No-IMG

حکمتيار: امريکا په افغانستان کي نظامي اډې غواړي

متن خطبه  محترم حکمتيار صاحب ( جمعه 7 عقرب 1400)

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

لِإِيلَٰفِ قُرَيۡشٍ١ إِۦلَٰفِهِمۡ رِحۡلَةَ ٱلشِّتَآءِ وَٱلصَّيۡفِ ٢ فَلۡيَعۡبُدُواْ رَبَّ هَٰذَا ٱلۡبَيۡتِ ٣ ٱلَّذِيٓ أَطۡعَمَهُم مِّن جُوعٖ وَءَامَنَهُم مِّنۡ خَوۡفِۢ ٤

1- د قريشو د الفت په پار. 2- الفت ئې د ژمي او د دوبي له سفر سره. 3- نو د دې كور د پالونكي عبادت دي كوي. 4- آ چي له لوږي ئې ماړه كړل او له وېري ئې خوندي.

په دې مباركي سورې كي د انساني ټولني دوو سترو سترو آفتونو ته اشاره شوې: (لوږه او وېره) چي دواړه ئې څنگ په څنگ او يو وخت راځي. كله ئې يو مخكي راشي او لاره بل ته پرانيزي او كله ئې بل، كله يو وځي او بل له ځان سره بيايي او كله ئې بل، كله گورو چي وېره او نا امني پر ټولني خپل تور وزر وغوړوي او له دې سره سم اقتصادي فعاليتونه متوقف شي، اقتصادي تأسيسات له منځه ولاړ شي، د تجارت بازار سوړ شي، تاجر او بډاى له هېواده ووځي، خپلي شتمنۍ نورو ملكونو ته انتقال كړي، بندونه وران شي، نهرونه وچ شي، سمسوري زراعتي زمكي باير او شاړي شي، فابريكې تخريب شي، بزگر خپل بېل لري واچوي او كارگر خپل څټك؛ دواړه توري او ټوپك ته لاس كړي، جگړه ئې كسب او دنده شي؛ په دې توگه فقر او لوږه ټولني ته مخه كړي او خپل سيورى پرې وغوړوي؛ كله بيا گورو چي لومړى فقر او لوږه ټولني ته مخه كړي، غيرعادلانه او ظالمانه اقتصادي نظام پر ټولني مسلط شي، د ټولني ثروت او شتمنۍ د معدود شمېر بډايانو په لاس كي پرېوځي، د ټولني اكثريت له فقر او محروميت سره مخامخ شي؛ كله چي د ټولني اكثريت دا گوري چي پر ټولني د مسلط ظالمانه نظام تر سيوري لاندي هيڅكله آرام او سوكاله ژوند نه شي ترلاسه كولى، له اقتصادي ستونزو نه شي وتلى او كه دا نظام وي نو دوى به تل په محروميت كي ژوند كوي، ناچار د نورو لارو په لټه كي كېږي، د خپلي بقاء لار، د دې نظام د ړنگولو لار، د هغو زندانونو د ړنگولو او د هغو زنځيرونو د شلولو لار چي د دې نظام بقاء تضمينوي، د جنگ او مسلحانه قيام لار، د انقلاب لار، ډېرى انقلابونه همداسي رامنځته شوي،  همدا راز په ټولني كي فقر هغو داخلي او خارجي ځواكونو ته په ارزانه بيع د كرايي جنگياليو د استخدام موقع په لاس وركوي چي غواړي د جگړو له لاري خپل اهداف ترلاسه كړي او خپله لويي او برلاسي پر نورو ومني.

قرآن په دې سوره كي لومړى له لوږي ژغورنه يادوي او ورپسې له وېري او خوف نجات، خو د النحل د سورې په 112 آيت كي امن او اطمئنان د رزق او روزي تر وفرت او كثرت مخكي، يادوي؛ لكه چي فرمايي:

وَضَرَبَ ٱللَّهُ مَثَلٗا قَرۡيَةٗ كَانَتۡ ءَامِنَةٗ مُّطۡمَئِنَّةٗ يَأۡتِيهَا رِزۡقُهَا رَغَدٗا مِّن كُلِّ مَكَانٖ فَكَفَرَتۡ بِأَنۡعُمِ ٱللَّهِ فَأَذَٰقَهَا ٱللَّهُ لِبَاسَ ٱلۡجُوعِ وَٱلۡخَوۡفِ بِمَا كَانُواْ يَصۡنَعُونَ ١١٢ النحل: 112

او الله د هغه كلي مثال بيان كړى چي خوندي او ډاډه وو او رزق ئې له هر ځايه تازه او پرېمانه ورته راتلو، خو دوى د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله د لوږي او وېري په جامو د پټېدو خوند وروڅاكو، د هغه څه په سبب چي دوى كول.

گورئ چي په دې سيمي كي امنيت او اطمئنان وو او رزق ئې له هر لوري ورته راروان، خو دوى كفران او ناسپاسي وكړه، چي د دې له كبله لومړى (فقر) پرې مسلط شو او بيا خوف او وېري خپل تور وزر پرې وغوړاوو.

د قريش سوره موږ ته لارښوونه كوي چي د كعبې درناوى، دين ته التزام، شعائر الله ته احترام او د الله تعالى بندگي؛ د ټولني د امنيت ضامن دئ او د لوږي او فقر له آفت د نجات وسيله.

قرآن موږ ته وايي: په ټولني كي د فقر او لوږي وجه هيڅكله دا نه ده چي د رزق او روزي وسائل لږ او د انسانانو د شمېر په پرتله كم دي!! بلكي عامل ئې د هغه انسان ظالمانه تصرفات دي چي بې دينه دئ او د الله تعالى له بندگۍ سر غړوي. فقر هغه آفت دئ چي انسان ئې په خپله عوامل او اسباب برابروي، په خپلو ناجائزو او ظالمانه تصرفاتو سره ورته لار آواروي، دا انسان دئ چي د تجاوز او تېري لار غوره كړي، د نورو د سر، مال او عزت امنيت په مخاطره كي واچوي، د وېري او خوف فضاء جوړه كړي او په همدې سره د لوږي دېو ته د راتلو بلنه وركړي. قرآن څومره ښه فرمايي:

وَلَوۡ أَنَّ أَهۡلَ ٱلۡقُرَىٰٓ ءَامَنُواْ وَٱتَّقَوۡاْ لَفَتَحۡنَا عَلَيۡهِم بَرَكَٰتٖ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ وَٱلۡأَرۡضِ وَلَٰكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذۡنَٰهُم بِمَا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ ٩٦ الاعراف: 96

او كه كليوالو ايمان راوړى وى او تقوى ئې كړې وى نو خامخا به مو د آسمانونو او د زمكي د بركتونو دروازې پرې پرانيستې وې، خو دوى (دا حقيقت) تكذيب كړ نو موږ هم د خپلو كړنو په سبب ونيول.

له دې آيت معلومېږي چي كذب او دروغ د گناهونو بنسټ او اساس دئ، خلكو د كذب لار غوره كړه او الله تعالى له همدې كبله ونيول او د زمكي او آسمان د بركت دروازې ئې د دوى پر مخ وتړلې.

موږ د دې مصداق په خپلو سترگو وليد؛ د مخكني نظام مشران او چارواكي ستر ستر دروغجن وو، جمهور رئيس ئې، وزيران ئې، مفتيان، قاضيان او څارنوالان ئې. خلكو ته به ئې د امنيت خبره كوله؛ خو وضعيت بيا داسي وو چي د ارگ شاوخوا كي همدا دوى هدفي ترورونه او قتلونه كول، په اطراف كي به خلك خوندي وو خو چي كابل ته به راغلل نو ترور به شول، د ارگ شاوخوا كي، جوماتونو كي علماء او مؤمن شخيتونه ترور كېدل، د ترور ټولي ئې جوړ كړي ول، د ملي امنيت، د امنيت شورى، 01او 02 په څېر قطعې او ډلي!! تر ټولو بې غيرت، منحط، سپك او ذليل انسان هغه دئ چي په دوستي كي وژل كوي، په خپل كور كي هغه وژني چي په ده ئې اعتماد كړى، تر خپل واك لاندي سيمي كي هغه څوك وژني چي د ده واكمني ئې منلې، د ده په ضد ئې نه يوازي وسله نه ده كارولې، بلكي د ده تر واك لاندي سيمي كي ژوند كوي، نه ده هغه ته د جنگ اعلان كړى او نه مقتول د ده په ضد د دښمني ملا تړلې، آيا تر دې به هم سپك او ذليل انسان پيدا شي؟ قرآن خو فرمايي چي له هغه معاهد كافر سره چي خپله معاهده ئې له مسلمانانو سره نقض كړې؛ يوازي هغه مهال د جنگ اعلانولو حق لرئ چي په څرگندو الفاظو هغه ته ووايئ چي له نن وروسته زموږ او ستا تر منځ معاهده نشته، له دې پرته د هغه په ضد څه كول خيانت دئ او الله تعالى خائنين نه خوښوي!! موږ ته الله تعالى د پيغمبر عليه السلام په څېره كي د واقعي غيرتي انسان بېلگه او انځور وړاندي كوي، هغه چي مكې ته د فاتح په توگه داخل شو نو له هيچا ئې انتقام وانخست، د مشركو قريشو كورونه ئې د امن كورونه اعلان كړل، نه يوازي چي څوك ئې نه دئ وژلى بلكي د هيچا د كور دړه هم د كوم مجاهد له لوري نه ده پرانيستل شوې. غيرت او شهامت جې ته وايي.

وروڼو خوېندو

ابراهيم عليه السلام د كعبې له جوړولو وروسته خپل رب ته دا دعاء وكړه:

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ قَالَ وَمَنْ كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلا ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلَى عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ. البقرة: 126

او كله چي ابراهيم عليه السلام وويل: اې زما ربه! دا مكه يو خوندي ښار وگرځوه او هغو اوسېدونكو ته ئې روزي وركړه چي پر الله او آخرت ايمان لري، وئې فرمايل: او څوك چي كافر شو نو لږ به ئې (د دنيا له متاع) برخمن كړم، بيا به ئې د اور په لوري (تلو ته) اړ كړم او څومره بده ده دا ورگرځېدنه.

وروڼو خوېندو!

رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې اړه فرمايي:  عَنْ مِحْصَنٍ الْأَنْصَارِيِّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "مَنْ أَصْبَحَ مِنْكُمْ مُعَافًى فِي جَسَدِهِ، آمِنًا فِي سِرْبِهِ، عِنْدَهُ قُوتُ يَوْمِهِ، فَكَأَنَّمَا حِيزَتْ لَهُ الدُّنْيَا بِحَذَافِيرِها"

رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: له تاسو چي څوك سحر داسي راپاڅي چي بدن ئې روغ وي، په خپل كور او كورنۍ كي مصون او په امان كي وي او ورځنى خوراك ئې په برخه وي؛ داسي دئ لكه چي ټوله دنيا سره له ټولو شته وو ئې د ده په لاس كي وي.

يعني كه ټوله دنيا او هر څه ئې هم د چا په واك كي وي؛ نو برخه به ئې همدومره څه وي چي بدن ئې روغ وي، په خپل كور كي خوندي او مصون وي او ورځنى خوراك ئې تأمين وي.

وروڼو خوېندو!

ځيني وايي: فلاني ته خداى ډېر څه وركړې؛ په داسي حال كي چي هغه به خپله شتمني له حرامو لارو ترلاسه كړې وي؛ د غلا، غصب، رشوت، خيانت، او دين او وطن پلورني له لاري.

دوى نه پوهېږي چي د الله تعالى وركړه دا ده چي له آسمان اوبه وروي، له زمكي دانه او مېوه راشنه كوي، موږ انسانانو او ټولو ژوو ته رزق او روزي راكوي؛ خو د لاسته راوړلو او وېش كار ئې او طريقه ئې انسانانو ته پرېښى، ځيني ئې له جائزو لارو او ځيني ئې له حرامو او ناجائزو لارو ترلاسه كوي. د انسانانو د ظالمانه وېش له كبله ځيني ډېر شتمن شوي او ځيني ډېر نېستمن او فقير. دا توپيرونه او ظالمانه وېش بايد الله تعالى ته راجع نه كړو. هغه چي د اشغال په دوران كي زپړسېدل، ملياردران شول، تر دې وړاندي ئې بايسكل نه درلود خو د اشغال په دوران كه ئې د زره موټرو قطارونه درلول، دا هر څه د دين پلورني او وطن پلورني په بدل كي ترلاسه كړي وو

په اصل كي الله تعالى د زمكي هر څه د مؤمنانو لپاره پيدا كړي؛ د رزق اصلي مستحقين دوى دي؛ په آخرت كي به يوازي دوى ته مختص وي؛ خو په دنيا كي كافر ته هم رزق او روزى وركوي؛ هر هغه ژوى چي الله تعالى پيدا كړى د هغه رزق ئې پر خپله ذمه اخيستى

وروڼو خوېندو!

د امريكايي چارواكو اظهارات ښيي چي دوى د داعش احتمالي خطر په اړه داسي مبالغه كوي؛ چي په څرگنده ترې معلومېږي په سيمي كي د فعال نظامي او استخباراتي حضور لپاره غواړي نظامي اډې جوړي كړي، د افغانستان په فضاء كي يوازي د ډرون جهازونو په شتون اكتفاء نه كوي، غواړي د داعش تر نامه لاندي بريدونو ته لار اواروي!! وايي داعش په 6 مياشتو كي كولى شي د امريكا په ضد عمليات ترسره كړي!!

دوى ولي تر دې وړاندي داعش د داسي خطرناك ځواك په توگه نه معرفى كاوو؟ ولي اوس چي غواړي په سيمي كي يو ځل بيا اډې ولري دا تبليغات كوي!!

مسكو د امريكا بدو عزائمو ته په پام سره وايي: بايد د سيمي هېوادونه امريكا ته دا موقع ورنه كړي چي دلته اډې جوړي كړي.   

د روسيې له لوري هم د افغانستان پولي ته نږدې مسلسل نظامي مانورونه ترسره كېږي، دا مانورونه نه عادي دي او نه يوازي گواښ؛ بلكي سيمي ته د دغو دوو ځواكونو د خپل منځي وسله وال رقابت د بيا انتقال پېلامه گڼل كېدى شي.  

وروڼو خوېندو!

حكومت دي د دغو خطرونو او گواښونو ته په پام سره لازم تدابير غوره كړي. همدا راز د گراني او ناامني چاره دي وكړي، حكومت او ملت بايد په گډه كار وكړي چي هم د ناامنيو او هدفي ترورونو مخنيوى وشي او هم د دښمنانو له لوري د بلي جگړي د تحميلولو په وړاندي لازم تدابير غوره شي.

حكومت دي په ځانگړې توگه د خوراكي او سوند توكيو، تېل او گاز د وارداتو چاري په بشپړه توگه په خپل لاس كي واخلي، د سكرو د تجارت په شمول؛ او ټول هغه څه دي د خصوصي شركتونو له لاس وباسي چي د ولس لومړني ضرورتونه دي. او كه عجالتاً دا كار اوس ورته ممكن نه وي او وخت ته ضرورت لري؛ نو د هغو شركتونو له واك دي وباسي چي مخكيني مفسد رژيم د هغوى په انحصار كي وركړي وو، نويو او ملت ته ژمنو شركتونو او تاجرانو ته دې وسپاري او په جدي توگه دي هغه كنټرول كړي

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟