي يې ډيرې د ديني علم په ګاڼه سمبال شاګردان وروزل ، پدى ورستيو کى د دولت او حزب اسلامي سره د صلحى توافق په نتيجه کي په څلورم پړاو کى له زندانه آزاد شو ، له هغي روسته يى خپل عادى ژوند ته آدامه ورکړه او خپل آهل عيال ته د نفقى لپاره يى يوه کوچني د ابو تصفي کارخانه جوړه کړه ، متأسفانه : څلور پنځه ورځى وړاندى جلال آباد کى د نامالومو وسلوالو لخوا اختطاف او بيګاه شپه يى مړي د سرخرود ولسوالى ، د کوز چارباغ صفا ساحه کى پداسى حالت کي وموندل شوى ، چى بدن يى ټپي ټپي او سخت شکنجه شوى او له هغى روسته په شهادت رسول شوي ــ ــــ ــــ

مونږ د اوسني نظام چارواکو څخه په کلکه غوښتنه کوو ، چي د داسى مرموزو وژنو عاملين ونيسي ، تر څو پورى به دا صحرايې محکمي پدى مظلوم ولس تحميل وي ، که هر څوک مجرم اوکنهګار وي بايد ګناه يى معلومه او د هغي ګناه په تناسب مجرمين مجازات کړي شي ، کورني ته به يې آطمنان حاصل وى ، ولس به هم راضي او مطمن وي ـــــ

 د هغي ورځى د راتلو په هيله چي صحرايې محکمي له منځه تللى وي او هر مجرم ته سزا په خپله آندزاه ورکړل شي ـــ

انا لله و انا اليه راجعون  

 روح يى ښاد او ياد يى تل اوسه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟